قرض حسنه هغه قرض يا پور دی چې يو مسلمان يې بل محتاج مسلمان ته د څه وخت د پاره قرض ورکوي او نيت يې د الله تعالی رضا وي ، قرض حسنه زيات فضيلت لري چې په قرآن او سنتو کې يې څو ځايه يادونه شوي ده او هغه يې نيک قرض يا قرض حسن بللی دی .
لقوله سبحانه وتعالی : [إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ] (التعابن ۱۷) .
ژباړه : که چېرې تاسې قرض ورکړئ الله لره قرض نيک (په محبت او اخلاص ) نو دوه چنده به کړي الله ثواب د هغه تاسې ته او (الله ) به تاسې ته بخښنه وکړي ، الله ښه قدردان دی ښه تحمل واله دی .
عن أبي أمامة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (دخلَ رجلٌ الجنَّة، فرأَى على بابها مكتوباً: الصّدقةُ بعَشرِ أَمثالها، والقرضُ بثمانية عشر.( أخرجه الطبراني في “المعجم الكبير” (۸/۲۹۷/۷۹۷۶)، والبيهقي في “الشعب” (۳/۲۸۴/۳۵۶۴) وقد حسنه الشيخ الألباني).
يعنې : د ابی أمامه رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : داخل به شي سړی جنت ، هغه به وویني چې د جنت په يو دروازه داسې ليکل شوي وي : د صدقې د پاره لس نيکۍ او د قرض حسن د پاره ۱۸ نيکۍ.

عن عبد الله بن مسعود- رضي الله عنه- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: “ما من مسلم يقرض مسلما قرضا مرتين إلا كان كصدقتها مرة” .(رواه ابن ماجه، ص 347، صحيح حسن الهيتمي مکي ۱/۱۹۳والحديث صححه الشيخ الألباني) .
يعنې : عبدالله بن معسود رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل کړی چې هغه فرمايي : نشته د هيڅ مسلمان د پاره چې خپل مسلمان ورور ته دوه ځله قرض ورکوي مګر مګر هغه لره (دغه قرض ورکول ) داسې دي لکه يو ځل صدقه ورکول ( د صدقې اجر لري ) .
فقهاؤ او محدثينو د قرض حسن د اجر زيادت دا بللی دی چې قرض حسن يوازې محتاج کس ته رسيږي .
د محتاج کس سره امداد او د يو کس څخه د مشکل او تکليف لرې کول لوی اجر لري .
من كان في حاجة أخيه، كان الله في حاجته. ومن فرج عن مسلم كربة، فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة. ومن ستر مسلما، ستره الله يوم القيامة . (المسلم 2580)
ژباړه : تر څو چې یو مسلمان د مسلمان حاجت پوره کوي الله تعالی به د ده حاجت پوره کوي ،اوڅوک چې د مسلمان څه تکليف لری کوي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده نه تکليف لری کړي ،او څوک چې په مسلمان پرده اچوي الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده په عيبونو پرده واچوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email