د قرض تعريف : قرض په لغت کې پرې کولو ته وايي يعنې قرض ورکونکی د خپل مال يوه ټاکلې اندازه پرې کوي او هغه پورغوښتونکي ته ورکوي .
د فقهې په اصطلاح کې قرض يو ځانګړی تړون دی چې د يو کس له لورې بل کس ته د مال په ورکولو سره صورت نيسي په دې شرط چې د هماغه په اندازه به يې بيرته ورکوي .
جايز او شرعي قرض اصلاً يوه داسې معامله ده چې په هغه کې هدف د بل محتاج کس سره احسان او کومک وي او نيت يې د الله تعالی رضايت وي .
ځکه په شرعي قرض کې مطلب فقط د محتاج او اړ کس د اړې او احتياج لرې کول وي نور هيڅ عوض او ګټه پکې نه وي ، په هر هغه قرض کې چې عوض او ګټه وي هغه سودي قرض بلل کيږي .
د قرض د صحت شرطونه :
۱- د قرض مطلب به تبرع ، احسان او د بل کس د اړې او احتياج رفع کول وي .
۲- د قرض مال به د شمير ، اندازې او وزن کولو وړ وي مګر د امام محمد په نزد د خلکو د حاجت لپاره د ډوډۍ قرض کول باک نه لري .
۳- د قرض لپاره قبض او تسليم شرط دی .
۴- د قرض په عوض کې به هيڅ قسم منفعت او ګټه حاصلول نه وي ځکه هر هغه قرض چې ګټه ولري هغه سود دی .
(المعاملات المالية المعاصرة لزحيلي ص ۸۰ )
په اقتصادي ډګر کې وي او که په ټولنيز ډګر کې قرض چې په پښتو کې ورته پور وايي خورا مهم ارزښت لري ځکه چې په بشري ټولنه کې ټول وګړې په اقتصادي لحاظ برابر نه وي بلکي ځنې مالداره وي او ځنې نور بې وزله وي . نو د اسلامي ورورولی يو اخلاقي اصل دا دی چې شتمن به د بې وزلو سره کومک کوي هغوی ته به د څه وخت د پاره قرض ورکوي .
قرض ته نه يوازې دا چې يوازې بې وزله کسان اړتيا لري بلکي کله داسې هم پښيږي چې ښه مالداره وي کار يې بند وي د خپلو پيسو د تر لاسه کولو امکان نه وي يا چېرې په سفر تللی وي .
لنډه دا چې قرض په بشري ټولنه کې د احسان ، کومک او خواخوږی يو مهم اصل بلل کيږي .
له بده مرغه چې په اسلامي هيوادو باندې شيطاني بازار يرغل کړی دی په اسلامي هيوادونو کې د سود بانکونه او ادارې په علني توګه فعالیت کوي او دغو سودي معاملو د ضعيف الايمانه مسلمانانو څخه کم کم د کومک ، احسان او خواخوږې جزبه له مينځه وړې او پر ځای يې ماده پرستي هدف او مطلب ګرځېدلی ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email