بيع استصناع

استصناع جوړولو ته وايي يعنې هغه بيع چې د څه شي د جوړولو او توليد لپاره تر سره کيږي. د بيع سلم يو قسم بيع استصناع ده . په بيع سلم او بيع استصناع کې صرف دومره فرق دی چې په بيع سلم کې قيمت د معاملې کولو سره سم ادا کيږي مګر په بيع استصناع کې قيمت فوراً ادا کول ضرور نه دي بلکي هر کله چې ده ته مال ورکړل شي بيا به قيمت ادا کوي نور ټول شرايط يې د سلم په شان دي .

د احنافو په نزد د بيع استصناع د پاره دری شرطونه دي :

۱- د جوړېدونکي شي جنس ، نوع ، اندازه او نور صفات به معلوم وي ، کچېرې د جوړېدونکي شي صفات معلوم نه وي بيع فاسده ده ځکه په دې کې جهل دی د اختلاف سبب ګرځي .

۲- جوړېدونکی شی به داسې څيز وي چې په خلکو کې مروج وي لکه زمونږ په عصر کې د جامو جوړول او توليد ، ماشين آلات ، موټرونه ، برقي سامان او نور چې شرعاً مباح وي .

۳- په بيع استصناع کې به وخت نه ټاکل کيږي ، د امام ابوحنيفه په نزد کچېرې په بيع استصناع د تسليم وخت وټاکل شي بيع استصناع باطل ده بيع سلم ګرځي او د سلم شرايط ورباندې جاري کيږي ، مګر د صاحبانو (امام يوسف او امام محمد ) په نزد په بيع استصناع کې د وخت ټاکل صحي دي ، مجلة الأحکام العدلية ماده ۳۸۹ کې راغلي چې په عهد عثماني کې په همدې رايه عمل کيدلو ځکه چې د بيع استصناع د پاره د وخت ټاکل يو عام ضرورت دی .

المعاملات مالية المعاصرة وهبة زحيلي ص ۵۹ .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً