د انلاين اسلامی لارښود کارکوونکو ته !
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته.

وروره زه غواړم چه پوه شم چه د ټولو  شهیدانو جسد نه خاوری کیږی که صرف د الله ج په لاره شهیدانو؟
یو ملګري ویل چه یو نیم شهید الله ج د معجزی لپاره نه خاوری کوی ؟
عمر ځاځی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې باره د فقهاء دوه قسمه اقوال دي .
لومړی قول :
يوازې د انبياؤ جسدونه نه خاوري کيږی نور د ټولو انسانانو جسدونه خاوري کيږي ځکه د شهيد د جسد د خاورې کېدو په باره صحيح قول نشته او د ځنو شهيدانو جسدونه چې نه خاورې کيږي دا د هغوی کرامت او د الله تعالی د جانبه اکرام او عزت دی .
«يَبْلَى كُلُّ شَيْءٍ مِنْ الْإِنْسَانِ إِلَّا عَجْبَ ذَنَبِهِ فِيهِ يُرَكَّبُ الْخَلْقُ» (متفق عليه ) .
يعنې : د انسان ټول بدن خاورې کيږي پرته د ملا د تير له هډوکې څخه .
«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَرَّمَ عَلَى الْأَرْضِ أَجْسَادَ الْأَنْبِيَاءِ» (رواه أبو داود) .
يعنې : الله تعالی د انبياء جسدونو خاورې کېدل او ضايع کېدل پر ځمکه باندې حرام کړي دي .
دوهم قول :
د ځنو فقهاؤ کرامو قول دا دی چې د شهيدانو جسدونه نه خاورې کيږي .
نص ابن عابدين الحنفي في حاشيته كتاب الجهاد (ج 3238): أن جسد الشهيد حرام على الأرض أكله.
وقال القرطبي في “المفهم شرح مسلم” (7/307) :
” وظاهر هذا : أن الأرض لا تاكل أجساد الشهداء ، والمؤذنين المحتسبين ، وقد شوهد هذا فيمن اطلع عليه من الشهداء ، فوجدوا كما دفنوا بعد آماد طويلة ، كما ذكر في السير وغيرها ” انتهى.
ځنې فقهاؤ کرام نور شهيدان هم د فی سبيل الله د شهيد په حکم کې داخل ګڼې لکن په درجه کې يې فرق دی چې د فی سبيل الله شهيد درجه لوړه ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ : «الْمَطْعُونُ ، وَالْمَبْطُونُ ، وَالْغَرِقُ ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ ، وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»
(البخاري و المسلم ) .
يعنې : شهدان پنځه قسمه دي : په طاعون مړ شوي د ګډې په مرض مړ شوی ، په اوبو کې غرق شوی ، تر پاڼ لاندې شوی او د الله د لارې شهيد .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email