په لمانځه کې ځنې عامه غلطۍ (جدي پاملرنه )

ښاغلو وروڼو او خويندو ! په لمانځه کې عامه غلطۍ او دې غلطۍ ته جدي پاملرنه کول پکار ده ځکه د چا چې لمونځ سم شو د هغه دنيا او Untitledآخرت ان شاء الله سميږي ، مهربانې وکړئ دا مطلب په غور ولولئ او نورو ته يې

په لمانځه کې خپرې شوي خطاوې

په لمانځه کې ځنې خپرې شوې خطاوې دي چې ځنې بدعت ، ځنې مکروه او ځنې حرام چې په لاندې ډول دي :

۱- کله چې لمونځ کوونکی ګمان وکړي چې جماعت ولاړ دی نو په منډه او

تيز تګ سره جومات ته ځې حال دا چې جومات ته تيز تلل مکروه او په

سکون او وقار سره تلل سنت دي .

جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي: «إِذَا سَمِعْتُمْ الْإِقَامَةَ، فَامْشُوا إِلَى الصَّلَاةِ وَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ وَالْوَقَارِ، وَلَا تُسْرِعُوا، فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا، وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا» ([1]).

ژباړه : کله چې تاسې اقامت واروئ نو د لمانځه طرف ته په په آرام او خشوع سره ځئ او تيز مه ځئ ، څه مو چې ومودل هغه ادا کړئ (له امام سره) او څه چې درڅخه پاتې وو هغه پوره کړئ .

۲- په جماعت کې به دوهم صف د امام په برابر جوړيږي مګر ځنې کسان له ښي لوري يا چپ لوري صف پيل کوي چې دا کار د سنتو خلاف دی په دليل د دغه حديث شريف «وسطوا الإمام وسدوا الخلل»[2] .

۳- د تکبير تحريمه پر مهال لاسونو چې تر غوږنو پورته کيږي د ګوتو پراخه نيول او د لاسونو پنجې او ورغوي قبلې ته مخامخ کول سنت دي ، مګر ځنې کسان ګوتې پيوسته او د لاسونو ورغوي د قبلې پر ځای خپلو عوږونو طرف ته برابروي .

۴- د قيام پر مهال د سجدې ځای ته کتل سنت دي مګر ځنې کسان د سجدې د ځای څخه پرته يو اړخ او بل اړخ ته ګورې چې داسې کول

مکروه د لمانځه حضور خرابوي او کچېرې د کتلو سره سينه وګرځوي

لمونځ فاسديږي .

عايشه رضی الله عنه وايي : د رسول الله عليه وسلم څخه مې په لمانځه کې يوې بلې خوا کتلو په اړه پوښتنه وکړه ویې فرمايل :« هو اختلاس يختلسه الشيطان من صلاة العبد»([3] (.

يعنې : دا يوه پټه غلا ده چې شيطان يې د بنده له لمانځه څخه وړي .

۵- ځنې کسان پر خپل بدن ، جامه او ويښتانو لوبې کوي او لاس ورباندې وهي چې دا عمل اصلاً په لمانځه کې د خشوع او حضوع نه لرلو نښانه ده او لږ حرکت کولو سره لمونځ مکروه کيږي .

مګر په لمانځه کې زيات حرکت کول او ډير ښورېدل چه کتونکی فکر وکړي دا سړی لمونځ نه کوي مثلاْ د ځان ډير ګرول يا د جامو برابرول يا په بدن اوجامو ډير لاس وهل عمل کثير بلل کيږي لمونځ يې فاسد ګرځې .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى بُطْلانِ الصَّلاةِ بِالْعَمَلِ الْكَثِيرِ ، وَاخْتَلَفُوا فِي حَدِّهِ . فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ الْعَمَلَ الْكَثِيرَ الَّذِي تَبْطُلُ الصَّلاةُ بِهِ هُوَ مَا لا يَشُكُّ النَّاظِرُ

فِي فَاعِلِهِ أَنَّهُ لَيْسَ فِي الصَّلاةِ .

۵- په لمانځه کې په ادب درېدل سنت دي :

په لمانځه کې د قيام پر مهال به د پښو تر مينځ متوسطه او معمولي

فاصله چې نه ډيره کمه او نه ډيره زياته وي موجوده وي ځکه چې په متوسطه فاصله کې خشوع او ادب دی د متوسطې فاصلې نه لږه يا زياته فاصله مکروه د سنتو خلاف عمل دی .

دغه متوسطه اندازه ائمه کرامو رحمه الله عليهم داسې بيان کړې ده :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د پښو تر مينځ فاصله د څلورو ګوتو په اندازه .

د امام شافعي رحمه الله په نزد د يوې لوېشتې په اندازه .

د امام مالک رحمه الله په نزد متوسطه اندازه مستحب ده چې نه کمه وي او نه ډيره زياته .

د ائمه کرامو د اقوالو څخه متوسطه اندازه څرګنديږي .

اللجنة الدائمة ليکي :

په قيام کې د پښو نښلول او همدارنګه د پښو تر مينځ زياته فاصله پريښودل په سنتو او صحيح حديث  سره ثبوت نه لري ،بناءً لمونځ کوونکی به پښې نه نښلوي او نه به د پښو تر مينځ زياته فاصله پرېږدي بلکي معتدله فاصله به وي .

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة: لم يرد في السنة المطهرة حديث صحيح صريح يفيد إلصاق القدمين في حال القيام في الصلاة أو في حال السجود وبناء على ذلك ، فالأصل أن المصلي لا يتكلف إلصاقاً ولا تفريجاً كثيراً بين رجليه بل يكون معتدلاً .( [4])

۶- په صحي شان رکوع کول:

رکوع د لمانځه رکن دی د رکوع لپاره داسې ټيټېدل پکار دي چې د لاسونو په پراخه ګوتو به ګوندې نيسي سر به د شا سره يو شان وي او دری ځله به په کراره او سکون سره د رکوع تسبيح وايي .

ځنې کسان لېدل کيږي چې په ډيره بېړه رکوع کوي تسبيحات صحي نه لولي ، سر له شا سره سم نه وي ، داسې رکوع چې په هغه کې اطمنان نه وي ( اندامونه کرار ونه نيسي ) او حتی يو ځل هم صحي تسبيح ونه وايي داسې رکوع نه صحي کيږي لمونځ فاسد دی .

رسول الله صلی الله الله عليه وسلم په رکوع کې د پوره سکون حکم کړی او سکون په ټولو ارکانو کې واجب دی : «ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا..» ([5] )

ژباړه : وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي :«كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يُصَوِّبْهُ، ولكنْ بين ذلك »([6] (

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له

شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

۷- قومه کول:

د رکوع څخه پورته کېدل (سمع الله لمن حمده – ربنا لک الحمد) ويل او په سکون او اطمان درېدلو ته قومه وايي .

قومه د متأخرينو احنافو په نزد واجب او د امام يوسف رحمه الله په نزد فرض ده .

زيات کسان په صحي شان ، سکون او اطمنان سره قومه نه ادا کوي .

وَرُوِيَ وُجُوبُهَا،وَهُوَالْمُوَافِقُ لِلأَدِلَّةِ وَعَلَيْهِا لْكَمَالُ ابْنُ الْهُمَامِ وَمَنْ بَعْدَهُ مِنَا لْمُتَأَخِّرِينَ . وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ بِفَرْضِيَّةِ .([7])

۸- سجده کول:

دوه ځله سجده کول په لمانځه کې فرض دي ،سجده په اوو اندامونو تر سره کيږي په سجده کې د پوزې نه لګول يا د دواړو پښو په پورته کولو سره سجده نه ادا کيږي .

د پښتو په يو ځل او څو ځله پورته کولو کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف شته دلته مو احتیاطاً او د اصلاح لپاره د يو ځل پورته کولو قول را نقل کړی دی .

که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو ([8]) .

دا ځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي ، جناب نبي کريم صلی الله

عليه وسلم فرمايي :

« أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ عَلَى الْجَبْهَةِ وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ وَالْيَدَيْنِ وَالرُّكْبَتَيْنِ وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ وَلَا نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَالشَّعَرَ » ([9])

ژباړه: ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .

زيات کسان په بيړه د ټونګې په شان سجده کوي چې هيڅ سکون او اطمان پکې نه وي پرته له سکون او اطمان څخه لمونځ نه صحي کيږي ځکه سکون واجب دی د واجبو په قصداً او عادتاً ترک کولو سره لمونځ فاسديږي .

۹- جلسه کول:

جلسه کول – يعنی د دوو سجدو په مابين کې په ښه شان کيناستل چه د بدن ټول اندامونه کرار شي او د پوره ناستي ګمان پری وشي .

په دليل د دغه حديث شريف: « ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا»( [10])

يعنې : بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته

شي .

قومه او جلسه د متخرينو احنافو په نزد واجب ده مګر د امام يوسف امام مالک ، امام شافعي او امام احمد په نزد قومه ، جلسه او د لمانځه

په ټولو ارکانو کې سکون او اطمنان فرض دی :

جاء فی موسوعة الفقهية :

الجلوس بين السّجدتين :ذهب المالكيّة ، والشّافعيّة ، والحنابلة إلى أنّه ركن ، لما روت عائشة رضي الله تعالى عنها قالت : « كان النّبيّ صلى الله عليه وسلم إذا رفع رأسه من السّجدة لم يسجد حتّى يستوي جالساً » . وقال أبو يوسف من الحنفيّة بفرضيّته .

ځنی کسان د چرګ په شان ټونګې وهي چه لمونځ يې نه صحي کيږي ځکه که جلسه واجبه وبولو د واجبو په قصدي ترک سره لمونځ فاسديږي او که فرض يې وګڼو د فرض په ترک سره لمونځ نه صحي کيږي .

په تيزی او بې سکون لمونځ کول د منافق لمونځ دی د داسې لمونځ کولو څخه ځان ساتل پکار دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «تَلْكَ صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يَرْقُبُ الشَّمْسَ حتى إذا كانَتْ بَيْنَ قَرْنَي شيطان قَامَ فَنَقَرَهَا أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا» ( [11])

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په منځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

خبردارئ :

د لمانځه ټول ارکان په سکون او اطمنان سره ادا کول واجب او د امام یوسف حنفي امام مالک ، امام شافعی او امام احمد په نزد فرض دي ، ډير کسان لمونځ په سکون سره نه ادا کوي خصوصاً رکوع ، قومه ، سجده او جلسه صحي نه ادا کوي کچېرې د لمانځه ارکان په سکون سره ادا نشي لمونځ نه صحي کيږي په دليل د دغه حديث :

رسول الله صلَى اللَّهِ عليْه وآله وسلّم يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنيه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل :

«إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا» ([12]).

ژباړه : کله چې د لمانځه د پاره اراده کوې کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه حصه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه

۱۰ – د قعدې پر مهال سينې ته کتل او د شهادت د کوتې پورته کولو پر مهال د شهادت کوتې ته کتل پکار دي مګر ځنې کسان يوې او بلې خوا ته ګوري .

کله چې مقتدي تشهد ووايي او امام سلام ګرځوي متقدي به د امام سره سلام ګرځوي مګر ډير کسان ليدل کيږي چې د امام سره سلام نه ګرځوي ، درد او دعا وايي او بیا سلام ګرځوي دلته د سنت پر ځای د واجبو ترک راځي .

۱۱- د سلام ګرځولو پر مهال خپل ښي او کينې اوږې ته کتل سنت دي مګر ځنې کسان د اوږو پر ځای يوې او بلې خوا ته داسې سلام ګرځول چې د سر له ګرځولو سره سينه هم ګرځوي .

۱۲- په جومات کې د لمانځه لپاره د تل لپاره يو ځای ټاکلو څخه نهی او منع شوي ده په حديث شريف راغلي دي:

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ نَقْرَةِ الْغُرَابِ ، وَافْتِرَاشِ السَّبْعِ ،

وَأَنْ يُوَطِّنَ الرَّجُلُ الْمَكَانَ فِي الْمَسْجِدِ كَمَا يُوَطِّنُ الْبَعِير» ([13]).

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم په لمانځه د سجدې پر مهال د کارغه پشان ټونګو وهلو ، د سجدي پر مهال د څنګلو ، ورنو وصلول له ځمکې سره او دا چې يو کس د اوښ په څير په جومات کې يو ځای وټاکي منع فرمايلې .

په المبسوط کې راغلي : وَلَا يَشْتَغِلُ بِالتَّطَوُّعِ فِي مَكَانِ الْفَرِيضَةِ لِلْحَدِيثِ الْمَرْوِيِّ: «أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ إذَا صَلَّى أَنْ يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ بِسُبْحَتِهِ أَيْ بِنَافِلَتِهِ» ، وَلِأَنَّهُ يُفْتَنُ بِهِ الدَّاخِلُ أَيْ يَظُنُّهُ فِي الْفَرِيضَةِ فَيَقْتَدِي بِهِ وَلَكِنَّهُ يَتَحَوَّلُ إلَى مَكَان آخَرَ لِلتَّطَوُّعِ اسْتِكْثَارًا مِنْ شُهُودِهِ، فَإِنَّ مَكَانَ الْمُصَلِّي يَشْهَدُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالْأَوْلَى أَنْ يَتَقَدَّمَ الْمُقْتَدِي وَيَتَأَخَّرَ الْإِمَامُ لِيَكُونَ حَالُهُمَا فِي التَّطَوُّعِ ([14]).

ژباړه: امام به د فرضو پر ځای په سنتو او نفلو نه مشغوليږي په دليل د دغه حديث : «آيا د تاسې څخه کوم يو ددې څخه عاجز دی چې کله لمونځ کوي مخکې شي يا وروسته شي او سنت او نفل وکړي » ځکه چې دا خلک په فتنه کې اچوي او ګمان کوي چې هغه فرض لمونځ ادا کوي په هغه پسې اقتداء کوي مګر هغه به د نفلي لمانځه لپاره خپل ځای ته تغير ورکوي ځکه چې د لمانځه ځای د قيامت په ورځ په سړي باندې ګواهيي ورکوي نو په دې عمل سره به يې د شهادت او ګواهيي ځايونه زيات شي .

۱۳- ځنې مسلمانې خويندې د عذر پرته په ناسته سره لمونځ کوي عذر لکه : مرض ، حمل او نور چې نشي کولای په ولاړه لمونځ وکړي مګر د عذر پرته په ناستي سره لمونځ نه صحي کيږي او دا چې ورځنې کارونه په ولاړه کولای شي خو لمونځ د ستومانۍ له کبله په ناسته کوي شرعي عذر نشي کيدای .

۱۴- ځنې کسان دا باور لري چې د سنتو او فرضو تر مينځ خبرې کول ښه کار نه دی حتی دا باور لري چې په خبرو کولو سره سنت ماتيږي بايد له سره وشي په دې اړه مې هيڅ شرعي دليل پيدا نه کړ ، بلکي د دوو لمونځونو تر منځ خبرې کول او د ځای تغيرول سنت عمل دی له معاويه رضی الله عنه څخه روايت نقل شوی دی چې :«فإِنَّ رسول الله – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أمَرَنا أن لا تُوصَل صلاة بصلاةٍ حتى نتكلَّم أو نخرج»([15] ).

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

الله تعالی دې اول زما لمونځ اصلاح کړي بيا د ټولو مسلمانانو د چا چې لمونځ سم شو د هغه دنيا او آخرت سم شول.

د PDF فايل ښکته کړئ

[2] – رواه ابؤداود .

[3] – رواه ابوداود و نسائي .

[4] – فتاوى اللجنة الدائمة” (5/375

[5] – متفق عليه

[6] – متفق عليه

[7] – برنامج الموسوعة الفقهية جزء ۲۷ ص ۷۹

[8] – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴

[9] – رواه البخاري و مسلم .

[10] – متفق عليه

[11] – رواه مسلم .

[12] – رواه البخاري ۷۵۷ ، ومسلم ۳۹۷ .

[13] – روى أحمد (۳/۴۲۸) ، وأبو داود (۸۶۲)، و سلسلة الصحيحة :۱۱۶۸ .

[14]– المبسوط ۱/۳۸ .

[15]– رواه مسلم ۸۸۳ .

۱- www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً