اسلامي شريعت بايع (خرڅونکي ) او مشتري (اخيستونکي ) ته د بيع د رد او فسخه کولو جايز اختيارات ورکړي دي چې په لاندې ډول دي .

۱- خيار شرط :

دقيمت د فيصلې نه وروسته خريدار دا شرط ولګولو چه دوې درې ورځې وروسته به زه تا ته ووايم چې اخلم يې اوکه نه ؟، يا يې زه کورته وړم هلته يې ګورو د کتلو وروسته مو که خوښ شو ښه او که خوښ مو نه شو بيرته یې درته راوړم دغه بيع ته خيار شرط وايي .

  • په دې معامله کې د وخت مقررول ضروري دي .
  • که په دې موده کې د جنس په استعمال سره څه خرابي راغله نو بيا د واپس او فسخه کولو حق نلري .

د خيار شرط د پاره د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد دری ورځې دي مګر صاحبينو امام يوسف او امام محمد په نزد کچېرې د طرفينو خوښ وي د دريو ورځو نه زيات وخت ټاکل هم روا دي .

۲- خيار وصف :

که يوتجار دخپل تجارتي جنس ډير صفت وکړي يا دشپې وخت وي چه تجارتي جنس ښه نه ښکاري اوخريدارهغه په غور ونه ګوري صرف دتجار په وينا باندې اعتماد وکړي خو چې کله سودا کور ته ورسوي نوهغه سودا يا جنس د صفت مطابق نه وي نو اوس خريدار ته د واپس او فسخهکولو حق شته .

۳- خيار رويت :

کومه معامله چې بې ليدلو تر سره شي نودهغه دليدلو نه پس خريدار ته د خستلو اونه خستلو اختيار شته چې دغه بيعي ته خيار رويت وايي .

  • که چا نمونه وليدله نو وروسته د واپس کولو حق نه لري مګر که مال د نمونې موافق نه ؤ نو دفسخ کولو حق ورته شته .
  • هغه څيزونه چې په نمونه سره نه معلوميږي لکه څاروي يوڅاروی د نورو څارويو نمونه نشي کيدای نو هغه ته د جلا جلا يا ټولو ليدلو اختيارشته .
  • که د سوداګر نمايده يا ايجنټ مال وليد او هغه يېواخست نو مالک د هغه د ردولو حق نلري مګر که دغه نمايده د خريداری نماينده نه وي د مال د ساتنې لپاره يې ليږلی وي نو بيا د مالک د ليدلو نه وروسته د اخيستلو او نه اخيستلو اختيار لري .
  • که خريدار دجنس په استعمالولو سره جنس خراب کړ نو بيا د واپس کولو حق ورته نشته .

ابن عابدين رحمه الله وايي : اخيستونکی د مال د ليدو څخه وروسته د ردولو حق لري که څه هم د ليدو څخه مخکې په هغه باندې رضايت ولري او کچېرې د ليدو څخه مخکې هغه رد کړي هم رواه ده ځکه د هغه ناپوهۍ په وجه چې مال اخيستل شوی دی هيڅکله نه صحي کيږي .

۴- خيارعيب :

کچېرې اخيستونکی د مال د اخيستلو په وخت کې د هغه عيب نه وي ليدلی يا نه وې ورباندې پوه شوی مګر وروسته يې وويني يا چا په دوکه او فريب سره څه شي وپلورل او پيرودنکي ته يې د هغه عيب ونه ښود نو اخيسونکي ته شرعاً حق شته چې هغه فسخه کړي چې دغه بيع ته خيارعيب وايي .

دوکه ورکول سخته ګناه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من غشانا فليس مني (المسلم) .

يعنې : فريب ورکوونکی له مونږ څخه نه دی .

  • که خريدار يوجنس د سالم جنس په نرخ واخيست مګر په هغه کې عيب ؤ نوخريدار ته يې د رد کولو حق شته .
  • که دوکاندار په جنس کې عيب وښودلو خريدار يې د بيرته واپس کولو حق نلري .
  • که په جنس کې عيب معلوم شي نو دهغه فوراً واپس کول په کار دي ،که يې استعمال کړ نو بيا د واپس کولو حق نه لري خوکه داسې شی وي چې بې له استعمال څخه نه معلوميږي لکه موټر اوداسې نور نو لږ استعمال يې جائز دی .
  • که چا مال واخيست اوکورته يې ورسولو ځنې خراب وو اوځنې ښه نو ښه يې ځاتنه کړل او خراب يې واپس کړل داسې کول جواز نه لري خو که د تجار په خوښه وي نو باک نه لري .

۵- خيار تعين :

که تجار خريدار ته د ډیرو څيزونو قيمت وښود اوورته ويې ويل چې په دومره موده کې چې ستا کوم څيزونه خوښ شول هغه به معامله کوو نودابيع صحي ده په مقرره موده کې چې کوم شيان اخلي دهغه معامله به تعين کوي .

  • ترڅو پورې چې د معاملې خبرې روانې وي تر هغه پورې دواړو ته د معاملې د فسخ کولو اختيار شته ،مګر که دختم نه وروسته دخيارشرط ،خيارعيب ،خيار رويت او خياروصف په وجه سره معامله ختم کيدای شي .
  • که ځمکه خرڅه شي په هغه کې څه فصل ولاړ وي نومالک به هغه فصل لرې کوي او ځمکه به خالي کوي مګر که خريدار د فصل تر پخيدو پورې اجازه ورکړه نوجواز لري .
  • تجار چې کوم شی خرڅوي نودهغه د شي په ورسپارلو کې بايد کوم مانع نه وي .
  • دحواله کولو مطلب دادی چې کوم ځای مال خرڅ شو نو هملته به يې ورسپاري بل ملک اوبل ځای ته رسول دخريدار په غاړه دي .
  • که تجار څه مال خرڅ کړ خو خريدار ته يې د هغه ځای ونښود او وروسته خريدار ته معلومه شوه چې هغه ځای خطرناک دی يا يې په راوړلو ډير مصرف راځي نومعامله فسخه کولای شي .
  • معامله فیصله شوه مګر قيمت يې نه دی ادا شوی خريدار بغير د تجار له اجازې څخه مال نشي پورته کولای .
  • معامله فيصله ده ولې خريدارهغه نه وي قبض کړی که په مال کې څه خرابي راشي نودهغه تاوان په تجار دی .
  • که تجار په خپله خوښه خريدار ته څه شی زيات ورکړ نودمعاملې دفيصلې نه وروسته څوک هغه په واپس کولو نشي مجبوره ولای مګر که پخپله خوښه يې بيرته ورکړي نو خير دی .
  • که دمعاملې له فيصله کولو پس خريدار قيمت نه وي اداکړی نو ددې د پاره دوه صورتونه کيدای شي:
  • اول: داچېدقيمت د ژر اداکولو وعده به کوي څوپورې چې قيمت ادا نه کړي تجار خپل مال پخپله قبضه کې ساتلی شي اودوهم: داچېمعامله يې په قرض فيصله کړي وي نوکله چې خريدار مال خپل کور ته ورسوي ورسته تجار د هغه د واپسی حق نه لري .

د قيمت د ادا کولو دري طرېقې دي ، ۱- په نقد ډول د شي اخيستل ۲- په قرض سره د شي اخيستل ۳- دا چې اخيستونکی مخکې قيمت ورکړي او دشي د وروسته ورکولو وعده ور سره وکړي چې دې ته بيع سلم وايي چې مفصل بحث يې وروسته را روان دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email