د اخيستلو او خرڅولو صورتونه :
د مال او جنس د خرڅولو دری صورتونه دي لکه : بيع التوليه ، بيع المرابحة او بيع الواضيعة .
بيع التولية : د يوه جنس اخيستل او هغه بيرته پخپل سر بغير له ګټې خرچولو ته وايي .
بيع المرابحة : د تجارتي جنس اخيستل او بيا هغه په ګټه خرچول په تجارتي جنس کې ګټې کولو ته مرابحه وايي .
بيع الواضيعة : د تجارتي جنس اخيستل بيا د هغه په تاوان خرچولو ته بيع الواضيعة وايي . مثلاً يو کس کمپيوټر اخلي په ۴۰۰ دالره يو کال وروسته هغه په ۳۰۰ دالره خرچوي .
دا دری واړه بيعې د فقهاؤ په اتفاق جايزې دي .
په شرط ددي چې تجارتي جنس قبض شي که تجارتي جنس قبض يا تسليم نه شي بيعه نه صحي کيږي .
(فتح القدير ج ۵ ص ۲۶۶).
مسائل :
۱- سوداګر ته دا ضرور نه ده چې ووايي ما دغه جنس په دومره قيمت اخستی خو که کوم سوداګرمشتري ته وويل چې ما په دومره اخستی تا ته یې په دومره ګټه درکوم نوهغه ته ددې نه زيات اخستوحق نشته يعنی څومره کټه يې چه مشتري ته وښوده د هغه نه زيات اخستل جايز نه دي اوکه داسې نه وي نو دروع به یې هم ويلي وي او دوکه به يې هم کړي وي چې دواړه حرام دي .
۲- په کوم جنس باندې چې د رسولو او نقل کوم خرڅ راځي مثلاً يوشی په ۱۰۰ افغانۍ واخستل شول ۶ افغانې مصرف ورباندې راغی نو ټول به شي ۱۰۶ د ۱۰۶ افغانو پورته کټه شميرل کيږي خو داسې به نه وايي چې په ۱۰۶ مې رانيولی بلکي داسې به وايي چې په ۱۰۶ تمام شوی ترڅودروغ نه شي .(فتاوی هندیه ،اسلامې فقه)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email