د معاملاتو تقسيم
په مجموع کې معاملات په لاندې برخو ويشل شوي دي :
البيع ، القرض ،السلم ، الحواله ،مضاربت، الرهن ، الاجاره ، الشرکة ، الکفالة ، المساقات و المزارعة ، احياء الموات ، المسابقة ، الهبة ، الوقف ، الشفعة ، اللقطة ، الحجر ، الغصب او الصلح .
البيع ( اخيستل او خرڅول ) :
بيع په لغت کې د مال تبادله په مال باندې او په اصطلاح کې په رضا او خوښۍ سره د مال تبادله په مال سره .
جاء في موسوعة الفقهية :
البيع لغةً مصدر باع، وهو‏:‏ مبادلة مال بمال، أو بعبارة أخرى في بعض الكتب‏:‏ مقابلة شيء بشيء‏.‏
أمّا في اصطلاح الفقهاء : فالحنفيّة عرّفوا البيع بالمعنى الأعمّ بمثل تعريفه لغةً بقيد ‏(‏التّراضي‏)‏‏.‏ يعنی : مبادلة مال بمال بالتّراضي‏‏‏.‏
(الموسوعة الفقهية الجزء التاسع– البيع ) .
( د بيع لغت د باع د مصدر څخه دی چې عبارت ده د مال تبادله په مال سره ، او يا په بل عبارت چې په ځنو کتابونو کې راغلی د د یو شي تبادله په بل شي يا شی د شي په عوض (کې اخيستل ) ، په اصطلاح کې د احنافو په نزد : په خوښۍ سره د مال تبادله په مال سره ) .
ځنې اصطلاحات :
البيع : د مال تبادله يا د مال خرڅول چې ضد يې الشراء (د مال اخيستل )
البايع : خرڅوونکي (تجار يا سوداګر )
المشتري : اخيستونکی
مال : هر هغه شی چې شرعاً مباح او د استفادې وړ وي مال بلل کيږي .

د بيع مشروعيت :
بيع په قرآن سنتو او اجماع سره جايزه ده .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : {وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ} ( البقرة الآية ۲۷۵). ( او الله حلاله ګرځولې ده بيع ) .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (البيعان بالخيار ما لم يتفرقا) .
يعنې : خرڅونکی او اخيستونکې څو پورې چې يو له بله نه وي جلا شوي د معاملی د فسخې کولو اختيار لري .
د بيع ارکان :
د بيع ارکان د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد ايجاب او قبول دی ، يعنې بيع په ايجاب او قبول سره تر سره کيږي او د ايجاب او قبول لفظ به په ماضي ضيعه سره وي (شرح قدوري ) .
مګر صاحب المحيط البرهاني حنفي وايي : په ماضي او حال ضيعه هم تړل کيږي .
قال أصحابنا رحمهم الله: كل لفظين بلسان عن التمليك والتملك على صيغة الماضي والحال ينعقد بهما البيع ( المحيط ) .
موسوعة الفقهية وايي :
بيع د استفهام يا سواليه په صيغه او همدارنګه د استقبال (راتلونکي وخت ) په ضيعه سره نه صحي کيږي .
استفهام لکه : خرڅوې يې ؟ او استقبال صيغه لکه : خرڅ به يې کړم يا سبا ته به يې خرڅ کړم مطلب يې راتلوونکي زمانه وي .
ولا ينعقد البيع إذا كان الإيجاب أو القبول بصيغة الاستفهام، مثل‏:‏ أتبعيني ‏؟‏ أو المضارع المراد به الاستقبال، مثل‏:‏ سأبيعك، أو أبيعك غداً (الموسوعة الفقهية ) .
د امام مالک ، امام شافعې او امام احمد په نزد د بيع دری ارکان دي : عاقد، معقود عليه، اوصيغة.
عاقد : عبارت له بايع او مشتري يا خرڅونکی او اخيستونکي څخه .
معقود عليه : عبارت له مال او قيمت څخه .
صيغه : عبارت له : ايجاب او قبول څخه .

ايجاب دا چې د مال څښتن ووايي چې خرڅ مې کړل او قبول دې ته وايي چې اخيسونکی ووايي چې وا مې خيستل .
ايجاب او قبول په دريو طريقو سره جايز دی :
الف ) د اقرار په وسيله :
د ژبې د اقرار په وسيله داسې چې څوک دوکاندار ته ووايي : دغه جنس په څو دی دوکاندار ورته ووايي : په دومره افغانۍ دی او خريدار ورته ووايي چې اخلم يې نو بيع وشو او دغه اقرار ته ايجاب او قبول وايی .
ب ) عملي اقرار : که په ژبه باندې دواړه لوري اقرار ونه کړي بلکي په عملي ډول اقرار وکړي هم صحي دی مثلاً : د يو جنس نرخ په بازار کې ثابت معلوم وي اخيستونکي دوکاندار ته وويل چې دا جنس راکړه هغه جنس ورکړ او اخيستونکي يې قيمت ادا کړ نو دا ډول اقرار عملي اقرار دی چې په دې سره هم بيع وشو .
ج ) د ليکنې او تحرير اقرار :
د ليکلو په ذريغه سره هم د معاملې فيصله کول جايز دي داسې چې په صفا الفاظو وي تر څو په آينده کې څه اختلاف پکې را نشي .
موسوعة الفقهية ليکي :
يصحّ التّعاقد بالكتابة بين حاضرين أو باللّفظ من حاضر والكتابة من الآخر‏.‏ وكذلك ينعقد البيع إذا أوجب العاقد البيع بالكتابة إلى غائب بمثل عبارة‏:‏ بعتك داري بكذا، أو أرسل بذلك رسولاً فقبل المشتري بعد اطّلاعه على الإيجاب من الكتاب أو الرّسول .
يعنې : د حاضرينو (بايع او مشتري ) تر مينځ په ليکلو سره تړون کول صحي کيږي او يا د حاضر کس اقرار او د غايب کس ليک. همدارنګه د ليکلو په ذريعه د غايب کس تړون صحي کيږي مثلاً ( داسې ورته وليکي ) پر تا مې کور خرڅ کړ ، او يا هغه ته خط ولېږي او مشتري (اخيستونکی ) د ايجاب له خبرېدو وروسته هغه قبول کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email