په ځینې هیوادونو کې د نوروز ورځې لمانځل کیږي او ورته ډیر عجیب او غریب چمتوالی نیول کیږي، او د ډیر تعجب او حیرانتیا ځای خو لا دادی چې نوروز په داسې هیوادونو کې هم لمانځل کیږي او لمانځ غونډې ورته نیول کیږي چې هغه د مسلمانانو سیمې او هیوادونه دي.

نوروز په اصل کې اور لمانځونکو یا عبادت کوونکو اختر دی، فقهاء کرامو  د نوروز د لمانځلو په هکله دا نظر لري چې، میلې نیول تعظیم او د دغې ورځې احترام انسان د کفر تر کچې رسوي او مسلمانانو ته پکار دي چې له دغه عمل څخه ځان وژغوري او په لمانځلو کې یې ګډون ونکړي.

د نوروز کلمه دا په اصل کې فارسي كلمه ده او د نوې ورځې په معنى ده، خو د مؤرخينو له انده نوموړې كلمه د نوبهار څخه را اوښتې ده يعنې په لومړيو كي نوبهار وو، د  وخت په تېريدو سره په نوروز باندې بدل شو.

او بل نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كې د هغه اور لمانځلو ځای نوم وو چې د زردشت اوذوالقرنين تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندې په بلخ كي جوړه شوه او په نوبهار باندې ونومول شوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځې لپاره نوم كېښودل شو چې دوی به د دغه اور لمانځلو عبادت ځای د پيل د ورځې د احترام په موخه لمانځل او د اور عبادت به يې پكې كولو او اختر به يې ورته ویلو،  د هغوی د خوښې لپاره دا نهه ورځې ځانګړې شوې وې او دارنګه هغوی به ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چې د زردشت او ذوالقرنين په دين كې پر دوی باندې حرام شوي ول. دارنګه د نوروز د تاريخ په هکله اسلامي مؤرخين لیکي:  نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندې پيل كړى او هركال به په بلخ، آذربايجان، ايران  او ځینې نورو سیمو كې به د اور  د عبادت كونكو لخوا لمانځل كېدلو.   رواه ابوداؤد کذا في المشکات لومړی ټوک، پاڼه (١٢٦)

زموږ د مسلک معتبر کتابونه د نوروز په هکله داسې لیکي: له دغې قاعدې څخه دا اخستنه کولی شو چې د نوروز لمانځل او هلته تګ راتګ باید ونشي.

القاعدة الثانية: اذا اجتمع الحلال و الحرام غلب الحرام. (حموي شرح اشباه و النظائر، جلد ۱  پاڼه  ۳۰۱).

کله چې حلال او حرام یو ځای را ټول شي، د حرمت خوا بیا غلبه پیدا کوي. پدې معنا چې مسلمانان باید له کولو د هغه ځانونه وژغوري.

شرح علي القاري علي كتاب الفاظ الكفر په  ۲۰۷  پاڼه کې لیکي: و من اهدي يوم النيروز الي انسان شيئا و اراد به تعظيم النيروز كفر.

څوک چې د نوروز په ورځ نورو خلکو ته د نوروز د لمانځلو پخاطر چاته سوغات ورکړي، هغه د اسلام له دایرې بهر دی.

همدارنګه ملاعلي قاري لیکي: و سأل المعلم النيروزيه و لم يعطه المسئول عنه، يخشي علي المعلم الكفر، و لو اعطي المسئول عنه، يخشي عليه الكفر.

که معلم له زده کوونکو څخه د نوروزي سوغات وغواړي، او زده کوونکی هغه شی ورته ورنکړي، نو په معلم د کفر ویره ده او زده کوونکی یې خبره ومني او هغه ورته ورکړي نو پر هغه هم د کفر ډار شتون لري..
د احنافو په سترو کتابونو کې، لکه: فتاوي بزاريه جلد ۶  پاڼه  ۳۳۳، خلاصه الفتاوی جلد ۴ پاڼه ۳۸۴، فتاوی  تاتارخانيه جلد ۵ پاڼه ۳۵۴، ټول په دغه خبره تاکید کوي چې د نوروز لمانځل او ارزښت ورکول او دارنګه چاته سوغات ورکول، دا ناروا او ناجایز دي په اسلام کې، ځکه په اسلام کې د اختر او خوښي ورځې معلومې دي لکه د لوی او کوچني اختر ورځې او مسلمانانو ته پکار ندی چې د مشرکینو په اخترونو کې ګډون وکړي یا د هغوی اخترونه ولمانځي. د ډیر تعجب ځای خو دادی چې ولې مشرکین د مسلمانانو اخترونه نه لمانځي چې موږ د هغوی اختر ولمانځو، که ومنو دا اختر زموږ پخوانیو نسلونو لمانځلی خو هغه وخت له اسلام څخه تر مخه وو بیا چې کله دلته اسلام راغلی او اسلام حاکم دی، نو چا یې د لمانځلو دعوه نده کړې البته ځینې کړۍ دغه لمانځل په بله معنی تعبیروي او دېته د افغانانو ملي عنعنه او رواج وایي، خو حقیقت دادی چې په دغه لمانځلو کې د ځینو هیوادونو ستر لاس دی او هغوی د نوروز په لمانځلو سره غواړي خپل کلتور او مذهب پر موږ او نور و تحمیل کړي.

د بزازیی عبارات پدې هکله په لاندې ډول دي: المسلم اذااهدی یوم النیـــزوز الی مــــسلم اخـــرشیأولم یردبه تعظیم ذالک الیومولکن جری علی ما اعـتاده بـعض الناس لایـکفر ولکن لاینبغی له ان یفعل ذالــــــک ویفعله قـــــــبله او بعده لان لایکون تشـــــبه ابــــاولئک. بل ځای لیـکي: (وماجرت العادة فی سمرقند بنصب امیر نوروز واجتماع الـــــناس و خروجهم الی اب رحمة واجتماعهم ثلاثه ایام واهدی الناس الی امیر نوروز فلاشـک انهماذاارادواتعظیم الیوم بذالک کفر): په سمرقند ښارکې دا رواج دی چـــې د نوروز لپــاره یو امـــیر ودروي او خلک امیر د نوروز  تـه سوغات وړاندې کوي، په دې کې کوم شک نشته چـې، کـــچیرې په دې سره د دوی اراده تعـــظیم ددغې ورځې وي، نو دا کفـــر ده لهــــذا د داســې خرابوونکو اعمالو څخه ډېر ځان ساتل پکار دي .

د نوروز اختر د اور پرستو مشرکينو اختر دی د هغه لمانځل ، د مبارکي ورکول ، د تحفو او سوغاتونو وړل جواز نه لري ، فتاوی قاضی خان يې په ډېرو سختو ټکو سره داسې ردوي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

مسلمانان باید د نورو قومونو له مشابهت او ورته والي څخه ځان وژغوري، رسول کریم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.( ابوداود: کتاب تنبیه الغافلین: ص: ۲۴۳ ). ژباړه: څوک چې د یو قوم سره مشابهت کوي نو دی هم د هغوی څخه دی. دا مشابهت او ورته والی که په عاداتو کې وي لباس سره وي یا هر ډول مشابهت وي په هغو منع راغلې.

کله چې يو مسلمان د کفارو سره د ژوند په مختلفو اړخونو کې مشابهت کوي او د هغوی د کلتور سره مينه پيدا کوي، نو دا ډول خلک بیا د خپلو اسلامي آدابو سره يې مينه نه پاتې کېږي او هم شخصيت يې په پردي تهذيب کې جذب کېږي او يو بې ثباته،  بې فرهنګه او بې هويته انسان ځنې جوړیږي. د دې کار پایله د يو مسلمان د دين او انسانيت  لپاره لوی زيان دی. مسلمانانو ته پکار دي چې خپلې اسلامي پيژندګلوي، اسلامي آداب او اخلاق، عادات او اعمال خپل کړي او خپل افغاني او اسلامي کلتور ته ژمن واوسي. د پردیو له ناروا تقلید څخه باید ټول ځانونه وژغورو، هو که د ټکنالوجي،ساینس او دنیوي جایز علومو په برخه کې له چا سره سیالي کول وي نو شریعت یې مخالفت نکوي او د ژوند د هوساینې او راحت لپاره له مثبت ټکنالوجي څخه ګټه پورته کول زموږ حق دی، خو زموږ هيواد تجربې، علم، ساينس، ټيکنالوجي او پرمختګ ته اړتيا لري؛ نه د پرديو مفکورو، رسم او رواجونو راوړلو یا خپلولو  ته.

اسلام كې د نوروز لمانځلو منعه راغلې او دارنګه په معاصر یا اوسني وخت کې خلک د کال نوې ورځې په خوښیو لکه میلې او جشنونو سره لمانځي او دا په اصل کې د زردشتیانو او مجوسیانو له اسلام څخه مخکې پيل کړی وو، خو کله چې د سلام دین په نړۍ کې روڼ وځلیدو او هغه وخت حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې دا دوه ورځې ولیدلې، لکه: یوه یې د نوروز په نامه وه او بله د مهرنجان په نامه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو ورځو لمانځلو څخه خلک منعه كړل او دوی ته يې وفرمايل : الله جل جلاله د دغو ورځو په بدل كې تر دغو غوره ورځې دركړي چې يوه د لوى اختر او بله  د كوچني اختر ورځ ده او په دې اړه حديث کې راځي:  عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر.

حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مدينې ته تشريف راوړ د مدينې خلکو په دوو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومې ورځې دي؟ دوی ورته وويل : موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره در بدلې کړي چې تردغو ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله دکوچني اختر ورځ ده. د پورتني حديث په تشريح کې اشعة اللمعات ليکي چې دغه ورځې  کومې چې د مدينې خلکو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه اوبله د مهرجان ورځ وه.

که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت يې ددې ورځې تعظيم او احترام وي، لکه: څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي. دارنګه د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت ډول ډول خوراکونه چمتو کول، هفت ميوه، ډالۍورکول، جامې اخستل او ورکول، رخصتى کول لکه خپل ورځني کارونه ځنډول او د نوروز خوښیو ته تلل قطاً حرام دي.

بيهقي په سنن الکبري کې له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت کړيده چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز ده ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على رضی الله عنه د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويده بيهقي وايی چې د کراهت وجه يې دا ده چې دا ورځ شريعت نده ځانګړې کړې او دوى يې له ځانه ځانګړي کوي او لمانځي یې.

د الله جل جلاله دغه آیت: وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ. سورة الفرقان ٧٢ تفسير ابن کثير ٣  جلد ٤٥٢، تفسیر قرطبي ١٣ جز،  مجموع الفتاوي   ٢٥جز ١٤٧ پاڼه کې  د ابن عباس، مجاهد ربيع بن انس، ابوالعاليه، طاوس ، ضحاک رضی الله عنه او ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی او په يو روايت کې له ابن عباس رضی الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي: ((د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي)) وګورئ [ تفسير ابن كثير  ج 3 او كتاب اقتضاء الصراط المستقيم  لومړی ټوک]

  که د نوروز په هکله هر ډول پلټنه وشي او هغه و څیړل شي نو دا یوه خبره ځنې را بهر کیږي چې؛ دا ورځې لمانځل یا خوښي پکې څرګندول دا د اسلام او مسلمانانو د خوښي ورځې ندي. نو مسلمانان باید له دغو کارو څخه ځان وژغوري او دا ورځې ونه لمانځي. ومن الله التوفیق

استاد انجنير نورالله خان احمدزوی

Print Friendly, PDF & Email