د سړو لپاره د سرو زرو استعمال روا دی ؟

 

   نــــــــــوم :نورحسن
 کولای شی چی د سره زرو استعمالد سړو لپاره راته معلومات راکړی چی استعمال ئی ورته رواه ده اوکنه او همدارنګه د سپينو زرو استعمال هم    .   په درنښت
 
د سړو لپاره د سرو زرو استعمال  حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي :
أبي موسى الأشعريِّ:
       أنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم قال: (حرَّمَ لباسُ الحريرِ والذَّهبُ على ذُكورِ أمَّتي وأحلَّ لأناثهِم  (ترمذی ) .
د ابی موسی الأشعری نه روايت دی چه رسول الله وفرمائل چه ځما د امت د سړو لپاره د وريښمو جامی او سره زر حرام ګرځولی شوی دی او ښځو دپاره حلال شوی دی. (ترمذی ).
 
ځنی علماء پدی نظر دی چه که يواځی د طلا رنګ ولری مثلا ساعت نو پروا نلری او که ټول سره زر يا ځنی برخې يې له سرو زرو جوړی شوی وي نو بيا حرام دي .
 
د غاښونو د يوی خرابۍ په سبب د سرو يا سپينو زرو پوښ ورکول روا دي او صرف د ښايست لپاره پوښ ورکول مکروه دی .
(فقه حنفی ابوالمختار په حواله د کفايت المفتی ج ۲ ص ۳۱۳ )
 
درالمختار ليکې چې ددی خبری دجواز لپاره يو دليل دادی چې ځنو فقهاؤ پخپله هم دغه ډول غاښونه لګول اوهم يې د غاښونو کلکول يا تړل د سرو او سپينو زرو په تارونو کړی دی (درالمختار ج۵ ص ۳۱۸).
 
او همدارنګه د سرو اوسپينو زرو په لوښو کې خوراک او څښاک حرام دی :
عن حذيفة رضي الله عنه قال:
نهانا النبي صلى الله عليه وسلم أن نشرب في آنية الذهب والفضة، وأن نأكل فيها، وعن لبس الحرير والديباج، وأن نجلس عليه (البخاری ).
له حذيفة (رض ) نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم 
مونږ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې د خوراک کولونه او د ديبا او وريښمو ( دواړه د ريښمو جامی دی ) اغوستلو نه منع کړی يو او په هغه باندې د ناستی نه یې هم منع کړی يو .
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 5 times, 1 visits today)