الله سبحانه وتعالی خپلو ياغي او سرکشه بنده ګانو ته په ډيره مهربانۍ سره خطاب کوي چې :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ )

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

مؤمنانو ته يې په توبه کولو حکم کړی دی :

[وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] (۳۱ النور )

مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددي دپاره چې کامياب شئ  .

الله سبحانه وتعالی د بنده په رجوع او توبه ډير خوشحاليږي :

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

هغه کسان چې قصداً يا د خطا او ناپوهۍ له وجې سود خوري يا سود ورکوي د الله سبحانه وتعالی څخه دې ووېريږي په دې لږ ګټه باندې خپله پانګه مه بربادوئ او په دې لږه ګټه باندې آخرت مه بربادوئ ځکه د سود خورو د پاره ډير سخت عذاب دی .

نور توبه وباسئ او د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې له جنګ کولو څخه لاس واخلئ ، اي عاجزه بنده ! د الله تعالی نيول ډير سخت دي.

توبه او د سود څخه خلاصون :

کله مو چې د سود څخه په کلکه صادقانه توبه وېستله خپله اصلي پاڼه مو واخلئ او سود يې مه اخلئ .

کچېرې مو مخکې سود خوړلی وي د سود د ګناه څخه د خلاصون په نيت نه د صدقې په نيت به هغه پر مسکينانو او فقيرانو وويشي .

لا يجوز لك بأي حال امتلاك الفوائد الربوية، والانتفاع بها على أي وجه من الوجوه، ويجب الإسراع في التخلص منها وصرفها إلى مصالح المسلمين المختلفة، وليس لك ثواب الصدقة في ذلك، وإنما تثاب من ناحيتين أخريين:

الأولى : التخلص من المال الحرام، والقذف به بعيداً عنك، ليبقى مالك حلالاً طاهراً، وحياتك منزهة عن هذا الحرام.

الثانية: أنك بهذا الفعل كنت وسيطاً في نقل المال ” الفوائد الربوية ” من المصرف ( البنك ) إلى جيوب الفقراء، خاصة إذا كان المصرف يتولاه جهة غير مسلمة، فبهذا تكون قد ساهمت في انتزاع هذا المال من أيدي غير مسلمة وجعلها في قبضة مصالح المسلمين. (المجلس الاسلامی لأفتاء – فتاوي البلدالحرام )

(ستا لپاره په هيڅ صورت روا نه ده چې د سود ګټه واخلې او د هغه څخه په کومه طريقه استفاده وکړې ، پر تا واجبه ده چې هغه د ګناه څخه د خلاصون په نيت د مسلمانانو په مصالحو ولګوي په دې کې تا ته د صدقې ثواب نشته بلکي دوه مقصده دي :

اول : د حرام مال څخه خلاصون او د حلال مال پاتې کېدل .

دوهم : د سودي بانک د ګتې پر ځای د فقيرانو جيبونو ته د ګټې انتقال ) .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/248) :

” المال الحرام كالمأخوذ غضبا أو سرقة أو رشوة أو ربا أو نحو ذلك ليس مملوكا لمن هو بيده , فلا تجب عليه زكاته ; لأن الزكاة تمليك , وغير المالك لا يكون منه تمليك ; ولأن الزكاة تطهر المزكي وتطهر المال المزكى لقوله تعالى : ( خذ من أموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم بها ) وقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( لا يقبل الله صدقة من غلول ) .

والمال الحرام كله خبث لا يطهر .

والواجب في المال الحرام رده إلى أصحابه إن أمكن معرفتهم وإلا وجب إخراجه كله عن ملكه على سبيل التخلص منه لا على سبيل التصدق به , وهذا متفق عليه بين أصحاب المذاهب .

( حرام مال لکه غصب ، سود ، رشوت او نور د چا ملکيت نشي کيدای او په هغه کې زکات واجب نه دی ځکه زکات په هغه څه کې واجب وي چې څه د چا په ملکيت کې وي ، ځکه زکات د زکات ورکونکي د پاره پاکې ده ، الله تعالی فرمايي : د دوی له مالونو څخه صدقه (زکات ) واخله څو دوی د هغې (صدقې ) له مخې پاک او برکتي کړې .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :الله د خبيث مال صدقه نه قبلوي .

نو واجب دی چې حرام مال به سړی د هغوی څښتنانو ته سپاري کچېرې د هغوی پېژندل ممکن وي او که ممکن نه وي نو د حرام مال څخه د خلاصون په نيت نه د صدقې په نيت به دغه مال په مستحقو کسان وويشي دا قول د مذاهبو تر مينځ متفق عليه دی) .

او که مو توبه ونه ايستله نو بيا د سخت دردونکي عذاب او خطرناکو پايلو لپاره خپل ځانونه چمتو کړئ ، دا دوې ورځې چړچې او عيش به داسې په منډه در باندې تېرې شي چې هيڅ به ورباندې پوه نشئ .

لقوله سبحانه وتعالی :

[فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ] (التوبة: ۷۴) .

ژباړه : (اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله (جل جلا له)  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email