د سود خوړلو او ورکولو سزا

د سود سزا :

سود خوړل ډيره لويه ګناه ده الله (جل جلا له ) د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول [: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ ] (البقرة:۲۷۹-۲۷۸) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله (جل جلا له) نه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

په حديث شريف کې راغلي دي چې :

دِرْهَمٌ رِبًا يَأْكُلُهُ الرَّجُلُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَشَدُّ مِنْ سِتَّةٍ وَثَلَاثِينَ زَنْيَةً) رواه أحمد -۲۱۴۵۰، و السلسلة الصحيحة -۱۰۳۳ وقال المنذري والهيثمي : رجاله رجال الصحيح) .

يعنې : د سود يو درهم چې کوم څوک خوري او دی ورباندې پوه وي ( چې دا سود دی ) د ۳۶ زناؤ څخه لويه او سخته ګناه ده .

همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي : چې سود خوړل اويا درجې لري کمه درجه يې داسې ده لکه د خپلې مور سره زنا کول

وقال أيضاً : الرِّبَا سَبْعُونَ حُوبًا أَيْسَرُهَا أَنْ يَنْكِحَ الرَّجُلُ أُمَّهُ) رواه ابن ماجه -۲۲۷۴، وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وقال المنذري : إسناده صحيح أو حسن ).
او حال داچې زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده :

لقوله سبحانه وتعالی:[وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ] ( الفرقان ۶۹-۶۸) .

ژباړه : او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

سود خوړل اصلاً کټه نه ده بلکي د خپلې پانګې تباهي ده .

لقوله سبحانه وتعالی:[يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ[ (البقرة :۲۷۶).

ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګناهکار نه خوښوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً