د سود تعريف :

سود په لغت کې زياتوالي او ګټې ته وايي او په شرعي اصطلاح کې سود عبارت له اضافه مال اخيستلو څخه دی چې په مقابل کې يې عوض نه وي په داسې ډول چې معامله د مال په مال سره وي (هدايه ج ۳ ص ۶۱ ) .

د سود ډولونه :

سود  په دوه ډوله دی :

۱- ربا النسيئة ( د پور سود ) .

۲- ربا الفضل ( د زيات اخيستلو) سود .

دواړه ډوله حرام سخته هلاکوونکی ګناه ده چه سختې خطرناکی پايلی لری .

۱- د پور يا قرض سود :

د پور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړي له هغه څخه زياتی پيسې واخلي يا د مودې په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی مثلاً يو کس چا ته زر روپۍ نغدې ورکوي يو کال وروسته د هغه څخه يونيم زر روپۍ اخلي.

جاء في الموسوعة الفقهية :

ربا النسيئة: وهو الزيادة التي يأخذها البائع من المشتري مقابل التأجيل كأن يعطيه ألفاً نقداً على أن يرده عليه بعد سنة ألفاً ومائة مثلاً.

دا ډول سود خطرناک ترين سود دی ځکه چې ضرر يې زيات دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافاً مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] (آل عمران/۱۳۰).

ژباړه : ای مؤمنانو ! څو څنده سود مه خورئ له الله څخه وډار شئ کيدای شي چې خلاصون به مو په برخه شي .

په نن عصر کې د بانک سود همدا ډول سود دی چه بانک د قرضدار په مثال وي چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکي ته د مودې يا مهلت له مخی ګټه ورکوي او يا خپله بانک نورو ته سودي قرضونه ورکوي او له هغوی څخه په ټاکلې فيصدی ګټه اخلي ، دا همغه د جاهليت د وخت سود ته ورته سود دی چې په کفري نړی کې له همغه وخته په ميراث پاتې دی ، له بده مرغه چې اوس په اسلامي امت کې د خرېدلو په درشل کې دی .

مسلمانان بايد دې ستر اقتصادی ناولی طوفان ته کلک متوجه وي ځکه چې دغه ناولی بازار هم د سړي پانګه له مينځه وړي او هم به په آخرت کې له سخت عذاب سره مخ کيږي .

۲- د زيات اخيستلو سود :

په راکړه ورکړه يا بيع کې سود هغه سود دی چې نغدې روپۍ په نغدو باندې چې جنس يې يو وي مثلاً افغانۍ په افغانۍ په زيادت سره تبادله شي يا د وزن او پيمانې وړ مال چه له يوه جنس څخه وي په زيادت سره تبادله شي او لاس په لاس نه وی .

جاء في الموسوعة الفقهية : ربا الفضل: وهو بيع النقود بالنقود أو الطعام بالطعام مع الزيادة.

ددې ډول سود د حرمت دليل لاندې حديث شريف دی :

عن عُبادَة َ بنِ الصّامِتِ قَال قَال رسول الله صلي الله عليه وسلم اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل ٍ سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه المسلم ).

ژباړه : له عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو زرو ،غنم په عنمو ،وربشې په وربشو، خرما په خرما ،مالګه په مالګه په بدل کی ده – يو شان برابر او لاس په لاس ، اوهر کله چه جنسونه سره مختلف وي نوڅنګه مو چه خوښه وي خرڅوئ ،په شرط ددې چه لاس په لاس وي .

يعنې: هغه مواد چه په جنس کی سره يوشان وی د تول او پيمانې وړ وي زيادت پکې حرام دی او راکړه ورکړه به لاس په لاس وي لکه غنم په غنمو که د يوه لوری غنم خراب هم وی نو زيادت پکې حرام دی .

او که اجناس سره  فرق ولري لکه غنم په وربشو نو د دواړو طرفو په خوښه او موافقه زيادت پکی رواه دی ولی مهلت پکی حرام دی لاس په لاس به وي .

د امام ابوحنيفه په نزد علاوه له دغو شپږګونو موادو کوم چه په حديث شريف کی ذکر شول نور مواد چه د وزن او پيمانې وړ وي له يوه جنسه وي زيادت پکې حرام دی لاس په لاس به وی.

او که د تول او پيمانی وړهم نه وي په جنس کی هم سره برابر نه وي نو بيا زيادت او مهلت دواړه پکې رواه دي چې د دواړو طرفو په خوښه وي .

په نغدو پيسو کې سود داسې دی چې يو کس بل چا ته سلګون نوټ ورکړي او په مقابل يې له هغه څخه يوسل او لس افغانئ لسګون نوټونه واخلي دغه لس افغانۍ زياتوالی سود دی ځکه د نوټ جنس يو شان دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ولا تبيعوا الورِق بالورِق إلاَّ مِثلاً بمِثل…)رواه البخاري -۲۱۷۷ و مسلم –۱۵۸۴) .

ژباړه : سپين زر به په سپينو زرو ( نوټونه به په نوټونو ) نه تبادله کوئ مګر دا چې يو شان وي او مساوي وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email