د الله تعالی له طرفه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونه د نزول يو هدف په ځمکه کې د عدل قايمول او د ظلم مخنيوی دی :
الله تبارک وتعالی فرمايي : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵).
ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړي ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .
په ظلم او نا حقه سره د هيڅ چا مال اخيستل جايز نه دي :
[وَلا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ ] (الاعراف ۸۵) .
يعنې : خلکو ته د دوی شيان مه کموئ .
و قوله سبحانه و تعالی : [وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ..]( البقره ۱۸۸ )
يعنې :په خپلو منځو کې په ناحقه يو د بل مال مه خورئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :كل المسلم على المسلم حرام دمه وماله وعرضه ( أخرجه المسلم ).
يعنې : هر مسلمان ته د بل مسلمان وينه ، مال ، آبرو او عزت حرام دي .
او فرمايي : ( لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفس ). ( أخرجه أحمد والدارقطني والبيهقي وهو حديث صحيح ) .
يعنې : د مسلمان مال حرام دی مګر دا چې هغه اجازه وکړي .
آن لاين اسلامي لارښود