محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وبعد: پوښتنه می دا ده چه په ټول جهان کی د مزدور د مزدوری ټاکلي موده اته ساعته ده، که چیرته مالک ورباندی جبراً د اتو ساعتونو نه زیات کار ورباندی کوي او پیسسی د اتو ساعتونو ورکوي نو که په دی صورت کی مزدور د مالک نه د اتو ساعتونو نه د اضافي ساعتونو پیسی د مالک نه په غیاب کی واخلي نو کوم جرم خو به نه وي. د دی متعلق دقیق جواب غواړم. والسلام

لطيف افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الحيم

د ورځې کاري موده د هر هيواد او سيمې په عرف او رواج او يا هم د ملک او اجير (مزدور) په ټاکلو او تعين پورې اړه لري ، کچېرې مالک د مزدور څخه زيات کار واخلی نو بايد مزدور ته د اضافه کاری اجرت ورکړي که يې ورنه کړي د مزدور په حق کې ظلم دی .

مزدور د خپلې اضافه کاری او اجرت غوښتلو حق لري مګر د خيانت په مقابل کې خيانت جايز نه دی .

نبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ (رواه الترمذي -1264)

يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email