۱- صالح نيت :

تجاره وروره ! خپل نيت دې د حلال رزق طلب او د حرامو څخه د ځان او اولاد د نجات سبب وګرځوه او خپل دغه عمل د الله تعالی د رضايت وسيله وګرځوه ، صالح نيت ددې سبب کيږي چې د بنده د پاره عادي کارونه هم عبادت وشمېرل شي او بنده د هغه په وسيله الله تعالی ته نږدې شي ځکه په حديث شريف کې راغلي دي :إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى (البخاري ) .

يعنې : د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي .

۲- بازار ته د داخلېدو په وخت کې ذکر کول :

حضرت عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من دخل السوق فقال لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير، كتب الله له ألف ألف حسنة، ومحا عنه ألف ألف سيئة، ورفع له ألف ألفدرجة)رواه الترمذي وابن ماجة. وقال المنذري: (وإسناده حسن متصل ورواته ثقات أثبات، الترغيب والترهيب ۲/۵۱۷، وحسنه العلامة الألباني في صحيح الترغيب والترهيب۲/۳۰۹).
ژباړه : څوک چې بازار ته داخليږي داسې به وايي :لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير، وهو على كل شيء قدير ، الله تعالی به ده لره زر زر نيکۍ وليکي ، او له ده څخه به زر زر بدۍ لري کړي او زر زر درجې به يې لوړې کړي .

۳- په خرڅولو او اخيستلو کې نرمه رويه او سلوک ( د سخت ګيري ترک) :

مسلمان تجار به په تجارت کې له خلکو سره نرمه رويه کوي .

د جابر رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : رحم الله رجلاً سمحاً إذا باع وإذا اشترى وإذا اقتضى (رواه البخاري) .

يعنې : الله تعالی دې پر هغه سړي رحم وکړي چې په خرڅولو ، اخيستلو او خپل حق غوښتلو (د قرض په غوښتلو) کې آساني او نرم سلوک کوي .

همدارنګه د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :إن الله يحب سمح البيع سمح الشراء سمح القضاء( رواه الترمذي و صحيح الترغيب والترهيب ۲/۳۲۷) .
يعنې : الله تعالی هغه خرڅول او اخيستل او حق غوښتل خوښوي چې په هغه کې نرمه رويه او آسانګيري وي .

۴- په معامله کې امانتداري او صداقت :

اصلاً د مسلمان لوی صفت صدق او امانتداري ده مسلمان هيڅکله خاين صفته او غل صفته نشي کيدای مسلمان به په ټولو امورو کې د صدق او امانت خيال کوي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ](التوبة ۱۱۹).

ژباړه : ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ.

او همدارنګه فرمايي : [إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا](الأحزاب الآية ۳۵).

ژباړه :يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) مغفرت او لوی اجر (جنت) دی .

د ابن مسعود رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وإن الرجل ليصدق حتى يكتب عند الله صديقاً وإن الكذب يهدي إلى الفجور وإن الفجور يهدي إلى النار وإن والرجل ليكذب حتى يكتب عند الله كذاباً (رواه البخاري والمسلم).

ژباړه : يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي تر دې پورې چې رښتيا ويونکی سړی د الله په نزد صديق وليکل شي ، او یقيناً چې درواغ سړی د بدو کارونو طرف ته بيايي او بد کارونه سړی د اور طرف ته بيايي تر دې پورې چې درواغ ويونکی سړی د الله په نزد درواجن وليکل شي .

د مسلمان تجار اصل مطلب صدق وي ، په حديث شريف کې راغلي دي چې :البيِّعان بالخيار ما لم يتفرقا فإن صدقا وبينا بورك لهما في بيعهما وإن كذبا وكتما محق بركة بيعهما ( رواه البخاري) .

ژباړه : خرڅونکی او اخيستونکې څو پورې چې يو له بله نه وي جلا شوي د معاملی د فسخې حق لري او زياته يې کړه : که هغوی رښتيا ووايي او د جنس عيب بيان کړي نو د هغوی په معامله کې به خير او برکت وي او که د جنس عيب پټ کړي او درواغ ووايي د هغوی معامله به بې برکته وي .

۵- ښه اخلاق :

مسلمان تجار به په معامله کې ښه اخلاق کوي ځکه ښه اخلاق د تجار د پاره د دنيا او آخرت ګټه ده ، د دنيا ګټه يې دا ده چې کوم تجار ښه اخلاق ولري د هغه به ډير مشتريان وي او ډير خلک به د هغه سره معامله کوي او د آخرت ګټه يې دا ده لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلي دي : : مَا مِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبد المُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (الترمذی و صحيح الجامع ).

ژباړه : د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی او بې حياء خبرې کونکی بد ګڼي) .

تاسې ته به معلومه وي چې د اسلام په شروع کې ډير خلک د تجارانو د نيک سلوک او ښو اخلاقو په وجه مسلمان شوي دي .

۶- په وزن او اندازه کې عدل کول :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ]( الأنعام الآية ۱۵۲).

ژباړه : او پوره کوئ تاسې پيمانه او تول په عدل او انصاف سره .

او فرمايي: [وَيْلٌ لِلْمُطَفِّفِينَ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ لِيَوْمٍ عَظِيمٍ يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ](المطففين الآيات ۶-۱).

ژباړه : هلاکت او تباهي ده کم کوونکو لره هغوی چې له خلکو څه پيمانه کوي نو پوره يې اخلي او چې نورو ته يې پيمانه ورکوي يا يې ورتلي نو کمې پکې کوي آيا په دې باور نلري چې : راپورته به کړای شي يوې لويي ورځې ته په دې ورځ به ټول خلک د رب العالمين په وړاندې ودريږي .
۷- پخپل عهد وفا کول :

: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَءَامَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ] (المائده ) .

ژباړه : ای مؤمنانو پر خپلو وعدو وفا کوئ .

په وعده وفا کول د مسلمان ستر صفت دی

وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (المومنون ۸) .

ژباړه : او هغه کسان (کامياب شول ) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي .

د وعدې مخالفت کول د منافقت نښه ده ، په حديث شريف راغلي دي : عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان). البخاري ) .

ژباړه : له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : د منافق دری نښې دي : چې کله خبرې کوي دروغ وايي ، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي .

۸- د پښېمانه کس څخه په ښه شان خپل مال اخيستل :

که څوک په معامله کې پښېمانه شي نو د هغه څخه په ښه شان او ښه رويه خپل جنس او مال اخيستل په کار دي ځکه چې داسې کول ثواب لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من أقال مسلماً أقاله الله عثرته يوم القيامة (رواه أحمد وأبو داود وابن ماجة والحاكم وصححه ووافقه الذهبي) .

يعنې : چا چې په ښه شان د مسلمان ورور د هغه د پښېمانتيا په صورت کې معامله فسخه کړه ، الله تعالی به يې د قيامت په ورځ له سختۍ نه وساتي او ګناه به يې لرې کړي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم رحم کوونکو ته داسې دعا کړې ده :

اللهم من رفق بأمتي فارفق به، ومن شق عليهم فشق عليه ( رواه أحمد والمسلم والنسائي) .

ژباړه : ای الله ! څوک چې زما د امتيانو سره مهرباني او ترحم کوي ته د هغه سره مهرباني وکړي او څوک چې بده رويه ورسره کوي ته د هغه جزا ورکړې .

۹- د ډيرو قسمونو څخه ډډه کول :

مسلمان تجار به په معاملاتو کې ډير قسمونه نه اخلي که څه په رښتيا سره وي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَلا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ (البقرة ۲۲۴ ) .

ژباړه : او تاسې د الله نوم د خپلو قسمونو لپاره نښه مه ګرځوئ ، چې نيکي به کوئ ، پرهيزکاري به کوئ او د خلکو په مينځ کې به روغه جوړه راولئ .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إياكم وكثرة الحلف في البيع فإنه ينفق ثم يمحق( رواه المسلم).

يعنې : په تجارت کې د ډير قسم يادولو څخه پرهيز وکړئ ځکه چې ( ډير قسمونه يادول ) بيعې ته فائده لري مګر وروسته یې ګټه ختموي يا داسې چې تجارت رواجوي مګر وروسته يې ختموي .

۱۰- د فريب او دوکې څخه ځان ساتل:

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من غشنا فليس مني (رواه البخاري والمسلم) ، يعنې : څوک چې مونږ ته فريب راکوي له مونږ (زما د امت ) څخه نه دی .

۱۱- په مال کې به عيب نه پټوې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: المسلم أخو المسلم ولا يحل لمسلم إذا باع من أخيه بيعاً فيه عيب أن لا يبينه ( رواه أحمد وابن ماجة والطبراني في الكبير،و صحيح الترغيب والترهيب ۲/۳۳۸).
ژباړه : مسلمان د مسلمان ورور دی ، مسلمان ته دا رواه نه ده چې کله يې له مسلمان ورور څخه څه مال اخلي او په هغه کې عيب وي خو دی هغه عيب بيان نه کړي .

۱۲- د حلال رزق د حصول اسباب په نظر کې نيول :

د ډيرو کسانو په ذهن کې دا را ګرځي چې زه څنګه خپل حلال کسب ته پراخي ورکړم او په څه طريقه زما زرق پراخه او د رزق حاصلول آسانه وي د حلال زرق د حاصلولو اسباب په لاندې ډول دي :

الف) :د حلال رزق د اسبابو طلب کې کوښښ کول لکه : زراعت ، تجارت ، صناعت او نور حلال او مباح کسبونه کوم چې الله تعالی د انسان د پاره مقدر کړي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ](الملك: ۱۵).

ژباړه : الله هغه ذات دی چې : ځمکه يې ستاسې په واک درکړې ده ، نو په کونجونو او څنډو کې يې وګرځئ او د الله روزي وخورئ او بيرته همغه ته مو ورتګ دی .

ب ) :د الله تعالی تقوا ، د اسلامي شريعت د احکامو عملي کول اود ناروا کارونو څخه ځان ساتل ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ](الطلاق: ۲، ۳) .

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي .

مطلب دا چې هر کس د الله تعالی تقوا اختيار کړه هغه ته به مشکلات او سختۍ آسانه کړي او همدارنګه د رزق طلب به ورته آسانه کړي او د داسې لارې به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي يعنې هغه طرف يې په پلان کې هيڅ نه وي .

ت ) :ډير ډير استغفار کول ، لکه څنګه چې الله تعالی د خپل رسول او نبي نوح عليه السلام په اړه داسې فرمايي :[ فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا * يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا](نوح: ۹-۱۲).

ژباړه : او ورته مې وويل : له خپل رب څخه بښنه وغواړئ بيشکه چې هغه ډير بښونکی دی ، هغه به په تاسې له پاسه څخه بارانونه ووروي ، په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به درکړي او ويالې به درته تاندې کړي .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجا ومن كل ضيق مخرجا ورزقه من حيث لا يحتسب» (رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه والبيهقي والحاكم وصححه).
يعنې : چا چې پر ځان باندې استغفار کول لازم کړل ، الله تعالی به ده ته د ټولو سختيو او مصيبتونه څخه د وتلو لارې آسانه کړي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي .

ث): يوازې پر الله تعالی باندې توکل کول ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُهُ](الطلاق: ۳).

ژباړه : او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا)( ابن ماجه ، الترمذی او احمد )

ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې .

 چا چې  پر الله تعالی توکل وکړ خپل مطلب او مقصد ته به ورسيږي .

ج): – د رزق د حصول او طلب د پاره دعا کول ځکه چې الله تعالی رزاق ذو القوة المتين دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ](غافر: ۶۰) .

ژباړه : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم .

د رزق د طلب د پاره داسې دعاګانې کوئ :

يا رزاق ارزقني وأنت خير الرازقين ( ای روزي ورکوونکيه ! ما ته روزې راکړه او ته غوره روزي ورکونکی يې ) .

اللهم إني اسألك رزقا طيبا واسعا ( الله ! زه ستا څخه سوال کوم د حلال او پراخه زرق ) .

اللهم اكفني بحلالك عن حرامك  ( ای الله ! د ما د پاره حلال رزق کافي ورګرځوي او د حرامو مې وساتي

ح ): – د الله تعالی حمد او شکر ځکه په هر نعمت کې چې شکر وي د هغه د زيادت سبب ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ](إبراهيم: ۷) .

ژباړه : او هغه وخت را ياد کړئ چې رب مو اعلان وکړ چې که تاسې شکر وکړ نو خامخا به زه لورينه در زياته او که نا شکري مو وکړه نو زما عذاب ډير سخت دی .

خبردارئ : انسان په طبيعت کې غنا او مال خوښوي او د فقر نه يې کرکه کيږي ، لکن لږ مال تر ډير مال نه غوره دی ، او دا چې مال له حلالو او حرامو ډير جمع شي آخر به د هغه وارثانو ته پاتې کيږي لکن ځواب به يې دی ورکوي او د ده څخه دا پوښتنه کيږي چې : [من أين اكتسبه وفيم أنفقه] يعنې : مال دې له کومې لارې حاصل کړی ؤ او په څه کې دې لګولی ؤ .

اصلاً د کاميابۍ رزق هغه دی چې حاجت ورباندې رفع شي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«قد أفلح من أسلم ورزق كفافا وقنعه الله بما آتاه» (رواه أحمد والمسلم والترمذي وابن ماجة عن عبد الله بن عمرو ورمز السيوطي لصحته ).

ژباړه : کامياب دی هغه څوک چې ايمان يې راوړ ، او په قدر د ضرورت ورته رزق ورکړ شو او الله تعالی پرې صبر ورکړ .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ليس الغنا عن کثرة العرض و لکن الغنی غنی النفس (متفق عليه ) ، يعنې : ډير مال او اسبابو لرل ماداري نه ده . اصل مالداري د زړه غنا ده .

د زيات مال د جمع کولو حرص نه دی په کار ځکه د لږ مال حساب ورکول آسانه دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا * وَالآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى](الأعلى: ۱۶، ۱۷).

ژباړه : بلکي تاسې خوښوئ ژوند د دنيا ( تاسې د دنيا ژوند ته ډيره پاملرنه کوئ ) ، حال دا چې اخروي ژوند ډير غوره او تل پاتې دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

ژباړه: څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله (جل جلا له)  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله (جل جلا له)  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي .

 خ) – انفاق فی سبيل الله ، خپل مال د الله تعالی په لاره کې لګول (زکات ، صدقات ) ورکول ، ځکه په کوم مال چې انفاق وي په هغه کې برکت وي له بلاؤ او آفاتو نه په امن وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: ۱۴۴۲)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله (جل جلا له ) ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله (جل جلا له)  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email