کفار او منافقين ولې اسلامي حجاب جبر ګڼې

په غور يې تر پايه ولولئ که تر دې هم ناتوانه وئ نو بيا له سره مه لولئ
په کابل کې يوې شيطاني ډلګۍ پر اسلامي حجاب نيوکه وکړه
د نن ټکې اسيا د خبر په حواله پرون په کابل کې يوې شيطاني ډلګۍ پر اسلامي حجاب نيوکه وکړه او دغه ملعونې ډلې ويل چې چادري پر ښځو تپل شوی جبر دی .
چادري مکمل حجاب دی او د اسلامي حجاب ټول شرائط پکې موجود دي دا د کفر شيطاني فورمول دی چې د خلکو د غولولو او تيرايستلو لپاره يې چادري عنوان کړې ده که نه په اصل کې د هغوی هدف د هر ډول پردې او حجاب له مينځه وړل دي هغه که چادري يا اوسني حجاب دی ځکه په ځنو کفري او سکولر ملکونو چې پر اسلامي حجاب بنديز لګول شوی دی هلته خو د چادری د حجاب پر ځای بل قسم حجاب دی .
نو واضح شوه چې د هغوی هدف د پردې او حجاب له مينځه وړل دي هغه حجاب چې په اسلامي احکامو برابر وي .
……………………………..
اسلامي حجاب مسلمانو ښځو ته د الله سبحانه وتعالی فرض حکم دی چې منکر کافر او مرتد او ترک کبيره ګناه ده .
لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) احزاب .
ژباړه: ای نبي ! خپلو ميرمنو ،لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان جلابیب (لوی چادر) خواره کړﺉ دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيژندل شي او و نه ځورول شي الله بخښونکې او مهربان دی .
………………………………
کفارو ، منافين او مرتدين ولې اسلامي حجاب جبر ګڼې ؟
مسلمانانو وروڼو او خويندو !
دا د تعجب خبره نه ده چې نن کفار ، منافقين او مرتدين اسلامي حجاب جبر او تپل شوی شی بولي ځکه څوک چې ايمان نلري هغوی حيا نلري نن تاسې وينئ چې ډيرو کفارو ښځو پرتوګونه غورځولی دي او لوڅې دي که څه هم انسان فطرتاً داسې پيدا شوی چې هغه به په جامه پټ وي خو هغوی د انسانيت څخه تر حيوانيت هم پست او رزيل شوي دي دا ځکه چې حيا نلري حتی د پرتوګ په ايستلو هم نه شرميږي نو داسې پستو او رزيلو انسانانو ته به اسلامي حجاب جبر نه ښکاري ؟
دا چې د ايمان سره حيا تړل شوی ده ، مسلمانه ښځه د ځان ټوټې ټوټې کېدل غواړي خو د خلکو په مخ کې د ځان لوڅول نه غواړي ولې ؟ د ايمان او توحيد قوت ور سره دی آيا همداسې نه ده ؟ اې مسلمانانو خويندو !
څه وخت مخکې يوې روسی ښځې ايمان راوړلو او د کور څخه د اول ځل وتلو پر مهال يې د بازار په مينځ کې خپل خاوند ته تاسې وويل :[
زه چې اوس هر تجارتي ځای ته ورځم د خلکو سترګې مې بدن دردوي داسې چې بدن مې غواړي پارچه پارچه او ټوټه ټوټه شي نو بايد خپل بدن پټ کړمه او بايد زما بدن فقط خپل خاوند وويني او بس زه به له دغه بازار څخه ونه وځم مګر په حجاب کې .
د هغه فلسطينی خاوند خالد وایي : په الله (جل جلاله) قسم مجبور شوم تر څو هغه ته حجاب واخلم تر څو هغه خپل ځان پټ کړي، واقعاً چې حيا د ايمان برخه ده ، په کوم بدن کې چې ايمان وي په هغه کې حيا هم وي ] .
افسوس خبره څه ده !!!
د افسوس او حرانتيا خبره دا ده چې اوس داسې کسانو ته پاتې شوو چې  په ښکاره او علني توګه د اسلامي شعائرو سپکاوی کيږي   .
نور به ان شآء الله دا ډول اعمال د اسلام پر ضد هيڅ منفي اثر ونلري بلکي د مسلمانانو د ويښتيا او بېداری ځواک به نور هم قوي کړي او د کفارو او د هغوی د خسيسو اجيرانو څخه نفرت به نور هم زيات شي .
سره لدې چې کفارو په دې لاره کې پوره کوښښ کړی دی خو نن هم الحمدلله په پايتخت کې تقريباً ۸۵٪ ښځې په مکمل حجاب کې د باندې وځې د ۱۰-۱۵ فيصده هغه ښځې دي چې دوی د پخواني کمونيست او اوسني سکولر ښکار شوی دي چې هغوی په څه نيمه حجاب کې د نارينه سره مختلط کار کوي ، هيڅ ښځه ددې جرأت نشي کولای چې لوڅه ووځي .
مسلمانانو خويندو ته مې دا نصيحت دی چې د حجاب او ستر په باره کې نور هم کوښښ وکړئ ، ستاسو همدا سنګر دی د ټولو شيطاني فتنو پر وړاندې آګا او با خبره اوسئ او د خپل سنګر او خپل کلک سکندري ديوال (حجاب) ساتنه وکړئ .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً