تجارت او د هغه فضيلت

تجارت

د تجارت تعريف : تجارت په لغت کې ګټې ته وايي ، تجارت ته په شريعت کې بيع هم وايي ، بيع په لغت کې تبادلې (د مال راکړې ورکړې) ته وايي .

د شريعت په اصطلاح کې په حلاله طريقه او د طرفينو په رضامندۍ خرڅولو او اخيستلو يا معاملاتو ته تجارت وايي .

د تجارت فضيلت :

د تجارت د فضيلت د پاره دا هم کفايت کوي چې تجارت ته په قرآنکريم کې د الله تعالی فضل ويل شوی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَآخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِي الأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ] ( مزمل ۲۰ ) .

ژباړه : او (ځنې ) نور د تاسې به سفر کوي ( لپاره د تجارت او معاملاتو) په ځمکه کې او لټوي به دوی (رزق ) له فضله د الله .

او فرمايي :[فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَةُ فَانتَشِرُوا فِي الأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ] (الجمعه ۱۰ ) .

ژباړه :هر کله چې ادا کړ شي لمونځ (د جمعې ) نو خواره شئ تاسې په ځمکه کې او ولټوئ تاسې له فضله د الله ( د بيع ، تجارت او معاملاتو د پاره خواره شئ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ (البخاری ۲۰۷۲ )

يعنې : ددې نه ښه روزي بله نشته چې سړی يې پخپل لاس په زحمت سره حاصله کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : طلب کسب الحلال فريضة بعد الفريضة (رواه البيهقي ) .

يعنې : حلال کسب لاس ته راوړل د فرضو نه پس فرض دی .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشو چې کوم کسب پاک دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

عمل الرجل بيده و کل بيع مبرور) خرجه البزار وصححه الحاكم( .

يعنې : د سړي د لاس کار او هغه پيرودل او پلورل چې په هغه کې خيانت نه وي.

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إن أطيب الكسب، كسب التجار، الذين إذا حدثوا لم يكذبوا، وإذا ائتمنوا لم يخونوا، وإذا وعدوا لم يخلفوا، وإذا اشتروا لم يذموا، وإذا باعوا لم يصروا، وإذا كان عليهم لم يمطلوا، وإذا كان لهم لم يعسروا (البيهقي، الجامع الصغير السيوطي ) .
ژباړه:په کسبونو کې غوره کسب تجارت دی ، هغه تجارت چې د خبرو پر مهال دروغ نه وايي ، په امانت کې خيانت نه کوي ، په وعده وفا کوي ، د خپل قرض په ادا کولو کې مشکل نه جوړوي په غوښتولو کې سخت ګير نه وي ، د خرڅولو په وخت کې په صفت کولو کې مبالغه نه کوي ( بې ځای صفت نه کوي ) ، او د خرڅولو پر مهال د نورو بد نه وايي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً