د فقه د زده کولو اهميت :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (۳۱۱۶البخاري ) .

    يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

همدارنګه فرمايي : خِيَارُهُمْ فِي الْجَاهِلِيَّةِ خِيَارُهُمْ فِي الاسْلامِ إِذَا فَقُهُوا (البخاري ۳۳۳۵ )

يعنې :هغه چې په جاهليت کې ښه خلک وو ، په اسلام کې به هم ښه خلک وي که چېرې ديني پوهه ولري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم به ابن عباس رضی الله عنه ته دا دعا کوله (اللهمَّ فقِّهْهُ في الدِّين، وعلِّمه التأويل) .

يعنې : ای الله ! په دين کې پوهه ورکړې فقهې يې وګرځوې او د درک او تفسير علم ورکړې .

کله چې مسلمان د اسلامي شريعت له احکامو (حلال او حرام ) څخه خبر شي نو هيڅکله هم د اسلامي شريعت احکام نه ماتوي که چيرې د کوم حکم په ماتولو مرتکب شي نو خپل ځان ډير ګناهکار او قاصر حسابوي او توبه باسي ځکه چې ده ته علم وي چې زه په منکر او ناروا کار کې مبتلاء يم ، ولی که چا ته علم نه وي هغه ته د حلالو او حرامو فرق نه کيږي ، هغه به ګمان کوي چې ما کې څه نقصان نشته او توبه نه باسي حال دا چې هغه به په ډيرو نارواه کارونو مبتلاء وي که چېرې بې توبې کولو مړ شي خاتمه به يې خطرناکه وي .

آن لاين اسلامي لاښود

Print Friendly, PDF & Email