معاملات

پخوا له دې چې فقه معاملات ته داخل شو ښه به دا وي چې د اسلامي فقه د پيدايښت تاريخ، تعريف او اهميت بيان کړو په عمومي توګه فقه په دوه برخو ويشل شوې ده :

فقه القلوب يا فقه أکبر :چې عبارت د علم عقائد څخه ده .

فقه الفروغ يا فقه الجوارح :چې د دين د احکامو (حلال او حرام) څخه بحث کوي .

فقه الفروع يا فقه الجوارح په څلورو قسمونو ويشل شوې ده :

۱- عبادات

۲- معاملات

۳- نکاح

۴- د قضاء او جناياتو احکام

مګر ابن عابدين رحمه الله نکاح هم په معاملاتو کې شمارې او فقه الفروع په دری قسمو ويشي :

۱- عبادات

۲- معاملات

۳- د حدودو او جناياتو احکام

د اسلامي فقه تاريخ :

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې به خلکو خپلې پوښتنې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کولی قرآنکريم به نازلېدو او د هغوی د پوښتنو ځوابونه د وحي په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ښودل کېدل .

الله جل جلا له فرمايي :[يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ] (النسآء ) .

يعنې : طلب د فتوی کوي دوی له تا نه (ای محمده ! د کلالی په باره کې ) نو ووايه چه الله فتوی درکوي تاسې ته په (ميراث ) د کلالی کې .

يا لکه د ظهار د مسئلې په باره کې يوې ښځې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه د هغې په ځواب کې د سورت مجادلة لومړي آيتونه نازل شول او داسې نور …

رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرعي نصوصو او بيان د پاره يوه ډله صحابه رضی الله عنهم و ټاکل چې ځنې اهل علم يې څوارلس کسان بولي او ځنې يې تر هغه زيات بولې د هغوی په رأس کې معلم الناس صلی الله عليه وسلم وو ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د مسائلو اختلافات نه وو ځکه چې ټول مسائل به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کېدل .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته صحابه کرامو رضی الله عنهم په نړۍ کې د دعوت او جهاد د پاره تيت شول اسلام مختلفو قومونو او مختلفو ژبو واله خلکو ته ورسید .

او صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولې چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ، د دغو صحابه کرامو شمير ځنې اهل علم تر زرو کسانو زیات بولي ابن قيم رحمه الله وايي د دغو صحابه کرامو شميره اوه کسان وو لکه : عمر بن الخطاب ، علي بن أبي طالب ، عبدالله بن مسعود ، عائشة أم المؤمنين ، زيد بن ثابت ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهم جميعا .

او د دغو صحابه کرامو رايې او نظريې ته به يې مذهب فلان او فلان ويل لکه :

 مذهب عائشة رضی الله عنها

مذهب عبد الله بن عمر رضی الله عنه

مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه

مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه  او نور ……

همدارنګه په تابعينو کي مذهب : د سعيد بن المسيب ،عروة بن الزبير ،القاسم بن محمد ،خارجة بن زيد ، أبو بكر بن عبد الرحمن بن حارث بن هشام ،سليمان بن يسار اوعبيد الله بن عبد الله بن عتبة بن مسعود وو، او د دوی مبارکانو په وسليه د دين پوهه عالم ته ورسېده ، د شرعي علومو استاذان او زده کوونکي زيات شول ، د هغوی مبارکانو وروسته به هر چا د ديني مسائلو په استنباط کې مداخله کوله او په اسلامې امت کې زيات اختلافات رامينځته شول ، وروسته الله (جل جلا له ) پخپل فضل د دين د حفاظت د پاره د ډيرې لوړې تقوی او پوره احتياط او لوړ ادراک او فهم واله علماء کرام را مينځته کړل او هغوی د قرآن او حديث څخه په ډير احتياط ، لوړ فهم او ادراک سره مسائل ترتيب کړل چې څلور اسلامې فقهې يا څلور مذاهب بلل کيږي کوم چې د ټول امت ور باندې اتفاق دی .

چې دا څلور مذاهب په لاندې ډول دي :

– المذهب يا الفقه الحنفي

– المذهب المالكي

– المذهب الشافعي

– المذهب الحنبلي

دا مذاهب د تابعينو له دور څخه شروع شوی دي تر نن ورځې او په دې مذاهبو يا اسلامي فقهې باندې د ټول امت اتفاق دی .

شيخ محمد صالح المنجد د تاريخ الفقه الإسلامي لعمر بن سليمان الأشقر په حواله ليکي :

والمشهور من هذه المذاهب اليوم إلا أربعة مذاهب منتشرة وهي : المذهب الحنفي ، والمذهب المالكي ، والمذهب الشافعي ، والمذهب الحنبلي . وهي مذاهب يتفق أصحابها في أكثر الأمور وأهمها من الدين ، والخلافات حصلت في فهمهم و ما وصل إليهم من الأدلة في بعض فرعيات المسائل وكلهم على خير رحمهم الله تعالى . ثم تطور كل مذهب منها بما يطول ذكره حتى وصل الأمر إلى ما الناس عليه اليوم من وجود كتب لكل مذهب يحوي مسائله وطرائق الاستنباط والاستدلال ، ووجد في الأئمة بحمد الله مجتهدون يستخرجون الأحكام في النوازل والمسائل العصرية والمستجدة بما آتاهم الله من الفقه والفهم مستعملين الاجتهاد والقياس وقواعد المصالح الشرعية وكلام العلماء السابقين وأصول الفقه الإسلامي .

فبقي الفقه غنياً بحمد الله ، مستوعباً لجميع مسائل الحياة التي يحتاجها المسلمون .

ولا يمكن أن يخلو عصر من العصور من قائم لله بالحجة يعرف الحق ويستنبطه ، وبعموم هؤلاء لا يمكن أن تجتمع الأمة على ضلاله . فنسأل الله أن يفقهنا في دينه ويرزقنا العلم والعمل الصالح . والله تعالى أعلم .

(موقع الأسلام سوال جواب -تاريخ الفقه الإسلامي لعمر بن سليمان الأشقر)

د فقه تعريف :

فقه په لغت کې پوهې ته وايي او په اصطلاح کې د شرعي نصوصو په رڼا کې د شرعي احکامو (حلال او حرام ) تفصلي بيان ته فقه وايي .

موقع آن لاين اسلامي لارښود

نشر أحکام الاسلامي في العالم الأفغانية

Print Friendly, PDF & Email