ميزان صرفي

د ميزان صرفي په وسيله د کلماتو توازن تر سره کيږي تر څو د کلماتو اصلي او زيات شوي حروف او همدارنګه د کلماتو ثلاثي ، رباعي او نور اوزان وپيږنو .

مثلاً د (ضَرَبَ ) وزن (فَعَلَ) دی چې فاء په مقابل د ضاد ، عين په مقابل د راء او لام په مقابل د باء کې دی ، پس ويلای شو چې ضاء حرف فاء فعل ، او راء حرف د فعل د عين حرف دی او او باء د لام حرف دی چې د (فَعَلَ) په وزن نومول شوی دی ، همدارنګه د (كَتَبَ- سَجَد- ذَهَبَ- نَصَرَ) ټول د (فَعَلَ) په وزن راځي .

کلمات په ثلاثي مجرد ، ثلاثي مزيد ، رباعي مجرد ، رباعي مزيد او نورو ويشل شوي دي .

۱- ثلاثي اوزان :

د ثلاثي مجرد ميزان په وزن د (فَعَلَ) دی لکه (كَتَبَ) چې کاف د فعل فاء ، او دوهم حرف يې د فعل د دوهم حرف او دريم حرف يې د فعل د دريم سره سمون خوري .

۲- ثلاثي مزيد :

ثلاثي مزيد چې يوازې يو حرف پکې زيات شوی وي په وزن د (أفْعَلَ) دی لکه : أکْرَمَ .

ثلاثي مزيد چې دوه حروف پکې زيات شوي وي په وزن د (اِفْتَعَلَ) لکه: اِنْتَصَرَ

ثلاثي مزيد چې دری حروف پکې زيات شوی وي په وزن د (اِسْتَفْعَلَ) لکه: اِسْتَعْمَر

۳- رباعي مجرد :

د رباعي مجرد وزن (فَعْلَل ) دی لکه : دَحْرَجَ ، زَلْزَلَ .

۴- رباعي مزيد :

د رباعي مزيد چې يو حرف پکې زيات وي په وزن د (تَفَعْلَلَ) لکه:تَدَحْرَجَ

د رباعي مزيد چې دوه حروف پکې زيات وي په وزن د (اِفْعَلَلَّ) لکه: اِطْمَأَنَّ

د نور تفصيل لپاره دې د (المعاجم ) کتابونو ته مراجعه وشي او اوس مهال په دې برخه کې الحمدلله ډير خدمت شوی دی کمپيوټري معاجم هم جوړ شوي دي لکه : المعاجم الغة العربية .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً