د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کار کوونکو ته اسلام علیکم
هیله ده چی ټول به روغ وی ورسته مونږ یوه پوښتنه لرو هغه داسی چی د پایڅو پورته کول له ښنګرکو څخه په لمانځه او پرته له لمانځه څه حکم لری که د قرآن اونبوی احادیثو په رڼا کی راته معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی
په درناوی
بصیری له وردګو څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا حکم يوازې په لمانځه پورې اړه نلري بلکي عام دی د نارينه د پاره د کبر او غرر په وجه د ښنګرو څخه د پرتوګ ښکته کول حرام دي او په دې اړه سخت وعيد راغلی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : :« مَا أَسْفَلَ مِنْ الْكَعْبَيْنِ مِنْ الْإِزَارِ فَفِي النَّارِ»(بخاري)
يعنې : د پرتوګ هغه برخه چې د ښنګرو څخه ښکته وي په دوزخ کې ده .
او فرمايي : « ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمْ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: الْمَنَّانُ بِمَا أَعْطَى وَالْمُسْبِلُ إِزَارَهُ وَالْمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالْحَلِفِ الْكَاذِبِ »(متفق عليه).
يعنې :دری کسان دي چې الله تعالی د قيامت په ورځ د هغوی سره خبرې نه کوي او هغوی ته نظر نه کوي او هغوی (له ګناهونو ) نه پاکوي او هغوی لره دردناک عذاب دی . هغه کس چې پرتوګ له ښنګرو ښکته وي او هغه کس چې منت اچوونکی وي او هغه کس چې خپل مال پر درواغو قسمونو خرڅوي .
امام نووي رحمه الله په شرح المسلم کې ليکي چې دا وعيد د کبر په وجه دی ځکه چې ابوبکر صديق رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم عرض وکړ چې که د بې فکری په وجه پرتوګ له ښنګرو څخه ښکته شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
« لَسْتَ مِمَّنْ يَصْنَعُهُ خُيَلَاءَ»[بخاري]
يعنې : ته له هغو کسانو نه يې چې د کبر په وجه خپل پرتوګ له ښنګرو ښکته کوي .
علماء کرام وايي د پورته وعيد په دليل د کبر په وجه داسې کول حرام مګر پرته له کبر داسې کول مکروه دي ځکه دا کار د کبرجنو سره مشابهت او بل ددې کار څخه منع شوی ده .
امام نووي رحمه الله ليکي :
” يحرم اطالة الثوب والإزار والسراويل على الكعبين للخيلاء ، ويكره لغير الخيلاء
د الخيلاء څخه مطلب کبر دی .
(المجموع – شرح المسلم ۱۱۶/۲– للنووي رحمه الله ) .
خلاصه :
د پرتوګ له ښکته ساتلو څخه ځان ساتل په کار دي که په لمانځه کې يا د لمانځه څخه خارج که بې فکره داسې وشي باک نلري ښه او آسانه طريقه داده چې خياط د پرتوګ دقيقه اندازه په نظر ونيسي چې هيڅ پورته کولو ته ضرورت نه وي او داسې کول د اسراف مخينوی او د تقوی لاره ده ځکه په دې اړه سخت وعيد راغلی دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود