د شرابو او الکولو تر مينځ څه فرق دی ؟

محترمه زما څو پوښتنی دی د جواب په هیله
۱- د شرابو او الکولو تر مینځ فرق سته او که نه
۲- بعضی عطرونه سته چی د جوړښت په ترکیب کی یی الکل سته ایا استفاده یی صحیح ده او کنه
۳- بعضی د میوو اوبه سته چی د جوړښت په ترکیب کی یو فیصدی الکل لری آیا څښل یی روا دی او که نه ولی هیڅ نوع نشه یی حالت نلری

په درنښت


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : الکول د خمرو او نشيي مشروباتو يو ډول کمياوي ترکيب دی چې نشه لري او هر نشه لرونکی شی که هر ډول کمياوي ترکيب ولري يا په هر ډول نوم ياد شي د خمر او شرابو حکم لري .
ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
حَرَّمَ اللهَ الخَمرَ وَ كُلّ ُ مُسكِرٍ حَراَمً (رواه نسائي  )
. الله جل جلاله حرام کړي شراب او ټول نشه کوونکي شيان .
بل حديث کې راغلي : ليشربن أناس من امتي الخمر يسمونها بعيراسمها .(تفسير قرطبی ).
يعنې: زما د امت يوه ډله به شراب څکي حال دا چه پر بل نامه به يی بولي .
شراب سخته ګناه ده چې د يو ځل څښلو سره د سړي څلويښت ورځې لمونځ نه قبليږي او که په همدې حالت کې مړ شي (پرته له توبې ) دوزخ ته به داخل شي .
مَنْ شَرِبَ الْخَمْرَ وَسَكِرَ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلاةٌ أَرْبَعِينَ صَبَاحًا وَإِنْ مَاتَ دَخَلَ النَّارَ (سلسلة صحيحه ) .
دوهم : الکولي عطرو تفصيل دلته وګورئ :

د الکولي عطرو استعمال او د هغه سره لمونځ څه حکم لري ؟


دريم : د څښوونکو مشروباتو سره د الکولو ترکيب .
په اړه فتاوی الاسلام سوال جواب ليکي :
کچېرې په غذايي او مشروبي شيانو کې د الکولو د ترکيب تأثير واضح او معلوم وي ، ترکيب يې حرام او د داسې درملو او عذا استعمال حرام دی ، مګر که د ترکيب تأثير (هيڅ نشته او شباهت ونلري) واضح نه وي جايز دی .
فالكحول إذا خُلط بغيره من الأدوية والأغذية فإما أن يكون تأثيره واضحاً وإما أن لا يكون ، فإن كان تأثيره واضحاً : حرم الخلط ، وحرم استعمال تلك الأغذية والأدوية أكلاً أو شرباً .
وإن لم يكن للكحول تأثيرٌ في تلك الأغذية والأدوية جاز استعمالها أكلاً وشرباً ، وهناك فرق بين تناول الكحول مباشرة وبين خلطه بغيره ، فإن تناولَه المرءُ وحده لم يجز حتى لو قلَّت كميته ، وإن خُلط بغيره : فعلى ما سبق تفصيله (الاسلام سوال جواب – رقم الفتاوی 59899)

مګر په هر حال که سړي ته علم  وي چې په غذايي شيانو کې الکول ګډ شوي دي که څه هم د نشې تأثير ونلري بيا هم احتياطاً ځان ساتل ورنه پکار دي . ځکه الله تعالی په مطلق ډول ډول د اجتناب او ځان ساتلو حکم کړی دی : فَاجْتَنِبُوهُ .
چې دا حکم ټولو جوانب او هر قسم استعمال ته شامل دی مګر دا چې ضرورت وي
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً