اسماء عَلَم

اسم عَلَم :
عَلم هغه نوم دی چې د انسان ، حيوان ، مکان او شي لپاره ټاکل شوی او معين وي ، عاقل لکه: أحمد ، او غير عاقل لکه : بلد (ښار ) : دمشق .
اسم عَلم دوه ډولونه لري مفرد لکه : أحمد ، فاطمه ، عُمر او مرکب لکه : عبدالله ، حضر موت او نور .
د عَلَم اقسام :
اسم عَلم دری قسمونه لري : اسم ، لقب او کنيه
اسم : لکه : عمر ، احمد ، عمار او نور
کنيه :
د ځنو عربي اسماء په پيل کې أب ، اِبن او يا أم راوړل شوي وي چې دې ته کنيه وايي لکه :
أَبُو تُرَاب، أَبُوجهل، اِبْن سِينا، أُمّ كُلْثُوم
لقب :
ځنې وخت پر چا باندې د مدح او صفت او يا سرزنش لپاره نوم ايښودل کيږي چې دغه نوم ته لقب وايي لکه :
د مدح او صفت لپاره لکه:سَيِّدُ الشُّهَدَاء، سيف الاسلام ، حيدر ، صديق او نور
د ذم او سرزنش لپاره لکه : مُنكِرُ الْحَقّ ، کذاب او نور
اسم موصول :
اسم موصول هغه نوم دی چې د هغه معنې د راتلوونکي جملې په وسيله پوره کيږي چې د اسم موصول څخه وروسته جملې ته صله وايي .
لکه :هُوَ الَّذِى خَلَقَ السَّمَـوَاتِ وَالاْرْضَ ( هغه خو هغه ذات دی چې ځمکې او آسمانونه يې پيدا کړي دي ) .
الَّذِى موصول او د خَلَقَ السَّمـوَاتِ وَالاْرضَ جمله صله ده چې د الَّذِى په وسيله د دغې جملې معنی پوره کيږي .
اسم موصول دوه قسم دی : خاص او مشترک .
موصول خاص : چې د مفرد ، مثنی ، جمع ، مذکر او مؤنث د پاره خاص الفاظ لري چې عبارت دي له :
۱- مفرد : اَلَّذِي
۲- مذكر مثنى : اَللَّذَانِ، اَللَّذَيْنِ
۳- جمع : اَلَّذِينَ
۴- مفردمؤنث :اَلَّتِي
۵- مثنى مؤنث : اَللَّتَانِ، اَللَّتَيْنِ
۶جمع مؤنث: اَللاَّتِي، اَللَّوَاتِي
موصول مشترک :
اسم موصول مشترک د مفرد ، مثنی ، جمع ، مذکر او مؤنث لپاره مشترک لفظ لري چې عبارت دی له :
مَنْ (څوک) ،) مَا( (څه شی ) .
معرفه بال :
معرفه به آل هغه نوم دی چې اَل په وسيله پېژندل شوي يا معلوم شوی وي لکه :
كِتَابٌ (كتابى)،اَلْكِتَاب(هغه کتاب)
مثال :اِشْتَرَيْتُ كتاباً، ثُمَّ بِعْتُ الْكِتَابَ ( کتاب مې واخيست بيا مې همغه کتاب خرڅ کړ ) .
معرفه به اضافه :
هر نکره اسم چې د پنځه ګونو معرفه اسماء ( ضمير ،اسماء اشاره ،موصول ،عَلَم ، اضافه به معرفه به آل) سره يو ځای شي ، معرفه ګرځي او په اصطلاح کې همدغه معرفه ته (معرفه به اضافه ) وايي لکه کتاب په لاندې مثالونو کې :
كِتَابُكَ(ستا کتاب) ـــ د ضمير سره اضافه شوی
كِتَابُ هَـذا الرَّجُلِ(د دغه سړي کتاب) ـــ د اسم اشاره سره اضافه شوی
كِتَابُ الَّذِي قَرَأْتُهُ ـــ د موصول سره اضافه شوی
كِتَابُ اللَّهِ( د الله کتاب) ـــ د عَلَم سره اضافه شوی
كِتَابُ الرَّجُلِ( د هغه سړي کتاب) ـــ د معرفه به ال سره اضافه شوی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً