۵- مصدر او غير مصدر :
مصدر: مصدر هغه نوم دی چې د هغه څخه نور افعال او مشتقات اخيستل کيږي لکه: ضرب ، حسن
غير مصدر : هغه اسم دی چې د کار په انجام او رامينځته کېدو دلالت نه کوي او له هغه څخه فعل نه اخيستل کيږي .
مصدر په ثلاثي رباعي ، خماسي او سداسي باندې ويشل شوی
ثلاثي مصدر :
مصدر ثلاثي سماعي لکه : کَتَبَ ، کِتَابةً ، رَجَعَ ، رُجُوعاً .
د مصدر ثلاثي ځنې قواعد په لاندې ډول دي :
۱- کوم فعل چې په وزن د (فَعَلَ) وي په کار او عمل باندې دلالت کوي د هغه مصدر د (فُعُول ) څخه دی لکه : جَحَدَ-جُحُود.
۲- کوم چې په حرکت او اضطراب دلالت کوي په وزن د (فَعَلان) راځي لکه : طَارَ-طَيَران
۳- کوم چې په مرض دلالت کوي په وزن د (فُعَال) راځي لکه: صُداع
۴- کوم چې په رنګ دلالت کوي په وزن د (فُعْلَلة) راځي لکه: زُرْقَة
۵- کوم چې په حرف دلالت کوي په وزن د (فِعَالَة) راځي لکه : حِدادَة
۶- کوم چې په غږ دلالت کوي په وزن د (فُعَال) راځي لکه :نُبَاح او په وزن د (فَعِيل) لکه : صَهِیل .
۷- کوم چې په امتناع (لرې کول او حذف) دلالت کوي په وزن د (فِعَال) راځي لکه :نِفَار
۸- کوم چې په عيب دلالت کوي په وزن د (فَعَل) راځي لکه:بَطَر .
۹- د معتدي فعل مصدر د (فَعْل ) په وزن راځي لکه : فُتْح
۱۰- د اجوف فعل مصدر د (فُعْل) په وزن راځي لکه : قِيَام
مصدر رباعي :
مصدر رباعي کوم چې قياسي دی لاندې قواعد لري :
۱- کله چې د فعل وزن( أَفْعَلَ) وي مصدر يې (إِفْعَال) ، مثالٌ: أَرْهَقَ – إِرْهَاق.
۲- کله چې فعل په الف سره آخر شوی وي الف په همزه بدليږي ، مثالٌ: أعطى- إعطاءً.
۳- کله چې فعل معتل وي په تاء مربوطه بدليږي لکه: أفادَ: إفادةً.
۴- کله چې فعل په وزن د(فَعَّلَ) مصدر يې په وزن د (تَفْعيل) راځي، مثالٌ: صَعَّدَ – تَصْعيد.
۵- کله چې فعل مهموز وي په الف سره آخر شوی وي نو مصدر يې په وزن د (تفعِلَة) راځي، مثالٌ: جزّأَ: تجزئَةً، ونمّى: تنميةً.
۶- کله چې فعل په وزن د (فَاعَلَ) وي مصدر يې په وزن د (مُفاعَلَة) کيږي، مثالٌ: جاهَدَ – مُجاهدَة.
۷- کله چې فعل په وزن د (فَعْللَ)مصدر يې په وزن د ( فَعْلَلَة)، مثال: زَلْزَلَ –زَلْزَلَةً.
خماسي او سداسي مصدر :
د خماسي او سداسي مصدر قواعد په لاندې ډول دي :
۱- کله چې فعل په تاء سره پيل شوی وي مصدر يې په وزن د (فَعِله ) راځي ،مثال:تجمْهَرَ- تجَمْهُراً
۲- کله چې فعل په همزه سره پيل شوی وي نو مصدر د الف په زياتوالی سره په وزن د (فعِله ) راځي ،اطمأنَّ- اطمئناناً
او کله چې په الف مقصوره ختم شوی وي همزه بدلون کوي مصدر يې : انتهى- انتهاءً .
همدارنګه د استفادَ مصدر استفادةً راځي .
صناعي مصدر :
صناعي هغه مصدر دی چې د جامدو اسماء او مشتقاتو څخه د مشدد زبر لرونکي ياء او د تاء مربوطه په زياتولو سره جوړيږي لکه : إنسانٌ- إنسانيّةٌ،جدارٌ- جداريّةٌ.
۶- د حروفو د اصل او زيادت له مخې د اسم تقسيم :
د حروفو د اصل او زيادت له مخې اسم په مجرد او مزيد سره تقسيم شوی دی .
مجرد : هغه اسم دی چې ټول حروف يې اصلي وي .
مزيد : هغه اسم دی چې ځېنې حروف يې زيات شوي وي .
مجرد اسم په ثلاثي ، رباعي او خماسي ويشل شوی دی :
ثلاثي ، رباعي او خماسي ( دری ګوني ، څلور ګوني او پنځه ګوني حروفو واله)
چې هر يو بيا په مجرد (يوازې) او مزيد (ډيرو ) باندې ويشل شوي دي
مثلاً : (رجل) اسم ثلاثي مجرد دی او (رجال) ثلاثي مزيد اسم دی ځکه چې الف پکې زيات شوی دی يا لکه : (ضرب ) اسم ثلاثي مجرد دی او (ضارب ) کې يو حرف زيات شوي ثلاثي مزيد بلل کيږي .
د حروفو زيادت دوه ډوله دی :
الف ) په اسم کې د يو مشابح حرف زيادت لکه (جلباب ) چې په اصل کې (جلب ) دی د (ب) تکرار شوی دی .
ب ) : د يو حرف يا څو حروفو زيادت لکه (ضرب ) چې کله الف پکې زيات شي (ضارب ) رباعي مزيد ګرځي .
خلاصه : مجرد اسماء دری قسم کيدای شي : ثلاثي ، رباعي او خماسي او مزيد اسماء بيا په رباعي ، خماسي ، سداسي او سباعي ويشل شوی دي.
آن لاين اسلامي لارښود