د پيريانو د ضرر څخه د خلاصون شرعي لاره څه ده ؟

له هرڅه نه وړاندی ستاسی درانه حضور ته د نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) عظیمه تحفه چی عبارت له السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته څخه ده وړاندی کوم!

ستاسی له دی بی ساری هڅو نه نړی مننه، الله مو تل بریالی لره.

مونږ یو کور ته چی له ډیره وخته څوک پکی نه و اوسیدلی تللی یاستو، چی د شپی له خوا د پیریانو له لاسه لږ په تنګ یو. یعنی خوب ته مو په آرامه نه پریږدی او په یوه پوړ چی دریم پوړ دی خورا ډیر دی. دشپی له خوا رقم رقم مزاحمت کوی.

نو ستاسی له درانه حضور نه مو دا هیله ده چی ددی د خلاصون لاره راته د قرآنی آیاتو او نبوی احادیثو په رڼا کی بیان کړی.

والسلام علیکم وحمت الله وبرکاته!

محمد علی زاده


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

انسان ته د پيريانو ضرر رسول په سنتو کې ثابت دي د ضرر د دفع لپاره په سنتو لاندې اذکار راغی دي :

۱- د بيده کيدو پر مهال آيت الکرسي لوستل :

په بخاري شريف کې د ابی هريرة په روايت په  يوه اوږه حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ابي هريرة رضی الله عنه  الله عنه ته وويل :

إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، …. » (البخاري)

که د خوب په وخت کې آيت کرسي (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ … تر آخر د آیت پورې ) ووايې ټوله شپه به پرښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه راځي .

۲- د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – 5008 )

څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

۳- د سورت اخلاص او معوذتين لوستل .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا ؤ چې کله بسترې د آرام لپاره تللو قل هوالله ، قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس به ويل په لاسونو به يې چپ کول او ټول بدن به يې ورباندې مسحه کولو او دری ځله دا عمل تکرارولو .

۴- ددې کلمې:( لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، له الملك وله الحمد ، وهو على كل شيء قدير ) لس يا سل ځله ويل .

۵- پخپل وخت لمونځ او د قرآنکريم تلاوت کول .

و من الله توفيق

الشفاء من الله سبحانه وتعالی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً