الصرف
د علم صرف تعريف :
صرف په لغت کې تغير او بدلولو ته وايي او په اصطلاح کې دېته وايي چې څنګه يو کلمه په څو مختلفو شکلونو تغير او تبديل کړو تر څو له هغه څخه بېلابېلې معناوي لاسته راشي .
مثلاً نَصَر (مددکول ) څنګه په نصر،ينصر،اُنصر،منصور تبديل کړو .
يعنې علم صرف دکلمې علم دی چې ديوې کلمې دساختمان اوجوړښت څخه بحث کوي .
د علم صرف ګټه :
د علم صرف مهمه ګټه د کلمې د جوړښت او پېژندلو څرنګوالی دی چې د هغه په وسيله کلمات پېژندلای شو تر څو د هغو مناسبه معنی په لاس راوړو .
د علم صرف موضوع :
د علم صرف موضوع (کلمه) ده ځکه چې دا علم د کلمې د جوړښت څخه بحث کوي او په همدې وجه د کلمې پېژندلو يا کلمې جوړولو په نوم بلل کيږي .
د کلمې د بيان څخه مخکې د عربي ژبې د تورو لڼد بيان کوو:
د عربې ژبې توري :
د عربې ژبې ۲۸ توري دي چې په لاندې ډول دي :
ا (الف)، ب (با)، ت (تا)، ث (ثا)، ج (جیم)، ح (حا)، خ (خا)، د (دال)، ذ (ذال)، ر (را)، ز (زا)، س (سین)، ش (شین)، ص (صاد)، ض (ضاد)، ط (طا)، ظ (ظا)، ع (عین)، غ (غین)، ف (فا)، ق (قاف)، ک (کاف)، ل (لام)، م (میم)، ن (نون)، ه (ها)، و (واو)، ی (یا).
د عربې ژبې تورې په دوه ډوله ويشل شوي دي شمسي او قمري :
شمسي توري :
شمسي تورې هغه تورو ته وايي چې کله په هغه باندې (ال) علاوه شي نو لام نه تلفظ کيږي بلکي شمسي توری مشدد ګرځي لکه:الشّجرة ، السّماء ، السّبت.
شمسي توري څلوارلس دي لکه : (ت – ث – د – ذ – ر- ز–س –ش –ص –ض –ط –ظ –ل- ن ).
قمري توري :
قمري تورې هغه تورې ته وايي چې کله په هغه باندې (ال) علاوه شي نو لام تلفظ کيږي.
قمري توري هم څلوارلس دي لکه : ( همزه – ب –ج –ح –خ –ع –غ –ف –ق –ک –م –و –هـ –ی ) .
د الف او همزې تر مينځ فرق :
د الف توری هميشه ساکن (بې حرکته ) وي او همزه د سکون څخه علاوه حرکت هم قبلوي .
د همزې ډولونه :
همزه دوه قسمه ده : همزه وصل (ا) او همزه قطع (أ ) .
همزه وصل : هغه همزه ده چې کله د کلمې په پيل کې راشي تلفظ کيږي مګر کله چې د کلمې په مينځ کې راشي نه تلفظ کيږي .
د کلمې په پيل کې لکه :العمَّ ، المدرسة
د کلمې په مينځ کې لکه : ما اسْمُکَ
همزه قطع : هغه همزه ده چې په هر حالت کې تلفظ کيږي .
حرکات :
په عربي کې دری قسمه حرکات دي لکه : فتحه (زَبر ) ، کسره (زير ) ، ضمه (پيښ).
سکون :
سکون : سکون عبارت د يوې وړې داېرې څخه دی چې د توري د پاسه ليکل شوی وي چې د عدم حرکت (حرکت نه لرلو) معنی لري . لکه : حَسَنْ
تنوين :
تنوين عبارت دی له دوه زبرونو ، دوه زېرونو او دوه پيښنو څخه چې د حرف د پاسه يا لاندې ليکل شوي وي او تنوين په اصل کې زيات شوي ساکن نون دی چې علماؤ د دغه نون زائده پر ځای تنوين ټاکلی دی تر څو د اصلي نون سره يې فرق وشي او تنوين يوازې په اسم کې راځي،لکه : جديداً ، محمدً
الشدة :
الشدة په لغت کې شدت او سختی ته وايي او په اصطلاح کې کله چې دوه تورې يو په بل کې داخل شي مشدد (شد لرونکی ) لوستل کيږي يعنې شد د حروفو د تکرار نښه ده لکه : مدَ = مدَدَ = مدّ
المدة :

کله چې دوه د الف تورې يو په بل کې داخل شوي وي د مد په شکل لوستل کيږي يا ويلای شو چې مد د کشکولو نښه ده لکه : اب = ااب = آب
تاء مربوطه او تاء مفتوحه:
تاء المربوطه (ة) چې د کلمې په آخر کې راځي د مؤنث د پاره کارول کيږي د سکون او وقف په حالت کې هاء (ه ) لوستل کيږي لکه : طالبة ، معلمة .
او تاء المفتوحه عبارت له هغه تاء څخه ده چې د کلمې په آخر کې راځي لکه : ذهبتُ ، ذهبتَ
حروف العلة :
حروف العله ځکه ورته وايي چې په دې حروفو کې علت دی ځکه چې تغير کوي حروف عله دری توري دي (الف ، واو او ياء)،کله چې حروف عله حرکت ولري يوازې عله بلل کيږي او کله چې د الف څخه مخکې توری زبر ولري لکه : بَا، د واو څخه مخکې توری پيښ ولري لکه: بُو، او د ياء څخه مخکې توری زېر ولرې لکه : تِی، نو بيا عله او لين دواړه پکې شته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email