بسم الله الرحمن الرحيم
مسلمانانو وروڼو او خويندو ! قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .
څوک چې قرآن لوستلای شي هغه دې کوښښ وکړي چې قرآن په ښه شان تجويد سره تلاوت کړي .
او څوک چې قرآن نشي لوستلای او عمر يې زيات وي هغه دی هيڅکله دا فکر نه کوي چې زه اوس قرآن نشم زده کولای دا هسې شيطاني وسوسې دي الله سبحانه وتعالی قرآنکريم د خپلو بندګانو لپاره آسانه کړی دی .
لکه چې فرمايي :وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ( [القمر۱۷ ).
ژباړه :او يقيناً مونږ آسانه کړی دی قرآن د يادولو ، زده کولو او پند اخيستلو لپاره نو آيا شته څوک زده کوونکي ، يادونکي او پند اخيستونکي .
مونږ وينو چې ډېرو کوچنيو ماشومانو ټول قرآن حفظ کړی وي آيا بل کتاب به داسې آسانه او مکمل ياد کړای شي ؟
ماشوم چې په واړه بدن ، واړه دوماغ او وړه ژبه ټول قرآن يادولای شي آیا تاسې يې په لوی او تکميل شوي بدن ، دوماغ او پوره ژبه یوازې له مخه نشی زده کولای ؟
بلکي هر کله چې وغواړئ زده کولای يې شئ .
خادم القرآن آن لاين اسلامي لارښود په همدې موخه دا لړۍ د ماشومانو او لويانو لپاره پيل کړه تر څو په ډيره آسانه د هيواد د ننه او بهر هيوادونو کې استوګن وروڼه او خويندې ورڅخه استفاده وکړي او هغه کسان چې معلم او قاري ته په ورتګ سره شرم احساسوي هغوی کولای شي د خپل کمپوټر او موبايل له لارې څه نا څه قرآن زده کړي او بيا د اطمنان او تمرين لپاره معلم او قاري ته مراجعه وکړي .
ددې لړې پروګرام داسې دی:
۱- الفباء (د هيجا د عربي ژبې د تورو ) زده کړه
۱- د تورو د حرکاتو (زبر ، زير او پيښ) ، سکون او تنوين زده کړه .
۳- د حرکاتو جنګول او د حرکاتو د تلفظ او آواز ورکولو زده کړه .
۴- تلاوت او تجويد .
د ۱- ۳ برخو زده ګړو لپاره عملي درس او د نوراني قاعده پوره زده کړه په غږ کې ولولئ
د ۴ درس لپاره د تجويد مطالب او د تجويد د زده کړي سافټوير ولولئ.
د عربي ژبې حروف ، حرکات او هجائي طريقه
د قاعده نوراني درسونه :
لومړۍ برخه (د اول درس څخه تر دريم درس )
دوهمه برخه ( د څلورم درس څخه تر اووم درس)
دريمه برخه ( د آتم درس څخه تر لسم درس )
څلورمه برخه ( د يوولسم درس څخه تر ديارلسم درس)
پنځمه برخه ( د څوارلسم درس څخه تر اوولسم – پای)
سپاره الفباء نوراني (القاعدة النورانية )
شرح القاعة النورانية ( للمعلمين و المعلمات )
يادونه : پخوا بغدادي قاعده په درسي نصاب کې مروج وه او اوس مهال په اکثره اسلامي هيوادونو کې نوراني قاعده رواج لري نوراني قاعده د قرآنکريم د تجويد پر آساس ترتيب شوی ده چې د تجويد او صحي تلفظ لپاره مهم رول لري .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب
خادم القرآن – آن لاين اسلامي لارښود