ياسين شريف په جيب کې ګرځول روا دي ؟

محتويات (عناوين)

سلامونه می ومنی زما یوه پوښتنه دی خدای دی وکړی چی راته یی جواب کړی زما پوښتنه دادی که څوک په جیب کی سورت یاسین ګرځوی داڅنګه دی داعذاب لری او کنه ځکه ددی سره خو تشناب یا بل ځای ته هم ځی دپه اسلام کی څه حکم لری مننه  – جهادمير 
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قرانکريم يا ياسين شريف په جيب کې ګرځول څه باک نه لري خو تشناب ته ور سره تلل جايز نه دي .
تشناب ته د تګ په وخت کې به هغه په یو لايق د احترام ځای کې ږدي .

خو د غلا ويره وي بيا که په پوښ کې وي تشناب ور سره تلل جايز دي

همدارنګه د شا په طرف جیب کې ايښودل او تر سر لاندې کول جايز نه دي .
حمل المصحف بالجيب جائز ، ولا يجوز أن يدخل الشخص الحمام ومعه مصحف، بل يجعل المصحف في مكان لائق به ؛ تعظيما لكتاب الله واحتراما له ، لكن إذا اضطر إلى
الدخول به خوفا من أن يسرق إذا تركه خارجا جاز له الدخول به للضرورة ” انتهى .
وأما إن كان حمل المصحف في الجيب الخلفي للبنطال ، يترتب عليه الجلوس على المصحف إذا أراد صاحبه أن يجلس : فلا يجوز ـ حينئذ ـ وضعفه في الجيب الخلفي ، وأقل أحوال ذلك الكراهة ؛ بل صرح غير واحد من أهل العلم بتحريم ما هو أيسر من ذلك : أن يجعل المصحف تحت رأسه ، كالوسادة له (فتاوى اللجنة الدائمة” (4/60) )

 

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. محترمو دسلامی لارښود کارکوونکو لومړی دمدینی جانان تخفه درته وړاندی کوم
    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوه
    دستاسو څخه ډیره مننه کوم چی زمونږ پښتنوته ډیر ښه مفصل ځواب وای
    زما یوه پوښتنه ده زمونږ یو خپل پینځه ښځی کړی دي او طلاق یی هم نده ورکړی ټوله پینځه ښخی لری ایا دپینځمی ښځی سره چی یو ځای کیږی ایا دپه زنا کی نه راځی دستانظر پری غواړم مننه په احترام

    خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/1068 ادارة الموقع

  2. د اان لاین لارښود کارکونکو ته السلام علیکم
    یوه پوښتنه لرم هیله ده ځواب راکړی
    د ماشوم پر اوږه او د کمانکی په سر د یاسین شریف ځوړندول جایز دی او که نه که پدی هکله درنو لوستونکو ته مفصل ځواب ورکړیږ
    په درنښت

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي