د دوو اخترونو په منځ کې واده کول روا دي ؟

 

 

 

د دوو  اخترونو په منځ کې واده کول روا دی ؟
نوم : ممتاز عمرزی :
آيا د دوو اخترونو په منځ کې نکاح يا واده کيږي او که نه  ، که کيږي دليل يې څه دی او که نه کيږي دليل يې څه دی ؟
 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
دا خبره چه د دؤ اخترونو تر منځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۱۸ ) .
 
دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځنو خلکو کې لاهم شته .
د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده ذيات ترغيب راغلی دی حضرت محمدص اشاد مبارک دی چه : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ وګرځوی هغه له ما څخه نه دی .
 
ولی داسې ندی راغلی چه په فلانی وخت کې نکاح کول فضيلت لری او په فلانی وخت کې ښه نه ده  بلکی يو نيک کار دی هر وخت چې برابر شي کول يې پکار دي .

                          

 

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي