د مسلمانو خويندو احکام کتاب چاپ شوی

Untitledد الله سبحانه وتعالی په فضل ، نصرت او مهربانۍ د مسلمانو خويندو احکام کتاب چاپ شوی او توزيع يې تقريباً پای ته رسيږي .

د مسلمانو خويندو احکام کتاب چې د ښځو پر هر اړخيز ضروري او مهمو احکام مشتمل دی څه وخت مخکې يې ۳۰۰۰ ټوګه چاپ د کابل ، وردګو ، کندهار او ننګرهار په ځنو مدارسو ، مکاتبو او کورنيو باندې وويشل شو.

Untitled

د دغه کتاب د چاپ د لګښت لپاره په سويډنډ کې ميشت افغان ځوانانو د ښاغلي حيات هجران په سرپرستي ۳۴۰۰۰ افغانۍ انفاق کړی دی او پاتې ۵۲۰۰۰ افغانۍ د کتاب مؤلف لخوا انفاق شوی دي .

الله تعالی دې دوی ته دغه انفاق فی سبيل الله او جاري صدقه قبوله کړي .

دغه کتاب مو چې هرې خواته ليږلی دی خلکو ډيره زياته علاقه او مينه ورسره ښودلی ده او اهل علم دغه کتاب د کورنۍ او ټولنې په اصلاح کې مهم بللی دی او بل دا چې هغه وروڼه چې په پښتو نه پوهيږي د دري ژباړې غوښتنه يې کړې ده چې ان شآء الله د الله تعالی په فضل به د دغه کتاب دري ژباړه هم چاپ شي .

پخوا مو هم خبر خپور کړی وو او يو ځل بيا يادونه کوو دا چې دغه کتاب په زرګونو ټوګه چاپ شي او ډيرو کورنيو ته هديه شي که څوک غواړي د دوهم ځل چاپ په لګښت کې کډون وکړي هغوی دې زمونږ سره رابطه وکړي تر څو د انفاق د تسليمی لارې ورته وښيو .

د انفاق في سبيل الله خبرتيا !

که د چا په وس وي مرسته دې وکړي او که وس يې نه وي يا يې خوښه نه وي نو الله تعالی د هر څه څخه غني دي (و الله غني عن کل شی ءٍ ) .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً