اسلامي لارښود د علم ميراث د مسائلو د حل لپاره پوره تياری نيولی

الحمدلله رب العلمين الصلاة والسلام علی محمد صلی الله عليه وسلم و اله و صحابه اجمعين

د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ددې حکم پر بنا چې فرمايي: «تعلموا الفرائض وعلموها الناس فإنه نصف العلم وهو ينسى وهو أول شيء ينزع من أمتي» (الترمذي و ابن ماجه).

ژباړه : د ميراث علم زده کړئ او هغه نورو خلکو ته هم ور زده کړئ ځکه چې د ميراث علم نيم علم دی او دا علم ژر هيرېږي او دا اولين شی دی چې زما د امت څخه به جلا کيږي .

د پورته حکم پر بنا مو علم ميراث په ډير وضاحت او تفصيل بيان کړ او دغه ستړی مېزل مو د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توکل پای ته ورسولو خپل کړېدلي او درېدلي ولس ته مو د لومړي ځل لپاره دا ستر علم په آنلاين توګه خپور کړ چې هر ځای او هر وخت هر څوک ورڅخه استفاده کولای شي .

ددې علم د خپرولو سربيره د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د زيات ټينګار پر بنا په دغه علم کې هر ډول وضاحت او بيان ، د هر ډول مسئلې حل او د ميراث د تقسيم د مسائلو حل ته د الله سبحانه وتعالی په نصرت او توکل حاضر یو څو پورې مو وس او د وس نه مې بهر هغه د نړۍ د اسلامي معتبرو څانګو سره شريکوو .

تر څو مو الله تعالی د نافع او صالح علماؤ په ډله کې حساب او دغه لږ او ناجيز عمل مو صدقه جاريه او د نجات او بښنې وسيله وګرځوي

دا ان شاء الله د هيواد په تاريخ کې ددې ستر علم لومړۍ آنلاين خپرونه ده چې د الله سبحانه وتعالی په فضل او مهربانې سره تر سره شوه چې په آينده کې ان شاء الله د علم ميراث د سافټوېر جوړولو پلان هم لرو.

الله سبحانه وتعالی دې دغه لړۍ پخپل مهربان او مينه ناک دربار کې قبوله کړي الله تعالی دې دغه هير شوي او ورک شوي علم زمونږ په ټولنه عملي کړي .

ځکه چې اوس مهال د هيواد په ډيرو سيمو کې ميراث يوازې د نارينه تر مينځه تقسميږي ښځينه (لوڼو ، خويندو … ) ته حق نه ورکول کيږي حال دا چې الله سبحانه وتعالی په ډير وضاحت او ټينګار سره علم ميراث بيان کړی او د بيان وروسته يې سرغړونکو ته د سخت وعيد خبردارئ ورکړی دی چې فرمايي :

وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ (النساء ۱۴).

ژباړه : چا چې له خدای  او رسول  څخه سرکشي وکړه او د هغه په ټاکل شويو پولو يې تجاوز وکړ هغه به په دوزخ کې هميشه استوګن وي او دهغه لپاره رسواکونکی عذاب دی .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً