اول ، د جنين (د مور په رحم کې د اولاد ) ميراث :

د جنين ميراث په لاندې شرطونو ثابتيږي :

۱- جنين به د مورث د وفات په وخت کې موجود وي .

۲- جنين ژوندی پيدا شي که څه هم څو دقيقي وي وژاړې يا حرکت وکړي يا پرنجی او تنفس وکړي .

جنين يو نيول کيږي که څو ؟

د احنافو مفتی به قول دا دی چې جنين يو په نظر کې نيول کيږي ځکه د يو څخه زيات يو نادر حالت وي .

جاء فی فقه الاسلامي وادله :

المفتى به عند الحنفية وبه أخذ القانون في مصر وسورية: أن يقدر واحداً فقط؛ لأنه الغالب المعتاد في الحمل، وما زاد عن واحد، فهو نادر.

په ميراث کې د جنين برخه :

په ميراث کې د جنين برخه مختلف صورتونه لري کيدای شي وارث شي کيدای شي وارث نشي ، کيدای نارينه وي ، کيدای شي ښځينه وي او کيدای شي مړ شي يا کيدای شي ژوندی وي .

چې لاندې حالتونه لري :

۱- کچېرې جنين محجب وي نو نور وارثان به د ترکې د تقسيم پر مهال هغه ته برخه او حصه نه پرېږدي ځکه چې هغه محروم دی .

۲- کچېرې جنين يو له داسې وارثانو څخه وي او دده په ورثه کې کوم محجوب هم شامل وي نو ترکه به د جنين تر تولد پورې متوقفه وي کچېرې جنين ژوند تولد شي برخه به اخلي او مړ شو برخې نورو ته پاتې کيږي .

۳- کچيرې جنين غير محجوب وي او همدارنګه د هغه نور ورثه هم غير محجوب وي نو د احنافو په نزد مفتی به قول چې قول د ابو يوسف رحمه الله دی دا دی چې :هغه لره به د يو زوی او يوې لور برخه پرېښودل کيږي هر کومه چې لويه وي .

جاء في الفقه الاسلامي وادله :

والمفتى به عند الحنفية رأي أبي يوسف،وهو أن يوقف له نصيب ابن واحد، أو بنت واحدة، أيهما أكثر.

د جنين (حمل ) د ميراث وړلو کيفيت :

د جنين د پاره به د غوره حالت هر برخه چې که د نارينه يا ښځينه وي کومه چې زياته وي جنين ته ساتل کيږي کچېرې مړ پيدا شو حق يې نور ته په ميراث پاتې کيږي او کچېرې ژوند پيدا شو هغه به پر خپل حق سپارل کيږي .
د مفقود (ورک شوي کس ) ميراث :

مفقود هغه کس ته وايي چې لادرکه او ورک وي د مرګ او ژوند حال يې معلوم نه وي او ځای هم معلوم نه وي.

د مفقود مليکت به پر خپل ځای وي په هغه کې هيڅ څوک هم تصرف نشي کولای څو چې د هغه د مرګ يعنې حال معلوم شي .

د احنافو مفتی به قول دا دی چې څو يې مرګ يقيني نه شي يا په غالب ګمان د ښار د عرف سره سم چې په څومره کلونو کې د هغه ښار کوم ژوندی نه پاتې کيږي دومره موده انتظار او يا دا مسئله د مسلمانانو په حاکم او اسلامي حکومت پورې اړه لري هغوی په دې اړه نظر او اجتهاد کوي او د مصلحت په خاطر په غالب ګمان باندې به حکم کوي .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

فالمفتى به عند الحنفية: تفويض الأمر إلى رأي الحاكم، ينظر ويجتهد، ويفعل ما يغلب على ظنه أنه المصلحة، لإطلاق قول علي رضي الله عنه: «امرأة المفقود امرأة ابتليت فلتصبر، لا تنكح حتى يأتيها يقين موته»

د مفقود د ميراث کيفيت :

۱- که مفقود ټول وارثان حجب کوي نو هيڅ څوک ميراث نه اخلي ټوله ترکه به مفقود ته ساتل کيږي څو پورې چې د هغه يقيني مرګ نه وي ثابت شوی.

۲- که مفقود د نورو وارثانو سره په ميراث کې شريک وي وارثان يې کولای شي ترکه تقسيم کړي او مفقود ته د جنين په څير غوره برخه پرېږدي .

د بندي ميراث :

هغه بندي چې ژوندی او ځای يې معلوم دي د ميراث حکم يې د نورو مسلمانانو په څير دی بند او زندان د هغه ميراث ته څه نقصان نه رسوي .

فحكم الأسير كحكم سائر المسلمين في الميراث مالم يفارق دينه (فقه الاسلامي وادله ) .

د خنثی مشکل (نرښځي ) ميراث :

نر ښځوکۍ دوه ډوله دی يو خنثی غير مشکل او بل خنثی مشکل دی .

خنثی غير مشکل : هغه نرښځۍ دی چې د نارينه او ښځنې دواړه آلې لري مګر داسې وي چې نارينه توب طرف يا ښځينه توب طرف يې غالب وي مثلاً يو نرښځی ږېره لري يا د ښځينه آلې څخه د هغه نارينه آله قوي او زيات وي نو په هغه باندې د نارينه حکم کيږی مګر که د ښځينه توب طرف يې قوي وي د ښځينه حکم ورباندې کيږي .

خنثی مشکل : هغه دی چې نارينه توب او ښځينه توب فرق باکل مشکل وي داسې وي چې په عين وخت کې هم ږېره لري او هم حيض ورځي ، يا ږېره لري او همدارنګه د ښځې په شان تي هم لري چې د نارينه او ښځينه فرق يې مشکل وي دې ته خنثی مشکل وايي :

د خنثی مشکل د ميراث په اړه د احنافو مفتی به قول دا دی چې : هغه ته به د نارينه توب او ښځينه توب د برخو څخه کمه برخه ورکول کيږي .

مذهب الحنفية المفتى به: يعطى أقل النصيبين أو أسوأ الحالين من فرض ذكورته أو أنوثته (فقه الاسلامي وادله ) .

د ولد زنا ، لعان او لقيط ميراث :

ولد زنا او لعان چې د قاضي د فيصلې وروسته ثابت شي نسب يې معلوم نه وي بلکي حرامي او رومونی وي .

حرامي د زناکار څخه ميراث نه وړي بلکي فقط د خپلې مور څخه ميراث اخلي .

لقيط ( ورک شوي نا بالغ ماشوم ) :

لقيط په لغت کې هغه ورک شوي ماشوم ته وايي چې خپل والدين نه پيژني .

او د شريعت په اصطلاح کې لقيط ژوندی طفل او ماشوم ته وايي چې اهل يې د فقر او يا د زنا د تهمت څخه د فرار په وجه پرېښی وي (الدرالمختارعلىردالمحتار۳ / ۳۱۴) .

که لقيط مړ شي او وارث يې څرګند نه وي او څه ميراث ورڅخه پاتې شي هغه به بيت المال ته سپارل کيږي .

د غرق شويو او تبا شويو کسانو ميراث :

کچېرې څو کسان يا يوه کورنۍ په اور کې ووځي يا په اوبو کې عرق شي يا په جنګ کې مړه شي يا په زلزله او نورو طبعي افاتو کې تباه شي نو د هغوی ميراث صورتونه په لاندې ډول دي :

۱- هر څوک چې ژوندي پاتې دي د وفات شويو کسانو ميراث وړي .

۲- که چېرې د دغو کسانو يو پر بل پسې وفات شي حتی که څو دقيقي يا ساعته وروسته هم وي څوک چې مخکې مړه شوي د هغه ميراث هغوی ته پاتې کيږي چې وروسته وفات شوی وي .

مثلاً که يوه ښځه مړه شي او څو دقيقي وروسته د هغه لور مړه شي او خاوند يې پاتې شي چې له يو طرف څخه پلار او له بل طرف څخه خاوند د دواړو ميراث وړي .

۳- کچيرې دا څرګنده نه وي چې کوم کس مخکې مړ شوی دی نو هيڅ کوم هم د بل څخه ميراث نشي وړلای بلکي هر يو به خپله خپله حصه اخلي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email