مهم مطلب دی

د سفر پیل له پنجشنبې او سبایې څخه مستحب دی

۱.عن كعبِ بن مالك، رَضيَ اللَّهُ عنه، أَنَّ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم خَرَجَ في غَزْوَةِ تَبُوكَ يَوْمَ الخَمِيس، وَكَانَ يُحِبُّ أَنْ يَخْرُجَ يَوْمَ الخَمِيس. متفقٌ عليه.

وفي رواية في الصحيحين: « لقلَّما كانَ رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَخْرُجُ إِلاَّ في يَوم الخَمِيسِ » .

له کعب بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم د تبوک په غزا کې د پنجشنبې په ورځ ووتلو او دا یې خوښوله چې د پنجشنبې په ورځ ووځي.

او په صحیحینو کې راغلي چې: داسې ډیره کمه پیښیدله چې نبی علیه السلام بغیر له پنجشنبې(په سفر) ووځی.

۲. وعن صخْرِ بنِ وَدَاعَةَ الغامِدِيِّ الصَّحابيِّ رضي اللَّه عنْه، أَنَّ رسُول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال: « اللَّهُمَّ بَارِكْ لأُمَّتي في بُكُورِها » وكَان إِذا بعثَ سَرِيَّةً أَوْ جيشاً بعَثَهُم مِنْ أَوَّلِ النَّهَارِ وَكان صخْرٌ تَاجِرا، وَكَانَ يَبْعثُ تِجارتهُ أَوَّلَ النَّهار، فَأَثْرى وكَثُرَ مالُه. رواه أبو داود والترمذيُّ وقال: حديثٌ حسن.

له صخر بن وداعه غامدی صحابی رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « اللَّهُمَّ بَارِكْ لأُمَّتي في بُكُورِها »یا الله زما د امت په صبائی کې برکت واچوه او کله به یې چې سریه یا لښکر لیږلو، نو د ورځې په اول کې به یې لیږلو. صخر تاجر وو او تجارت به یې په اول د ورځې کې لیږلو، د دې له وجهې هغه ډیر غنی شو او مال یې زیات شو.

♥♥♥♥♥♥

په سفر کې ملګری لټول او امیر ټاکل مستحب دی

۱. عَن ابْنِ عُمَرَ رضِيَ اللَّه عَنْهُما قَال: قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« لَوْ أَنَّ النَّاسَ يَعْلَمُونَ مِنَ الوحْدةِ ما أَعَلمُ ما سَارَ رَاكِبٌ بِلَيْلٍ وحْدَهُ » رواه البخاري.

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که خلک د تنهایی په باره کې لکه زه چې پوهیږم و پوهیږی، هیڅ سپور به د شپې په تنهائی کې ولاړ نه شی.

۲. وعن عمرو بن شُعَيْبٍ، عن أَبيه، عن جَدِّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَال: قال رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« الرَّاكِبُ شَيطَان، والرَّاكِبان شَيطَانان، والثَّلاثَةُ رَكبٌ ». رواه أبو داود، والترمذي، والنسائي بأَسانيد صحيحة، وقال الترمذي: حديثٌ حسن.

له عمرو بن شعیب له خپل پلار او له نیکه رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو سپور شیطان دی دوه سپاره دوه شیطانان دی او دري کسه جماعت حسابیږی.

♥♥♥♥♥♥

د شپې په تنهائی کې سفر منع دی، ځکه د خطر او ضرر امکانات زیات وی

د یوه او دوه نفرو سفر په دې خاطر منع شوي چې د ضرر احتمال پکې زیات دی. او دا چې یو سپور او دوه سپاره شیطان نومول شوي، شیطان په خالی ځایونو کې تنها وی او یا دا چې تنهائی په سفر کې د شیطان کار دي او دا چې دری کسه جماعت یاد شوی ځکه چې یو له بل سره مرسته او د خطرونو سره مبارزه کولای شی.

۳. وعن أَبي سعيدٍ وأَبي هُريرةَ رضيَ اللَّهُ تعالى عَنْهُمَا قَالا: قَال رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:إِذا خَرَج ثَلاثَةٌ في سفَرٍ فليُؤَمِّرُوا أَحدهم » حديث حسن، رواه أبو داود بإسنادٍ حسن.

له ابو سعید او ابو هریرة رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې دری کسه په سفر ووځي، باید یو کس خپل امیر وټاکي.

دغه امر د استحباب دی، او ماوردی په حاوی کې ویلي دی: چې دا امر د وجوب لپاره دی.

۴.وعن ابْنِ عبَّاسٍ رضِي اللَّهُ عَنْهُما عن النبيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « خَيرُ الصَّحَابةِ أَرْبَعَة، وَخَيْرُ السَّرايا أَرْبَعُمِائَة، وخَيرُ الجُيُوش أَرْبعةُ آلاف، ولَن يُغْلَبَ اثْنَا عشر أَلْفاً منْ قِلَّة » رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن.

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بهترین ملګری او یاران څلور دی او بهترینې سریې څلورسوه دي او بهترین د لښکرو څلور زره کسه دي او دوولس زره هیڅکه له کمبود نه د ماتې سره نه مخامخ کیږي.

♥♥♥♥♥♥

د تګ کولو اداب او دا چې شپه کې خوب کول او هم مستحب دي چې د شپې سفر وشی او په مرکب باندې سپریدل که د سپریدو توانولری

۱. عن أَبي هُرَيْرَة رضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: قال رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« إذا سافَرْتُم في الخِصْبِ فَأعْطُوا الإِبِلَ حظَّهَا مِنَ الأَرْض، وإِذا سافَرْتُمْ في الجَدْب، فَأَسْرِعُوا عَلَيْهَا السَّيْرَ وَبادروا بِهَا نِقْيَهَا، وَإذا عرَّسْتُم، فَاجتَنِبُوا الطَّريق، فَإِنَّهَا طرُقُ الدَّواب، وَمأْوى الهَوامِّ باللَّيْلِ » رواه مسلم.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې په نرمه ځمکه سفر کوی، اوښ ته د ځمکې څخه خپله برخه ورکړي، او کله چې په سخته ځمکه کې سفر کوي په هغه کې په تیزۍ سره تیر شي تر څو خپل مقصد ته ورسیږي، مخکې تر دې چې مغز یې له کاره ولویږي(د لارې له خستګۍ نه).

او کله چې په شپه کې پاته شوئ، پس په لاره کې مه اوسي، ځکه لاره د چهارپایانو او چیچونکو حیواناتو د تیریدو او اوسیدو ځای دي.

۲. وعن أَبي قَتَادةَ رضيَ اللَّهُ عنهُ قَال: كانَ رَسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إِذا كانَ في سفَر، فَعَرَّسَ بلَيْلٍ اضْطَجَعَ عَلى يَمينِهِ، وَإِذا عَرَّس قُبيْلَ الصُّبْحِ نَصَبَ ذِرَاعَهُ وَوَضَعَ رَأْسَهُ عَلى كَفِّه. رواه مسلم.

له ابوقتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

کله له چې نبی علیه السلام په شپه کې په سفر کې وو، او په شپه کې به پاتې کیده، په ښی اړخ به ویده کیدو او کله به چې د سهار نه لږ وختي ویده کیدلو، لاس به یې پورته و دراوه او سر به یې د لاس په ورغوی کې ایښوده( تر څو خوب پرې ور نه شی).

۳. وعنْ أَنسٍ رضي اللَّه عنهُ قَال: قال رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« عَلَيْكُمْ بِالْدُّلْجَة، فَإِنَّ الأَرْضَ تُطْوَى بِاللَّيلِ » رواه أبو داود بإسناد حسن. « الدُّلجَة » السَّيْرُ في اللَّيْل.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په تاسې باندې ده چې د شپې تګ وکړی، ځکه د شپې ځمکه پیچلې کیږي.

یعنې مسافه په شپه کې زر طی کیږی بغیر له دې چې سړی د خستګۍ احساس وکړی چې په ورځ کې داسې نه ده.

۴. وعنْ أَبي ثَعْلَبةَ الخُشَنِي رَضي اللَّه عنهُ قال: كانَ النَّاسُ إذا نَزَلُوا مَنْزلاً تَفَرَّقُوا في الشِّعابِ والأَوْدِيةِ . فقالَ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« إن تَفَرُّقَكُمْ في هَذِهِ الشِّعابِ وَالأوْدِية إِنَّما ذلكُمْ منَ الشَّيْطَان،» فَلَمْ ينْزلُوا بعْدَ ذلك منْزلاً إِلاَّ انْضَمَّ بَعضُهُمْ إلى بعْضٍ. رواه أبو داود بإسناد حسن.

له ابو ثعلبه رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

کله به چې خلک په منزلونوکې کوزیدل، په کوهی لارو او صحراوو کې به تیتیدل. پس رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره ستاسې تیتیدل په کوهی او بیابانی لارو کې د شیطان کار دی، له همدې وجهې پس له دې په هیڅ منزل کې کوز نه شول، بغیر له دې چې بعضې د بعضو نورو په څنګ کې جمع کیدل.

۵. وعَنْ سَهْلِ بنِ عمرو، وَقيلَ سَهْلِ بن الرَّبيعِ بنِ عَمرو الأنْصَاريِّ المَعروفِ بابنِ الحنْظَليَّة، وهُو منْ أهْل بَيْعةِ الرِّضَوان، رضيَ اللَّه عنه قال: مرَّ رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم ببعِيرٍ قَدْ لَحِقَ ظَهْرُهُ ببطْنِهِ فقال: « اتَّقُوا اللَّه في هذه البهَائمِ المُعْجمةِ فَارْكبُوها صَالِحَة، وكُلُوها صالحَة » رواه أبو داود بإسناد صحيح.

له سهل بن عمرو، او ویل شوی سهل بن ربیع بن عمرو انصاری چې په ابن حنظلیه مشهور او د اهل بیعة الرضوان څخه دی، رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: له الله جل جلاله څخه د دې بې ژبې چهارپایانو په باره کې و ویریږي، په ښه شکل سره په هغه سپاره شي او په ښه طریقه سره هغه و خورۍ.

۷. وعن أَنسٍ رَضيَ اللَّهُ عنْه، قال: كُنَّا إِذا نَزَلْنَا مَنْزِلا، لا نسَبِّحُ حَتَّى نَحُلَّ الرِّحَال. رواه أبو داود بإِسناد على شرط مسلم.

له انس رضی الله عنه څخه روایت چې:

کله به چې یوه منزل کې کوزیدلو، نفل لمونځ به مو تر هغه نه کولو تر څو به مو چې بارونه نه وو کوز کړی.

♥♥♥♥♥♥

په سفر کې د ملګری سره کومک او همکاری

په دې باره کې ډیر احادیث راغلی دی چې د هغې له جملې څخه حدیثد(و الله فی عون العبد ما کان العبد فی عون اخيه) و حديث (کل معروف صدقة) دي.

۱. وعن أَبي سعيدٍ الخُدْريِّ رَضيَ اللَّه عنه قال: بينما نَحْنُ في سَفَرٍ إِذ جَاءَ رَجُلٌ على رَاحِلةٍ له، فَجعَلَ يَصْرِفُ بَصَرهُ يَمِيناً وَشِمَالا، فقال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:«مَنْ كَانَ مَعَهُ فَضْلُ ظَهر، فَلْيعُدْ بِهِ على منْ لا ظَهر له، ومَنْ كانَ له فَضلُ زَاد، فَلْيَعُدْ بِهِ عَلى مَنْ لا زَادَ له » فَذَكَرَ مِنْ أَصْنافِ المال ما ذَكَرَه، حَتى رَأَينَا أَنَّهُ لا حقَّ لأحَدٍ منا في فضْل. رواه مسلم.

له ابو سعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

په هغه وخت کې چې د نبی علیه السلام سره په سفر کې وو، یو نا څاپه یو سړي چې په یوه حیوان سپور وو راغی او ښی او چپ خوا ته یې کتل،( ترڅو یو څوک داسې وویني چې کومک ته اړ وی) او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې اضافی سواری لری باید هغه کس ته چې سواری نه لري شا ته کینوي، او څوک چې اضافی توښه له ځان سره ولری، باید هغه چا ته ورکړی چې توښه نه لری. او نورو مالونو کې یې ذکر کړل تر څو چې مونږ ګمان وکړ چې هیچا ته په اضافی اجناسو کې حق نه شته.

۲.وعنْ جابرٍ رضيَ اللَّه عنه، عَنْ رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم أَنَّه أَرادَ أَنْ يَغْزُوَ فقال: يا معْشَرَ المُهَاجِرِينَ والأنصار، إِنَّ مِنْ إخوَنِكُم قَوْما، ليْس لهمْ مَال، وَلا عشِيرَة، فَلْيَصُمَّ أَحَدكم إِليْهِ الرَجُلَيْنِ أَوِ الثَّلاثَة، فما لأحدِنَا منْ ظهرٍ يحْمِلُهُ إلا عُقبَةٌ  يعْني كَعُقْبَةٍ أَحَدهمْ، قال: فَضَممْتُ إليَّ اثْنَيْينِ أَو ثَلاثَةً ما لي إلا عُقبةٌ كعقبَةِ أَحَدِهمْ مِنْ جَملي. رواه أبو داود.

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غزا اراده وکړه او ویې فرمایل: اې د مهاجرینو او انصارو ټولیه! ستاسې په مینځ کې داسې کسان شته چې نه مال لري او نه هم قبیله، پس باید دوه یا دری کسان د دوی څخه در سره واخلي او هیڅ یوه له مونږ څخه اضافی سواری نه درلوده چې بل ور سره واخلي، مګر دا چې شا ته یې کینوي، ما دوه کسه له ځان سره واخیستل. ویې ویل: دوه یا دري کسه مې له ځان سره واخیستل، په داسې حال کې چې فقط د یوه کس ځای مې شا ته در لود.

۳.وعنه قال: كانَ رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَتَخلَّف في المسِيرِ فَيُزْجِي الضَّعيف ويُرْدفُ ويدْعُو له.. رواه أبو داود بإِسناد حسن.

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په لاره د ټولو تر اخر روان وو تر څو د نا توان او ضعیفو خلکو سره کومک وکړی او بل به یې شا ته کینولو او دعا به یې ور ته کوله.

♥♥♥♥♥♥

په سفر کولو کې په سپرلۍ سفر کول

و قال تعالی: { وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ{12} لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ{13} وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ{14}الزخرف: ١٢١٤

الله جل جلا له فرمایی: او ستاسې لپاره یې کښتۍ او چهار پایان ګرځولي د دې لپاره چې په هغه سپاره شي د دې لپاره چې برابر کښیني په شا ګانو د دې او د الله جل جلاله نعمت یاد کړی او کله چې په هغه صحیح کښیني او ووایي پاکي ده هغه ذات لره چې مونږ ته یې دا سپرلۍ مسخره ګرځولې او مونږ په دې توانا نه وو او مونږ خپل رب لره ور ګرځیدونکي یو.

۱.وعن ابنِ عمر رَضِيَ اللَّه عنهما، أَنَّ رسولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كانَ إِذا اسْتَوَى عَلَى بعِيرهِ خَارجاً إِلي سفَر، كَبَّرَ ثلاثا، ثُمَّ قال: «سبْحانَ الذي سخَّرَ لَنَا هذا وما كنَّا له مُقرنينَ، وَإِنَّا إِلى ربِّنَا لمُنقَلِبُونَ. اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ في سَفَرِنَا هذا البرَّ والتَّقوى ، ومِنَ العَمَلِ ما تَرْضى . اللَّهُمَّ هَوِّنْ علَيْنا سفَرَنَا هذا وَاطْوِ عنَّا بُعْدَه، اللَّهُمَّ أَنتَ الصَّاحِبُ في السَّفَر، وَالخَلِيفَةُ في الأهْلِ. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وعْثَاءِ السَّفَر، وكآبةِ المنظَر، وَسُوءِ المنْقلَبِ في المالِ والأهلِ وَالوَلدِ » وإِذا رجَعَ قَالهُنَّ وزاد فيِهن: « آيِبونَ تَائِبونَ عَابِدُون لِرَبِّنَا حَامِدُونَ » رواه مسلم.

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دي چې:

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوښ سپریدلو تر څو د سفر لپاره ووځي دري ځله به یې الله اکبر ویل او بیا به یې فرمایل:سبْحانَ الذي سخَّرَ لَنَا هذا…پاکي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره یې دا مسخره ګرځولې او مونږ خپله رب لره ورګرځیدونکي یو، یا الله مونږ په دې سفر کې له تا څخه نیکي، تقوی او هغه عمل غواړو چې ته یې خوښوې، یا الله زمونږ دا سفر مونږ ته اسانه کړې او لریوالي یې پر مونږ لنډ کړې، یا الله ته په سفر کې ملګری او په کور کې خلیفه او نګهبان یې، یا الله! مونږ د سفر له سختۍ او د غم والا منظر او د بد نظرۍ له بدئ څخه په مال، کورنۍ او اولادونو کې په تا باندې پناه غواړو.

او کله په چې بیرته را ګرځیدلو، همداسې به یې ویل او دا به یې زیاتول: « آيِبونَ تَائِبونَ عَابِدُون لِرَبِّنَا حَامِدُونَ».

۲. وعن عبد اللَّه بن سرْجِس رضي اللَّه عنه قال: كان رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إِذا سافر يَتَعوَّذ مِن وعْثاءِ السفـَر، وكآبةِ المُنْقَلَب، والحوْرِ بعْد الكَوْن، ودعْوةِ المظْلُوم. وسوءِ المنْظَر في الأهْلِ والمَال. رواه مسلم.

له عبدالله بن سرجس رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: کله به چې نبی علیه السلام د سفر کولو اراده کوله د سفر له سختۍ، او د غم او خفګان سره را ګرځیدو، او د استقامت له لاسه ورکولو او د مظلوم له بد دعایئ نه او له بد منظر له لیدلو په کور او مال کې په الله جل جلاله پناه غوښتله .

۳. وعن علِيِّ بن ربيعة قال: شَهدْتُ عليَّ بن أبي طالب رَضي اللَّه عنهُ أُتِيَ بِدابَّةٍ لِيَرْكَبَهَا، فَلما وضَع رِجْلَهُ في الرِّكابِ قال: بِسْم اللَّه، فلَمَّا اسْتَوَى على ظَهْرها قال: الحْمدُ للَّهِ الذي سَخَّرَ لَنَا هذا، وما كُنَّا لَهُ مُقْرنين، وإنَّا إلى ربِّنَا لمُنْقلِبُون، ثُمَّ قال: الحمْدُ للَّهِ ثَلاثَ مرَّات، ثُمَّ قال: اللَّه أَكْبرُ ثَلاثَ مرَّات، ثُمَّ قال: سُبْحانَكَ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لي إِنَّه لا يغْفِرُ الذُّنُوب إِلاَّ أَنْت، ثُمَّ ضحِك، فَقِيل: يا أمِير المُؤْمِنين، مِنْ أَيِّ شَيءٍ ضَحِكْت؟ قال: رأَيتُ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَعل كَما فعلْت، ثُمَّ ضَحِكَ فقلت:يا رسول اللَّهِ مِنْ أَيِّ شَيء ضحكْت؟ قال: « إِنَّ رَبَّك سُبْحانَهُ يَعْجب مِنْ عَبْده إذا قال: اغْفِرِ لي ذنُوبي، يَعْلَمُ أَنَّهُ لا يغْفِرُ الذَّنُوبَ غَيْرِي » . رواه أبو داود، والترمذي وقال: حديثٌ حسنٌ، وفي بعض النسخ: حسنٌ صحيح. وهذا لفظ أَبي داود.

له علی بن ربیعه روایت دی چې ویې ویل:

د علی رضی الله عنه سره وم چې یو اوښ ور ته را وستلي شو چې په هغه سپور شی کله یې چې پښه په رکاب کې کیښوده، ویې ویل: بسم الله او کله چې د اوښ په شا کیناسته ویې ویل: الحْمدُ للَّهِ الذي سَخَّرَ لَنَا هذا، وما كُنَّا لَهُ مُقْرنين، وإنَّا إلى ربِّنَا لمُنْقلِبُونپس له دې یې دري ځلې الله اکبر وویل او بیا یې وویل: سبحانک إِنِّيپاکي ده تا لره ما په خپل ځان ظلم کړی، پس ما ته پښنه وکړه له تا څخه پرته بل بښونکی نه شته او بیا یې وخندل ور ته وویل شول، اې امیر المؤمنین ولې دې وخندل؟

ویې ویل: نبی علیه السلام مې ولیده چې د ما په شکل یې وخندل او ما ور ته وویل، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دې وخندل؟

ویې فرمایل: ستا رب چې پاکی ده هغه لره تعجب کوی هغه بنده لره کله چې وایې: یا الله ګناهونه مې را ته وبښه په داسې حال کې چې پوهیږی چې پرته له ما څخه د ګناهونو بښونکي نه شته.

         ۴. په سفر کولو کې د لارې اداب هم باید په نظر کې ولرو چې هغه مو د لارې په ادابو کې ولوستل چې کله مخ په هسکه خیژو تکبیر ویل الله اکبر او هم کلمه توحید ویل او کله چې مخ په زوړ کوزیږو سبحان الله ویل او کله چې وادی یا درې ته ورسیږو لااله الاالله والله اکبر ذکر کیږي.

♥♥♥♥♥♥

په سفر کې دعا کول مستحب دی

۱. عن أَبي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ قال: قال: رسولُ الله صلى الله عليه وسلم:(( ثَلاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتجَابَاتٌ لا شَكَّ فِيهن: دَعْوَةُ المَظلوم، وَدَعْوَةُ المسَافِر، وَدَعْوَةُ المسَافِر، وَدَعْوَةُ الوَالِدِ عَلى وَلدِهِ)) رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن. وليس في رواية أَبي داود: (( على ولِدِه)).

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دري دعا ګانې بې له شکه قبلیږي:

۱.دمظلوم دعا

۲.د مسافر دعا

۳.د پلار دعا د زوي په حق کې

♥♥♥♥♥♥

د دښمن او نورو څخه د ویرې په وخت کې دعا کول

۱.عن أَبي موسى الأشعرِيِّ رَضي اللَّه عنهُ أَنَّ رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كانَ إذا خَافَ قَوماً قال: « اللَّهُمَّ إِنَّا نجعلُكَ في نحورِهِم، ونعُوذُ بِك مِنْ شرُوِرِهمْ » رواه أبو داود، والنسائي بإسناد صحيح.

له ابو موسی اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

کله به چې نبی علیه السلام د کوم قوم څخه ویره در لوده، فرمایل به یې: اللَّهُمَّ إِنَّا نجعلُكَ في نحورِهِمیا الله مونږ تا د دښمن په مقابل کې ګرځوو( چې زمونږ ساتنه وکړې) او د دوي له شر څخه په تا باندې پناه غواړو.

♥♥♥♥♥♥

کله چې مسافر منزل یا کور ته رسیږی کوم اعمال به کوی

۱. عن خَولَة بنتِ حكيمٍ رَضي اللَّهُ عنها قالت:سمعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: «مَنْ نَزلَ مَنزِلاً ثُمَّ قال: أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَق، لَمْ يضرَّه شَيْءٌ حتَّى يرْتَحِل مِنْ منزِلِهِ ذلكَ » رواه مسلم.

له خوله بنت حکیم رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: څوک چې منزل یا کور ته ورسیږی او ووایي:أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ...د الله جل جلاله په تامه کلماتو پناه غواړم له شر د هغه څه څخه چې پیدا کړي یې دي، هیڅ شی به ده ته ضرر ونه رسوی تر څو چې د هغه منزل نه کډه وکړي.

له دې کلماتو مراد د الله جل جلاله کلام ازلی صفت دی.

۲. وعن ابن عمرو رَضي اللَّه عنهمَا قال: كانَ رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا سَافَرَ فَأَقبَلَ اللَّيْلُ قال: يَا أَرْضُ ربِّي وَربُّكِ اللَّه، أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شرِّكِ وشَرِّ ما فِيك،وشر ماخُلقَ فيك، وشَرِّ ما يدِبُّ عليك، وأَعوذ باللَّهِ مِنْ شَرِّ أَسدٍ وَأَسْود، ومِنَ الحيَّةِ والعقرب، وَمِنْ سَاكِنِ البلَدِ، ومِنْ والِدٍ وما وَلَد » رواه أبو داود.

له ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

کله به چې نبی علیه السلام سفر کولو او شپه به را ورسیده فرمایل به یې: يَا أَرْضُ ربِّي وَربُّكِ…اې ځمکې زما او ستا رب الله جل جلاله دی، د تا له شر او له شر د هغه څه څخه چې په تا کې دي او له شر دهغه څه چې په تا کې پیدا شوي دي او ستا په مخ ګرځی په الله جل جلاله پناه غواړم، په الله جل جلاله پناه غواړم له شر د زمری او تور( هر هغه څه چې سترګو لیدلی او تر اوسه له هغه شر پیدا کیدای شی) او مار او لړم او د ښار له مسکونینو(جنیات) او پلار(ابلیس) او اولاده(شیاطین).

♥♥♥♥♥♥

مسافر ته په کار ده چې کله یې په سفر کې کار سرته ورسیږی کور ته به په بیړه ستنیږی

۱. عن أَبي هُرَيْرَةَ رضيَ اللَّه عنهُ أَنَّ رسول اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « السَّفَرُ قِطْعةٌ مِن العذَاب، يمْنَعُ أَحدَكم طَعامَه، وشَرَابَهُ وَنَوْمَه، فإذا قَضَى أَحَدُكُمْ نَهْمَتَهُ مِنْ سَفَرِه، فَلْيُعَجِّل إلى أَهْلِهِ » متفقٌ عليه.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: سفر کول یوه برخه د عذاب ده چې یو له تاسي د خوړو، څښلو او خوب څخه بې برخې کوي، کله چې یو له تاسې په سفر کې خپل مقصود تر لاسه کړ، باید خپل اهل طرف ته بیړه وکړي.

♥♥♥♥♥♥

مسافر به په ورځ کې خپل کور ته داخلیږی او کراهیت د دې چې بې له ضرورت څخه د شپې کور ته ولاړ شی

۱.عن جابرٍ رضي اللَّه عنهُ أَنَّ رسولَ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « إذا أَطالَ أَحدُكمْ الغَيْبةَ فَلا يطْرُقنَّ أَهْلَهُ لَيْلاً » .

وفي روايةٍ أَنَّ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم نَهى أَنْ يطْرُقَ الرَّجُلُ أَهْلَهُ لَيْلا. متفقٌ عليه.

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو له تاسې د خپل کور څخه د ډیر وخت لپاره لرې( مسافر) وی باید چې د شپې له خوا خپل کور ته را نه شی.

او په بل روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع کړې ده چې سړی د شپې له خوا خپل کور ته راشی.

کله چې څوک وغواړي چې له یوه طولانی سفر څخه وروسته خپل کور ته راشی، باید چې خپل د کور اهل په جریان کې واچوي او د خپل راتګ خبر ورته ورکړی او په شپه کې نا خبره کور ته داخل نه شی، تر څو خپل اهل یې تیارئ ولری او غافله نه وی.

۲. وعن أنسٍ رضي اللَّه عنهُ قال: كانَ رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وسلَّمَ لا يطرُقُ أَهْلَهُ لَيْلا، وكان يَأْتِيهمْ غُدْوةً أَوْ عشِيَّةً . متفقٌ عليه.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل کور ته د شپې نه داخلیده، مګر په اول د سهار یا د شپې په سر کې به راتلو.

♥♥♥♥♥♥

مسافر چې کله بیرته را ګرځي او خپل ښار وینی څه به وایی

۱. وعن أَنسٍ رَضي اللَّهُ عنهُ قال: أَقْبَلْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، حَتَّى إذا كُنَّا بِظَهْرِ المَدِينَةِ قال: « آيِبُون، تَائِبُون، عَابِدون، لِرَبِّنَا حَامِدُونَ » فلمْ يزلْ يقولُ ذلك حتَّى قَدِمْنَا المدينةَ» رواه مسلم.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

له نبی صلی الله علیه وسلم سره را وګرځیدم( یعنی له خیبر نه) تر څو چې یوه ځای ته ورسیدو چې مدینه منوره مو ولیده، ویې فرمایل: « آيِبُون، تَائِبُون، عَابِدون، لِرَبِّنَا حَامِدُونَ ».او دا یې تکرار ویله تر څو چې مدینې منورې ته ورسیدو.

♥♥♥♥♥♥

مستحب ده دا چې کله مسافر له سفر څخه را وګرځي لومړی مسجد ته ولاړ شی او دوه رکعته لمونځ وکړی

۱. عن كعب بنِ مالكٍ رضي اللَّه عنهُ أَن رسولَ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كانَ إذا قَدِمَ مِنْ سَفرٍ بَدأَ بالمَسْجِدِ فَركع فِيهِ رَكْعتَيْن. متفقٌ عليه.

له کعب بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

کله به چې نبی علیه السلام له سفر نه راتلو، له مسجد نه به یې شروع کوله او په هغه کې به یې دوه رکعته لمونځ کولو.

♥♥♥♥♥♥

د ښځې تنها سفر کول حرام دی

۱. عن أَبي هُرَيرَةَ رضي اللَّه عنهُ قَال: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« لا يَحِلُّ لامْرَأَة تُؤْمِنُ باللَّهِ وَاليَومِ الآخِرِ تُسَافِرُ مَسِيرَةَ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ إلاَّ مَعَ ذِي محْرمٍ عليْهَا » متفقٌ عليه.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ښځې لپاره چې په الله جل جلاله او اخرت ایمان لری روا نه ده، چې د یوې شپې او ورځې په اندازه مسافه سفر وکړی، مګر دا چې محرم ور سره وي.

د ښځې لپاره په تنهائی کې سفر کول حرام دی، او دا چې یوه شپه او یوه ورځ یې ښوولې د دې لپاره چې غالبا سفر کول له دې څخه کم نه وی مګر سفر کول له محرم سره جواز لري.

۲. وعن ابنِ عباسٍ رضي اللَّه عنهما أنه سمع النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: « لا يخلُونَّ رَجُلٌ بامْرأةٍ إِلا ومَعَهَا ذُو محْرم، ولا تُسَافِرُ المرْأَةُ إِلاَّ معَ ذِي محْرمٍ » فقال لَهُ رَجُل: يا رسولَ اللَّهِ إنَّ امْرأتي خَرجتْ حاجَّة، وإِنِّي اكْتُتِبْتُ في غَزْوةِ كَذَا وكَذَا؟ قال: «انْطلِـقْ فَحُجَّ مع امْرأَتِكَ » متفقٌ عليه.

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:

ده رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویې فرمایل: هیڅ نر یا ښځه دې خلوت نه کوی، مګر دا چې محرم ور سره وی او ښځه دې سفر نه کوی، مګر دا چې محرم ور سره وی، بیا یوه کس وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځه مې د حج په قصد بیرون راغلې او زما نوم په هغه ډله خلکو کې لیکل شوي چې فلانۍ فلانۍ غزوې ته روان دی.

نبی علیه السلام وفرمایل: ولاړ شه او له ښځې سره دې حج وکړه.

آن لاين اسلامي لارښود – د اسلامي آدابو څانګه

Print Friendly, PDF & Email