۱- د خاوند برخه :

د خاوند د ميراث برخه النصف (نيمه ) او الربع (څلورمه ) ده .

خاوند نيمه برخه په هغه صورت کې وړي چې د ښځې اولاد يا د اولاد اولاد موجود نه وي .

خاوند څلورمه برخه په هغه صورت کې وړي چې د ښځې څه اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ ….(النسآء ۱۲ ) .

ژباړه:تاسې د خپلو ښځو نيمايي ميراث وړئ که اولاد يې نه وو ، او که اولاد يې وو نو بيا مو د پاتې مال څلورمه برخه ده خو وروسته له هغې چې د هغوی وصيت پوره او قرض يې خلاص کړای شي .

 ۲- د ښځې برخه :

د ښځې د ميراث برخه الربع (څلورمه ) او الثمن (آتمه) ده .

کچېرې د ښځې خاوند مړ شي د هغه څه اولاد يا د اولاد اولاد نه وي ښځې لره (۱/۴ ) برخه ده .

کچېرې خاوند مړ شی او د هغه اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي ښځې لره (۱/۸ ) حصه ده .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم (النسآء ۱۲ ) .

ژباړه:او ستاسې ښځې په هغه صورت کې چې ستاسې اولاد نه وي د پاتې مال څلورمه برخه اخلي .او که اولاد مو ؤ نو بيا آتمه ده .

 ۳- د مور برخه :

د مور برخه الثلث (۱/۳ ) او السدس ( ۱/۶ ) ده .

کچېرې د مړي اولاد موجود نه وي همدارنګه مور يو ورور يا يوه خور ولري نو مور لره (۱/۳ ) حصه ده .

کچيرې د مړي اولاد يا د اولاد اولاد وي او يا د مور د يو څخه زيات وروڼه او خويندې وي نو مور لره (۱/۶ ) حصه ده .

کچېرې د مور او پلار سره خاوند يا ښځه موجود وي نو مور لره (۱/۳ + باقي ) حصه ده .

لقوله سبحانه وتعالی :وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ (النسآء ۱۱ ) .

ژباړه : مور او پلار هر يو په هغه صورت کې چې مړي اولاد پرېښی وي شيږمه برخه اخلي او که بچی ترې نه وي پاتې او وارث يې همدا مور او پلار وي نو مور يې دريمه برخه اخلي او که مړي وروڼه او خويندې درلودل نو مور يې شپږمه برخه اخلي .

۴- د پلار د ميراث برخه :

کچېرې د مړي نارينه اولاد (زوی يا د زوی زوی ) موجود وي پلار لره (۱/۶ ) برخه ده .

کچيرې د مړي ښځينه اولاد پاتې وي (لور يا د لور لور ) پلار لره (۱/۶ + عصبه ) برخه رسيږي .

کچېرې د مړي هيڅ اولاد يا د اولاد اولاد نه وي نو پلار يوازې عصبه ګرځي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ …..(النسآء ۱۱ ) .

ژباړه : مور او پلار هر يو په هغه صورت کې چې مړي اولاد پرېښی وي شيږمه برخه اخلي.

مثال :

کچېرې څوک مړ شي پلار او زوی يې پاتې وي پلار لره (۱/۶ ) باقي د زوی دی .

کچېرې څوک مړ شي پلار او ښځه پاتې شي ښځې لره (۱/۴ ) باقي ميراث د پلار دی .

کچيرې څوک مړ شي لور او پلار يې پاتې شي لور لره (۱/۲ ) پلار لره (۱/۶ ) او نور عصبه ده .

۵- د نيا (انا ) د ميراث برخه :

 نيا په هغه صورت کې ميراث وړي چې مور موجوده نه وي .

د نيا لپاره (۱/۶ ) برخه ده که له يوې څخه ډېرې هم وي همدا برخه به د هغوی په مينځ کې تقسيميږي .

۶- د بابا يا نيکه د ميراث برخه :

بابا (د پلار پلار) هغه وخت ميراث وړي چې پلار موجود نه وي .

د جد (نيکه ) همدارنګه نيا ( د پلار مور) ميراث په سنتو سره ثابت دی چې د ټولو صحابه کرامو او فقهاء کرامو په هغه باندې اجماع ده ( صحيح البخاري کتاب الفرائض باب ميراث الجد ) .

 کچېرې د مړي نارينه اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي بابا لره (۱/۶ ) برخه ده .

کچيرې د مړي اولاد نه وي نيکه عصبه ګرځي .

کچيرې د مړي ښځينه اولاد وي نيکه (۱/۶ +عصبه)برخه اخلي .

۷- د لوڼو (لورګانو ) د ميراث برخه :

کچېرې د مړي څخه يوازې يوه لور پاتې وي او وروڼه ونلري هغې لره (۱/۲ ) حصه ده .

کچېرې دوې يا زياتې لوڼې ورڅخه پاتې شي هغوی لره (۳/۲ ) حصه ده .

لقوله سبحانه وتعالی : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ (النسآء ۱۱ ) .

ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده . نو که ښځينه دوه يا تر دوو زياتې وې نو د ټول مال له دری برخو څخه يې دوې برخې دي او که يوه وه نو نيمه برخه يې ده .

کچېرې يې ورور ورسره وي عصبه ګرځي نو بيا نارينه د ښځې دوه برابره برخه اخلي .

۸- د زوی د لوڼو د ميراث برخه :

په هغه صورت کې چې لوڼې نه وي نو د زوی لوڼې (لمسيانې ) د لوڼو ځای نیسي .

کچېرې يوازې يو لمسۍ وي (۱/۲ ) برخه اخلي .

کچېرې دوې يا زياتې وي وروڼه ورسره نه وي (۲/۳ ) برخه اخلي .

کچيرې د زوی زوی ورسره وي عصبه ګرځي .

کچېرې يوه لور ورسره وي او نور نږدې څوک نه وي چې عصبه يې کړي نو د زوی لور (۱/۶ ) حصه اخلي تر څو دواړه ۲/۳ برخه پوره کړي .

۹- حقيقي خوندې ( چې پلار او مور يې يو وي):

کچېرې يوازې يوه خور وي وروڼه ورسره نه وي (۱/۲ ) برخه اخلي .

کچېرې دوې يا زياتې وي وروڼه ورسره نه وي (۲/۳ ) برخه اخلي .

کچېرې يو حقيقي ورور يا زيات له هغې سره وي عصبه بالغير ګرځي .

کچېرې د مړي ښځينه اولاد (لور يا د زوی لور ) ورسره پاتې وي حقيقي خور عصبه مع الغير ګرځي .

۱۰- د پلارنۍ خور برخې:

کچېرې يوازې يوه خور وي وروڼه ورسره نه وي (۱/۲ ) برخه اخلي .

کچېرې دوې يا زياتې وي وروڼه ورسره نه وي (۲/۳ ) برخه اخلي .

کچېرې يو پلارنی ورور يا زيات له هغې سره وي عصبه ګرځي .

کچېرې د مړي ښځينه اولاد (لور يا د زوی لور ) ورسره پاتې وي پلارنۍ خور عصبه مع الغير ګرځي.

کچېرې د هغې سره حقيقي خور وي په شرط ددې چې ورور يې ورسره نه وي نو پلارنۍ خور (۱/۶) حصه اخلي .

لقوله سبحانه وتعالی : يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالاً وَنِسَاء فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّواْ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ( النۍاء ۱۷۶ ) . 

ژباړه : (ای محمده !) له تا څخه د کلاله (بې بنياده) په هکله پوښتنه کوي ورته ووايه چې الله پاک د کلاله په هکله داسې معلومات درکوي : که سړی مړ شو او اولاد ترې نه وو پاتې خو يوه خور يې درلوده نو خور يې د ټول مال نيمايي برخه وړي او ورور د خپلې خور ټول ميراث وړي چې له هغې څخه اولاد نه وي پاتې او که خورګانې دوې وي نو دواړه د ټول مال دوه پر دری برخه اخلي او که وروڼه او خويندې (دوه يا زيات ) ترې پاتې وو نو هر نر د دوه ښځو په اندازه برخه وړي الله پاک هر څه په بشپړ ډول بيانوي تر څو تاسې بې لارې نشئ او الله پاک په هر څه پوه دی .

۱۱- د مورني وروڼو د ميراث برخه :

کچېرې مورنی ورور يا خور تنها وي د مړي اصل او فرع (نارينه يا ښځينه ) اولاد نه وي نو مورني ورور يا خور لره (۱/۶ ) برخه ده .

کچېرې د پورته شرطونو په صورت کې تر يو زيات وي (۱/۳ ) برخه اخلي .

کچېرې د مړي اصل (پلار يا نيکه ) او فرع (نارينه يا ښځينه اولاد ) پاتې وي مورنی ورور هيڅ ميراث نه اخلي.

 وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ (النسآء ۱۲ ) .

ژباړه : او چېرې کوم سړی يا ښځه کلاله ؤ خو مورنی ورور او خور يې درلودل نو هر يو ترې شپږمه برخه وړي او که له دې څخه زيات وو نو ټول د مړي په دريمه برخه کې شريک دي .خو وروسته له هغه چې شوی وصيت پوره او قرض خلاص کړای شي چې ضرري او تاواني نه وي دا د الله ښوونه ده او الله پاک ښه پوه او زغم واله دی .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email