مخکې مو وويل چې اصحاب فروض هغه کسان دي چې برخې يې په اسلامي شريعت کې ټاکل شوي دي .
ټاکل شويو برخو ته فرائض وايي چې په لاندې ډول دي :
۱- النصف (نيمايي :۱/۲)
۲- الربع ( څلورمه برخه : ۱/۴ ) .
۳- الثمن (اتمه برخه : ۱/۸ ) .
۴- الثلثان ( د دريو برخو څخه دوې برخې ۳/۲).
۵- الثلث ( دريمه برخه : ۱/۳ ) .
۶- السدس ( شپږمه برخه : ۱/۶ ) .
اول د نيمايي (۱/۲) برخې خاوندان :
۱- خاوند :چې کله د مړي اولاد نه وي پاتې .
۲- لور: کله چې يوازې وي .
۳- د زوی لور : په هغه صورت کې چې اصلي لور موجوده نه وي .
۴- حقيقي خور: ( چې د يو پلار او مور څخه وي ) په عربي کې أخت الشقيقة ورته وايي .
۵- علاتي خور ( د پلار د طرفه يا مېرنۍ خور ) .
د ربع (څلورمې ۱/۴ ) حصې خاوندان :
۱- خاوند : په هغه صورت چې د وفات شوې ښځه څخه اولاد (زوی يا لور ) پاتې وي .
۲- ميرمن :په هغه صورت کې چې د وفات شوي خاوند اولاد يا له بلې ښځې نه اولاد موجود نه وي که څو ښځې هم وي برخه يې له (۱/۴ ) نه زياتيږي .
د ثمن (آتمې برخې ۱/۸ ) حصې خاوندان :
۱- ښځه : په هغه صورت کې د آتمې برخې مستحقه ده چې د وفات شوی خاوند د دغه ښځې يا بلې ښځې څخه اولاد ولري ، که څو ښځې هم وي برخه د (۱/۸ ) څخه تجاوز نه کوي .
د ثلثين ( ۲/۳ ) خاوندان :
۱- دوې اصلي لورګانې يا له هغه څخه ډېرې په هغه صورت کې چې د مړي زوی ورسره نه وي .
۲- د زوی دوې لورګانې (لمسۍ ) يا له هغه نه ډېرې په هغه صورت کې چې اصلي لوڼې نه وي او لمسيان ورسره نه وي .
۳- دوې حقيقي خويندې ( چې د يو پلار او مور څخه وي ) يا تر هغه ډېرې په هغه صورت کې چې د وفات شوي کس نه نارينه او ښځينه اولاد نه وي پاتې او هم ورور ورسره نه وي چې عصبه يې کړي.
۴- د پلار خور ( د پلار د طرفه خور) چې دوې يا تر هغه زياتې وي په هغه صورت کې چې د مړي هيڅ نارينه او ښځينه اولاد يا د اولاد اولاد نه وي او همدارنګه حقيقي ورور ، حقيقي خور او پلارنی ورور ورسره نه وي .
د دريمې (۱/۳ ) برخې خاوندان :
۱- مور: په هغه صورت کې چې د مړي څخه اولاد (ښځينه يا نارينه ) پاتې نه وي او د مړي دوې خويندې يا دوه ورونه موجود نه وي.
۲- مورني وروڼه يا خويندې :چې د يوې مور څخه وي او پلورونه يې سره بیل وي ، په شرط ددې دوه وروڼه يا دوي خويندې يا زياتې وي او د مړي اولاد نه وي .
د شپږمې (۱/۶ ) برخې خاوندان :
۱- پلار: په هغه صورت کې چې مړی اولاد ولري .
۲- مور:په هغه صورت کې چې د مړي د اولاد يا د اولاد د اولاد موجود وي او مړي دوې يا زياتې حقيقي يا پلارنۍ خويندې او دوه يا زيات وروڼه ولري .
۳- بابا :کله چې پلار نه وي بابا د پلار حکم لري ۱/۶ برخه اخلي په شرط ددې چې د مړي اولاد يا د اولاد د اولاد موجود وي .
۴- نيا (انا ) : کله چې مور ژوندی نه وي نيا د مور ځای نیسي .
۵- د زوی لوڼې: په هغه صورت کې چې وروڼه يې ورسره نه وي او يوازې يو لور وي تر څو دواړه ۲/۳ برخه پوره کړي .
۶- د مور له اولادونو څخه يو اولاد په هغه صورت کې چې د مړي اولاد يا د اولاد اولاد موجود نه وي .
۷- پلارنی خور: په هغه صورت کې چې يو حقيقي خور ولري چې نيمه حصه واخلي او وروڼه ونه لري ځکه کله چې يو خور نيمه برخه او بله خور شپږمه حصه واخلي د دوی ۲/۳ حصه به پوره شي (۱/۲+۱/۶=۲/۳) .