د وصيت احکام او شرائط

په مخکې درس کې مو وويل چې د مړي څخه د پاتې شوې مال څلور حقونه دي :تکفين او تجهز ، قرضونه ، وصيت او ميراث تقسيم

د پورونو او قرضونو د خلاصولو وروسته به د مړي وصيت د مال په دريمه حصه کې پلی کيږي .

وصيت :

وصيت په لغت کې د بل چا سره د کوم کار په کولو کې عهد کولو يا جانشين جوړولو او تأکيد کولو ته وايي او په اصطلاح کې يو کس ته د ژوند پر مهال د مرګ نه پس د څه کار د ادا کولو ذمه سپارلو ته وصيت وايي .

د وصيت اقسام :

وصيت څلور قسمه دی : واجب ، مستحب ، جايز او مکروه تحريمي .

۱- واجب وصيت : ټول هغه وصيتونه چې د هر قسم قرض ادا کول کوم چې مخکې بيان شول وي د هغه وصيت کول واجب دي .

۲- مسحب وصيت : د وارثانو څخه بغير نورو خپلوانو ته په څه نيک کار کولو باندې وصيت کول مستحب دي .

۳- مباح وصیت : مالدارو خپلوانو يا نورو ته په مشورع کار باندې وصیت کول مباح دي .

۴- مکروه تحريمي : په حرام کار باندې وصيت کول منع دي مثلاً داسې که زه مړ شوم زما قبر به پوخ جوړوئ او همداسې په نورو نا رواه امورو باندې وصیت کول حرام دي .

د وصيت ارکان :

ابن عابدين وايي : د وصيت د پاره فقط يو رکن دی چې ايجاب دی داسې چې وصيت کوونکی ووايي : زه فلاني ته دا وصيت کوم او يا داسې نور الفاظ مګر د موصی قبول شرط دی رکن نه دی .

مګر امام کاساني وايي : د وصيت د پاره د نورو معاملاتو په څير ايجاب او قبول ارکان دي ، داسې چې وصيت کوونکي به په يو شي يو کس ته وصيت کوي او هغه کس به دا وصيت قبلوي .

قال صاحب الدر المختار من الحنفية: ركن الوصية: الإيجاب فقط من
الموصي، بأن يقول: أوصيت لفلان بكذا، ونحوه من الألفاظ. وأما القبول من الموصى له فهو شرط، لا ركن؛ أي أنه شرط في لزوم الوصية وثبوت ملك الموصى به.

وقال الكاساني في البدائع: ركن الوصية عند أئمة الحنفية الثلاثة: الإيجاب والقبول

وصيت په دريو طريقو صورت نيولای شي : بيان ، ليکنه او څوک چې خبرې نشي کولای د هغه د پاره صريح اشاره .

و وصيت شرطونه :

وصيت د لاندې شرطونو په صورت کې صحي دی چې دا شرطونه ځېنې په موصي (وصيت کوونکي ) ، موصی له ( چا ته چې وصیت شوی وي ) او موصی به ( په څه شي چې وصيت ورته شوی وي ) پورې اړه لري .

د موصي (وصيت کوونکي) شروطونه :

۱- اهل : دا چې وصيت کوونکي به د وصيت اهليت لري نابالغ ، ليونی ، نشه او غلام به نه وي د نا بالغ ماشوم ، ليوني او غلام وصيت نه صحي کيږي . مګر حنفي علماؤ مميز ماشوم ته هغه ماشوم چې په معامله پوه وي لکن بالغ نه وي اجازت ورکړی دی .

۲- رضا : دا چې وصیت کوونکی به د خپل اختيار او رضا وي جبر به نه وي .

د موصي له شرطونه :

۱- موجود به وي .

۲- معلوم به وي .

۳- د تمليک او حق ادا کولو اهليت به لري .

۴- په دار الحرب کې به نه وي .

د موصي به شرطونه :

۱- دا چې مال به وي (مباح او د استفادې وړ ) .

۲- دا چې شرعاً به جايز وي .

۳- د قبض او تسليم وړ به وي .

۴- د موصي ملکيت به وي او معلوم به وي ( د بل چا په مال کې وصيت نشي کولای ) .

۵- په معصيت او ګناه سره به نه وي .

د وصيت د عملي کولو شرطونه :

۱- دا چې هغه به پوروړی نه وي يا به د هغه مال حجر شوی نه وي ځکه چې د وصیت د ادا کولو څخه د قرض ادا کول مقدم دي او همدارنګه په وصيت کې به ټول وارثان رضا وي  .

۲- دا چې وصيت د ترکې د ۱/۳ حصې څخه زيات نه وي .

حضرت سعد بن وقاص يو ځل سخت ناروغ شو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د ناروغۍ پوښتنې ته تشريف راوړ هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې يا رسول الله ! زما سره مال او جايداد کافی دی او زما يوازې يو لور ده زه غواړم چې د مال دوې حصې په دريو کې صدقه کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې داسې کول صحي نه دي بيا هغه وفرمايل :چې ښه ده نيمه به صدقه کړم هغوی (صلی الله عليه وسلم ) بيا منع کړ هغه په دريم ځل وويل چې ښه ده دريمه حصه به صدقه کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «الثلث والثلث كثير» (هو دريمه خو کولای شې خو دا هم زياته ده ) .

بيا جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ډيره حکيمانه وينا وفرمايله :

إنك أن تذر ذريتك أغنياء خير من أن تذرهم عالة يتكففون الناس(فتح الباري شرح البخاري ) .

يعنې : تا لره خپل وارثان خوشحاله پرېښودل ددېنه زيات ښه دي چې هغه بالکل تنګدست پرېږدې او هغوی د خلکو په مخ کې لاس غزوي .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه به فرمايل : چې که خلکو د ۱/۳ پر ځای ۱/۴ وصيت کولی ډير به ښه وو ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دريمې حصې د اجازت سره دا فرمايلي چې دا هم زياته ده .

د وصيت د بطلان اسباب :

۱- دا چې د موصي اهليت له مينځه لاړ شي (ليونی شي ) .

۲- کله چې موصي (وصيت کوونکی ) مرتد شي او مرتد مړ شي .

۳- دا چې وصيت په کوم شرط پورې معلق وي او هغه شرط صورت ونیسي مثلاً ووايي که زه په دغه سفر کې وفات شوم يا په دغه کال کې وفات شوم خو په هغه وخت کې وفات نشي وصيت يې باطل دی .

۴- دا چې د خپل کړي وصيت څخه انکار وکړي .

۵- د موصي له ( چا چې وصيت شوي ) د هغه وفات د موصي د وفات څخه مخکې .

۶- دا چې موصي له موصي ووژني وصيت باطل دی .

۷- دا چې په کوم شي يا کومه حصه د مال يې وصيت کړی وي هغه هلاک او له مينځه ولاړ شي .

د وصيت اثبات :

د فقهاؤ په اتفاق مستحب ده چې وصيت وليکل شي او د وصيت شروع په بسم الله ، الحمدلله او درود سره وشي بيا د دوو شاهدانو په مخ کې د وصيت اعلان وکړي هغه که په اقرار سره وي يا ليکلو سره .

څلورم- د ارث يا ميراث تقسيم :

د مړي څخه د پاتې شوي مال دری حقوق (تکفين ، تجهيز ، قرضونه او وصيت ) مو ولوستل اوس څلورم حق چې د ميراث تقسيم دی بيانوو .

د وصيت د پلې کولو وروسته به پاتې ميراث د مړي د ورثې په مينځ کې د اسلامي شريعت له مخې تقسيميږي .

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً