د مړي څخه د پاتې شوي مال يا ارث حقوق په لاندې ډول دي .

اول- تکفين او تجهيز:

هغه مال چې مړیيې له ځانه پرېږدي ، لومړی به له دغه مال څخه د مړي د تکفين او تجهيز (غسل ، کفن ، د قبر کېندل اونور ) مصارف پرته له اسراف څخه تر سره کيږي .

دوهم-قرضونه :

وروسته به د پاتې مال څخه د مړي قرضونه او پورونه ورکول کيږي .

د قرضونو اقسام :

قرضونه څلور ډوله دي لکه : معلق قرض يا ګروي ، د الله تعالی د حقوقو قرض لکه : زکات ، کفارات ، نذرونه او نور ، د بنده ګانو هغه قرض چې د روغتيا پر مهال يې کړی او څلورم قسم د مرض الموت قرض دی.

۱- د ژوند قرضونه : که د ژوند په حالت کې هغه د چا څخه څه قرض کړی وي او يا يې د چا څخه څه مال اخيستی وي او قرض په ده باندې پاتې وي همدارنګه د ښځې مهر ورباندې پاتې وي يا يې څه تاوان کړی وي او دی پوروړی وي معلوم وي اقرار يې ورباندې کړی وي او وصيت يې هم کړی وي نو د مړي د تکفين او تجهيز وروسته به لومړی دده قرضونه ادا کيږي که ترکه (ميراث ) کمه وي او قرضونه زيات وي نو قرض غوښتونکو ته يې بښل پکار دي که يې ونه بښي په وارثان يې ادا کول واجب نه دي مګر که د هغه وارثان يا بل کس يې قرضونه ادا کړي کار د خير دی .

که ترکه کمه وي او قرضداران زيات وي مثلاً قرض ۲۰۰ خو ترکه ۱۰۰ روپۍ وي نو ترکه به د قرضونو په تناسب ويشل کيږي مثلاً د يو کس ۱۰۰ روپۍ دي او د دوو کسانو پنځوس پنځوس دي نو هغه يو کس ته پنځوس او دغو دوو کسانو ته به ۲۵ افغانۍ ورکړي .

۲- د مرض قرض : د مرض قرض هغه قرض دی چې چا ته معلوم نه وي خو مړي د مرض الموت په وخت په هغه باندې اقرار کړی وي د مرض د قرض حکم دا دی چې هغه به د ژوند د وخت د قرضونو څخه وروسته ادا کيږي .

۳- معلق قرض : معلق قرض يا ګروي که ګروه شی ورسره وي هغه به مالک ته سپارل کيږي او او که ګرو شی نه وي معلق قرض به د تکفين او تجهيز وروسته ادا کيږي .

۴- د حقوق الله قرض : که په چا باندې زکات پاتې وي يا لمونځونه او روژې يې ترک کړي وي يا څه کفارات او نذرونه ورباندې پاتې وي نو په وارثانو يې ادا کول په دوو شرطونو واجب دي .

الف ) چې مړي وصيت کړي وي که مړي وصيت نه وي کړی ادا کول يې واجب نه دی لکن که وارثان يې پر خپله خوښه ادا کړي ښه کار دی .

ب ) : دا چې د تکفين ، تجهيز او قرض ادا کولو وروسته د ترکې په ۱/۳ حصه کې ادا شي که دده زکات ، د لمانځه او روژې او نورو فديه د ترکې ۱/۳ حصې څخه زياته شوه نو په وارثان يې ادا کول واجب نه دي .

د قرض د نه ادا کولو سزا :

د قرض نه ادا کول او د هغه په ادا کولو کې غفلت کول ددې سبب ګرځي تر څو له دنيا څخه سړی په داسې حال کې رحلت وکړي چې د خلکو پوروړی وي ، په داسې حال کې چې په آخرت کې نه درهم شته او نه دينار بلکي هلته به د پيسو په مقابل کې د نيکو اعمالو بدله او ثواب ورکول کيږي ، د پور د نه ادا کولو په اړه په احاديثو کې د وعيد او سخت خبرداری ډک ارشادات :

د ابی موسی ضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي:

اَغْظَمُ الذَّنُوبِ عِندَاللهِ اَنْ يَّلْقَاه عَبْدُ ُ بعدَ الْكَبَائِرِالَّتِي نَهي اللهُ عَنْهَا اَنْ يَّمُوْتَ رَجُلُ وَ عَلَيْهِ دَيْنُ ُ لاَ يَدَعُ لَهُ قَضَاءُ ُ (رواه احمد)

د هغو کبيره ګناهونو نه پس – د کومو نه چه الله تعالی منع فرمائلی ده لکه (شرک،زنا،وغيره) د ټولو نه لويه ګناه دا ده چه سړی په داسې حال کې مړ شي چې په هغه باندې د چا قرض وي او د هغه د ادا کولو لپاره يې څه نه وی پريښي.

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

نَفْسُ الْمؤْمِنِ مُعَلَّقَةُ ُ بِدَيْنِهِ حَتَّي يُقْضي عَنْه (ابن ماجه ،ترمذی ،داؤد اومسنداحمد)

د مؤمن بنده روح د هغه د قرض په وجه زوړند او بند کړ شوی وي ترهغې پورې چه څو پورې د هغه قرض نه وي ادا شوی .

د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

يُعْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ اِلاَّ الدَّيْنَ (رواه مسلم)

شهيد لره به د ټولو ګناهونو مغفرت وشي بغير له قرض څخه .

.…. وَالَّذِي نَفْسَ مُحَمَّدُ ُ بَيَدِه ِ لَوْ اَنَّ رَجُلاً قَتَلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ َ عَاشَ وَعَليهِ دِيْنُ مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّي يُقْضي دَينُه ( رواه احمد ، المستدرك على الصحيحين )

ژباړه : قسم دی په هغه پاک ذات باندې د چا په قبضه کې چه د محمدصلی الله عليه وسلم روح دی ،که چېرې يوسړی دالله تعالی په لارکې (جهاد) کې شهيد شي او بيا ژوندی شي او بياشهيد شي او بيا ژوندی شي او بيا د خدای (جل جلاله) په لار کې شهيد شي او د ده په ذمه باندې قرض وي نوهغه جنت ته تر هغې پورې نشي تلی ، څو پورې چه د ده قرض نه وي ادا شوی .

مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ (رواه البخاري )

ژباړه : كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلي ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يې اداکړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشي کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړي ) او چه څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم دهغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي ).

د مړي قرض  په چټکی سره خلاصول په کار دي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا عادت ؤ چه کله به کومه جنازه ده ته پيش شوه نوهغوی صلی الله عليه وسلم به د مړي له ورثې څخه پوښتنه کوله چه آيا په دغه کس باندې د چا قرض شته او که نه؟ که به د چا پوروړی وو نو د مړی ورثې ته به يې د هغه د قرض په ادا کولو حکم کولو.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email