د قبرونو د زيارت بدعتونه او خرافات

۱- په قبرونو کې چراغ بلول چې د حديث په نص سره حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم  په قبرونو باندې په چراغ بلونکو لعنت فرمايلی دی (مشکواة ).

۲- څادر غوړول يا په رخت کې پوښل وغيره چې ددې څخه هم په حديث کې صريح مخالفت شوي دی .

۳- د مړو په نوم نذر منل چې مطلق حرام دی (بحر الرائق).

۴- بيا د نذر تبرک ګڼل او د هغی خوړل او تقسيمول حرام دي (بحر الرائق) .

۵- په قبرونو ساز او سرود کول ساز او سرود خو هسی هم حرام دي چې د هغی په ممانعت کې ډير احاديث صراحة راغلي دي .

۶- د عامو ښځو په قبرونو باندې جمع کيدل .(لعن الله زائرات القبور ) يعنې الله جل جلاله  لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه د قبرونو زيارت وکړي .

۷- د قبرونو پخ او اوچت جوړول . نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  منع فرمايلی د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا دڅه شی زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (دنوم اوتاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .

۸- د قبر نه طواف کول چې قعی حرام دی (ملا علی قاری رحمه الله وايې طواف يواځی کعبی شريفی ته خاص دی او بس ).

۹- قبر يا زيارت ته سجده کول که قصداً وی صريح کفر دي او که بې قصده وي ګناه کبيره ده .

 (فتاوی دارالعلوم ديوبندی او کفايت المفتي ج ۹ ص ۹- ۳۰)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً