قال الله تعالی: {وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ} الحجر: ٨٨

و قال تعالی: {وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ} آل عمران: ١٥٩

الله جل جلاله فرمایی: او ټیټ کړه خپل وزررونه( بازو ګان) د مسلمانانو لپاره.

او هم فرمایی: او که چیرې ته تند خویه او سخت زړۍ وې، نو دوی به دې له خوا څخه تیت شوي وو.

 

۱.عَنْ عدِيِّ بن حَاتمٍ رضي اللَّه عنه قال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « اتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ فَمَنْ لَمْ يجدْ فَبِكَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ » متفقٌ عليه.

له عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه ورایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له جهنم نه ځان وساتئ اګر که په نیمه دانه خرما باندې وي او که چا پیدا نه کړه، پس هغه لره نیکه خبره بس ده.

 

۲.وعن أبي هريرة رضي اللَّه عنه أن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: والكلِمةُ الطَّيِّبَةُ صدَقَةٌ » متفقٌ عليه. وهو بعض حديث تقدم بطولِه.

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی صلی الله علیه وسلم وفرمایل: او نیکه خبره صدقه ده.

 

۳.وعن أبي ذَرٍّ رضي اللَّه عنه قال: قال لي رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « لا تحْقِرَنَّ مِنَ المعْرُوفِ شَيْئا، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أخَاكَ بِوَجْهٍ طَلِيقٍ » رواه مسلم.

له ابو ذر رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته وفرمایل: له نیکیو څخه هیڅ شی کم مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په خلاصه ټنډه مخامخ شې.

 

مستحب دي دا چې خبرې واضح او روښانه وي او که بې له تکرار څخه څوک نه پوهیږی تکرار شي

۱. عن أنس رضي اللَّه عنه أن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كانَ إذا تَكَلّم بِكلِمَةٍ أعَادها ثَلاثاً حَتَّى تُفْهَم عَنه، وإذا أتَى عَلى قَوْمٍ فَسَلَّمَ عَلَيْهِمْ سَلَّمَ علَيْهِمْ ثَلاثا. رواه البخاري.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

کله به چې نبی صلی الله علیه وسلم کومه خبره کوله، دري ځلې به یې تکرروله، تر څو په خبره خلک پوه شي، او کله به چې یوې ډلې خلکو ته راغی نو دری ځلې به ېې سلام کولو.

یعنې کله چې یو څوک خبرې کوي نو باید خبرې یې واضح وي تر څو ټول پرې پوه شي او دا چې دری ځلې به یې سلام اچولو د څو دلیلونو له مخې:

خطابی رحمة الله وايي: چې دري ځله سلام د دې لپاره وو چې خلک زیات وو او نبی علیه السلام به په اول، مینځ او اخیر کې سلام کولو تر څو ټول خلک د نبي علیه السلام سلام کول واوري.

یا دا چې لومړۍ سلام د اجازه اخیستلو دوهم د تحیې او کله چې څوک کور ته داخلیږی او دریم سلام د الله په امانۍ لپاره دی.

 

۲.وعن عائشة رضي اللَّه عنها قالت: كان كلامُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم كلاماً فَصْلا يفْهَمُهُ كُلُّ مَن يَسْمَعُه. رواه أبو داود.

له عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې ویې ویل:

د نبی صلی الله علیه وسلم خبرې روښانه وې چې هر چا به اوریدلې، پرې پوهیدل به.

 

کله چې نیکې او د دین خبرې کیږی د هغه اوریدل او خلکو ته په چپوالی امر کول

۱.عن جَرير بن عبدِ اللَّه رضي اللَّه عنه قال: قال لي رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم في حجَّةِ الْوَدَاع: « اسْتَنْصِتِ النَّاسَ » ثمَّ قال: « لا ترْجِعُوا بعْدِي كُفَّاراً يضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَاب بَعْضٍ » متفقٌ عليه.

له جریر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

په حجة الوداع کې نبی علیه السلام را ته وفرمایل: خلکو ته امر وکړه چې خاموش شي، او بیا یې وفرمایل: وروسته له مانه کافر نه شی، چې بعضې د بعضې نورو غاړې ووهۍ.

« لا ترْجِعُوا بعْدِي كُفَّاراً يضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَاب بَعْضٍ » یعنې د کفارو په څیر مه کیږي چې یو د بل غاړې ووهۍ، یا دا معنی چې د اخرت د نعمتونو نا شکره مه جوړیږۍ چې هغه دا ایجابوي چې دا کار وکړئ او یا دا چې حقیقتا کافر مه جوړیږئ هغه دا چې یو د بل غاړې ووهي او دا کار حلال وګڼي.

او دا حدیث شریف بیانوي چې: مسلمانان بايد ډیر متوجه وي چې داسې نه شي چې قومي، شخصي حزبي او ژبني نزاکتونه ددې سبب شي چې یو مسلمان د بل مسلمان وینې تویې کړي، ځکه چې په دې کې شک نه شته چې څوک د داسې کار مرتکب شو او حلال یې و ګڼل کافر او د الله جل جلاله له دین څخه د ارتداد سبب جوړیږي. العیاذ باالله، اوهم باید جزئي سیاسي اختلافات ددې سبب جوړ نه شي چې یو مسلمان د بل مسلمان وینې تویې کړي، ځکه د جهاد ساحه د امتحان او ازمایش ساحه ده او څوک چې د مسلمان وینې تویوي اګر که هغه حلاله ونه بولي جهاد یې باطل او العیاذ باالله خپل ځان د دنیا او اخرت له خسران سره مخامخ کوي.

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email