د قبر اوږدوالې د مړی د قد په اندازه وي ژوروالی (عمق ) يې د انسان د قامت ټټر يا سېنې په اندازه دی تر هغه زيات بهتره دی او عرض يې د طول يا اوږدوالی نيمايې وي  .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی : «احفروا وأوسعوا وأعمقوا» (رواه الترمذي، وقال: حسن صحيح)

يعنې : وکنئ (قبرونو) پراخه او ژور .

وعند الحنفية: مقدار نصف قامة، أو إلى حد الصدر، وإن زاد مقدار قامة فهو أحسن ( فقه الاسلامي وادله ) .

بغل ګور (لحد) بهتره دي خو که زمکه خامه وي نو بيا سيده (شق ) قبر هم صحي دی .

بغل ګور داسې وي چې لومړی قبر کني بيا د قبلې طرف ته د مړي د جسد په اندازه بغل ګور کني او شق قبر سيده وي چې بغل ګور نلري د پای برخه د جسد په اندازه کېندل کيږي او بيا په ډبرو باندې پوښل کيږي وروسته خاورې ورباندې اچول کيږي .

واللَّحْد باتفاق الفقهاء أفضل من الشَّق: والمراد باللحد: أن يحفر في جانب القبر القبلي مكان يوضع فيه الميت بقدر ما يسعه ويستره. أما الشق: فهو أن يحفر قعر القبر كالنهر، أو يبنى جانباه بلبن أو غيره (فقه الاسلامي وادله ) .

په قبر کې چه کله مړی ږدی داسې به وایې «بسم الله وعلى سنة رسول الله » يا (رواه أبو داود والترمذي) يا «بسم الله وعلى ملة رسول الله » ورسته به مړی پر ښی اړخ قبلې ته مخامخ څملوي .

د مړی په قبر کې تر ايښودو ورسته به حاضر کسان په لاسو کې خاوری واخلی دری ځله به يې په د سر طرف قبر باندی واچوي په دليل د حديث د ابی هريرة رضی الله عنه: «أن النبي صلّى الله عليه وسلم صلى على جنازة، ثم أتى قبر الميت، فحثى عليه من قبل رأسه ثلاثاً» (رواه ابن ماجه)

ځنو فقهاؤ ليکلي دي په لومړی ځل به وايی [مِنْهَا خَلَقْنکُمْ] او دوهم ځل وايې [وَفِيْهَا نُعِيْدُکُمْ] او دريم ځل وايي [وَمِنْهَا نُخْرِجُکُمْ تَارَةً اُخری] يعنی: الله تعالی فرمايي: چې ما تاسې ددې خاورې نه پيدا کړي يئ او بيا مو ديته بيرته واپس کوو او ددې نه مو دوباره د قيامت په ورځ را باسو.

مړی له تابوت سره خښول جواز نلري (المقرب لأحکام الجنائز ).

د مړی د سر او پښونه بغير نوري د سينی او پښو د کفن غوټی خلاصول پکار دي (المقرب لأحکام الجنائز ).

قبر ماهی پوشت شکله جوړيږي چه لوړوالې به يې تر يوه لويشت لوړ نه وي .

د ښځی قبر ته انتقال په وخت کې پرده ضروري ده .

په قبر ابه شيندل مستحب دي .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (۳۲/۲۵۰) : ” صرح الحنفية والشافعية والحنابلة ؛ بأنه يسن أن يرش على القبر بعد الدفن ماء؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم فعل ذلك بقبر سعد بن معاذ …

د مړي د دفن څخه وروسته دعا کول سنت دي ، ځکه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا ؤ چې کله به مړی خښ شو و به دريده او فرمايل به يې : خپل ورور ته مو د بخښنې او ثبات دعا و کړئ ځکه اوس د هغه څخه پوښتنې کيږي . په دليل د دغه حديث شريف : لما رواه أبو داود (3221 ) من حديث عثمان بن عفان رضي الله عنه قال : كان النبي صلى الله عليه وسلم : (إِذَا فَرَغَ مِنْ دَفْنِ الْمَيِّتِ وَقَفَ عَلَيْهِ ، فَقَالَ : اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ ، وَسَلُوا لَهُ بِالتَّثْبِيتِ ، فَإِنَّهُ الْآنَ يُسْأَلُ) (ابوداود او سلسلة الصحيحية ) .

موسوعة الفقهية ليکي : د مړي د دفن وروسته د مسلمانانو د يوې ډلې توقف کول او مړې د پاره دعا او بخښنه غوښتل مستحب دي ځکه په دغه وخت له مړې څخه منکر او نکير سوال کوي .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (4/41) : “الاستغفار عبادة قوليه يصح فعلها للميت … وعقب الدفن يندب أن يقف جماعة يستغفرون للميت , لأنه حينئذ في سؤال منكر ونكير … وصرح بذلك جمهور الفقهاء ” انتهى .

ابن منذر رحمه الله وايي : د دفن وروسته په قبر باندې مړي ته اجتماعي دعا جايز ده .

امام الترمذي رحمه الله وايي : د دفن څخه وروسته په قبر باندې توقف او دعا کول د مړي د پاره د جنازې د لمانځه وروسته کومک او مدد دی ځکه د مسلمانانو د جنازې لمونځ د ده د پاره د عسکرو په شان وو کوم چې د پاچا په دروازه کې جمع شوی وي او د ده د پاره شفاعت کوي ، همدارنګه په قبر توقف او د ثبات دعا د ده د پاره مدد دی ځکه دغه وخت له ده څخه سوال کيږي . “حاشية الروض” لابن القاسم (3/124) .

کفايت المفتي ليکي : د دفن وروسته د مړي سر طرف ته د البقرې سورت اوله حصه او پښو طرف ته يې آخره حصه تلاوت کول مستحب دي .

و کان ابن عمر يستحب ان يقرا علی القبر بعد الدفن اول سورة البقرة ، و خاتمها (ثم بعد صفحات ) فقد ثبت انه عليه السلام قرأ اول سورة البقرة عند رأس الميت ، وآخرها عند رجليه ( ردالمختار ، باب جنائز ۲/۲۳۷- ۲۴۲ ) .
مګر په قبر باندې په زوره د کلمې ويل او همدارنګه اذان کول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي ثابت شوې

د قبرونو د پاسه کېناسل او هغه ته مخامخ لمونځ کول منع دي .

لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها(مسلم ).

د قبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوئ .

نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه (ابؤداود).

رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلې د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا د څه شي زياتول ،دهغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل (د نوم او تاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی ).

مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email