صلاة جنازة ( د جنازې لمونځ )

د جنازی د لمانځه حکم :

د جنازی لمونځ فرض کفایی دی .

که د يوه کلي ځنی کسان جنازی ته ورشی نو د پاتې کسانو غاړه به هم خلاصه وي.

 او که د کلي څخه يو هم ورنشي نو ټول به ګهنکار شي.

د جنازی د لمانځه شرطونه :

د جنازی د لمانځه دوه قسمه شرطونه دي يو هغه دی چه په لمونځ کونکی پوری اړه لري اودوهم هغه دي چه په مړی پوری اړه لري.

اول- دلمانځ کونکی لپاره هغه ټول شرطونه موجود کيدل پکار دی کوم چه دعامو لمونځو نو لپاره ضروری وي ،مګر په دؤ شيانو کې فرق دی .

لومړی: که د جنازې د لمانځه د تلو ويره وي نو تيمم به وهي حال دا چې د عامو لمونځونو لپاره پداسې حالت کې تيمم نشته ، دوهم په نورو لمونځو کې رکوع او سجده وي د جنازې په لمونځ کې رکوع او سجده نشته .

دوهم- کوم شرطونه چه د مړي سره تعلق لری هغه دا دی :

۱-  مړی به مسلمان وي په کافر باندې د جنازې لمونځ کول نشته .

۲- د مړی پاکوالی (غسل ) د غسل څخه مخکې د جنازې لمونځ کول جايز ندي .

۳- د کفن موجوديت او پاکوالی .

۴- د مړی د ستر پټوالی .

 ۵- د مړی د جنازی موجوديت او همدارنګه د هغه د جسد موجوديت دا چې د مړي د جسد اکثره برخه به موجوده وي په اندام باندې جنازه نه کيږي .

د جنازی د لمانځه د ادا کولو طريقه :

ټولو نه مخکې به صفونه برابر کړئ يو صف ، دری صفه ،پنځه يا اوه صفونه غوره دا ده چه طاق وي .

د مړی جنازه به د صفونو مخی ته کښيږدي که نر وي امام  به د مړی د سر طرف ته او که ښځه وي د جنازی د وسط په مقابل کې ودريږي (قوله: صَلَّيْتُ خَلْفَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم وَصَلَّى عَلَى أُمِّ كَعْبٍ مَاتَتْ وَهِيَ نُفَسَاءُ فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم لِلصَّلاَةِ عَلَيْهَا وَسَطَهَا».  (طبراني ).

بيا به امام او مقتديان د جنازي د لمانځه نيت وکړی .

بيا به الله اکبر ووايي لاسونه به د دواړو غوږو د نرميو په اندازه پورته کړي لکه د نورو لمونځونو په څير لاسونه به تر نامه لاندې وتړی او ثنا سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ ………… به وايي   .   

له ثنا ويلو ورسته به امام په زوره او مقتديان په ورو لاسونه به نه پورته کوي  الله اکبر به ووايې بيا به درود شريف (اللهم صل او اللهم بارک) ووايې بيا به دريم تکبير الله اکبر ووايی د مړی دعا به ووایې د بالغ نارينه او ښځی د جنازی دعا داسې ده :

اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَأُنْثـَانَا اَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيتَهُ مِنَا فَأَحْيهِ عَلىَ الإسْلَامِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلىَ الإيمَان

(( ای الله ! زمونږ ژونديو،زمونږ مړيو او هغه خلک ته چې حاضر دی او هغه چې غالب دی ،زمونږ کوچنيان،زمونږ لويانو زمونږ ښځو ته بخښنه وکړی ، ای الله ! په مونږ کې چې چا ته ژوند ورکړی نو په اسلام سره يې ژوندي وساتې او چا ته چې له مونږ نه مرګ ورکړی نو له ايمانه سره مرګ ورکړی )).

که نابالغه ماشوم وي دا دعا لوستل کيږي: :

اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَاً وَّ مُشَفَّعًا.

ای الله ! دغه کوچنی زمونږ د نجات او خلاصون د پاره مخکې جوړ کړی او دغه زمونږ د پاره د شفاعت وسيله او سبب جوړ کړی او زمونږ د پاره يې اجر او ذخيره کړی.

د نا بالغه ماشومې نجلې لپاره دا دعا لوستل کيږي :

اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَةً وَّ مُشَفَّعًه.

بيا به څلورم تکبير الله اکبر ووایي سلام به وګرځوی .

چې پدې سره د جنازي په لمونځ کې څلور تکبيرونه شو د لومړی تکبير نه ورسته ثنا ويل دوهم تکبير سره درور ويل دريم تکبير سره مړی ته دعا ويل او په څلورم تکبير سره دواړو خواوو ته سلام ګرځول .

لاسونه يواځی په لومړی تکبير کې پورته کيږي په نورو تکبيرونو کی لاسونه نه پورته کيږي .

www.dawat610.com

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً