د مسافر لمونځ

د احنافو په نزد په مسافر باندې واجب ده چې په فرض لمانځه کې قصر وکړي يعنې څلور رکعته لمونځ به دوه رکعته ادا کوي په دليل د دغه حديث شريف :

«فرض الله الصلاة على لسان نبيكم في الحضر أربع ركعات، وفي السفر ركعتين، وفي الخوف ركعة (رواه المسلم ) .

يعنې : الله تعالی ستاسې د نبي په ژبه فرض کړی دی لمونځ د اقامت په حالت کې څلور رکعته او د سفر به حالت کې دوه رکعته او د خوف او وېرې په حالت کې يو رکعت .

مسافر به کله قصر کوي؟

مسافر به په لاندې شرطونو قصر کوي .

۱- دا چې د دريو ورځو او شپو د اوښ يا انسان د پياده سفر مسافه وي چې دا مسافه د جمهورو فقهاؤ په نزد ۴۸ ميله يا ۷۸ يا ۸۸ کيلو متره کيږي .

۲- دا چې مسافر د نيمې مياشتې يا پنځلسو ورځو څخه د کم اقامت يا اوسيدو نيت کړی وي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

د طيارې او موټر د سفر حکم :

د جمهورو فقهاؤ امام کاساني حنفي ، ابن عابدين حنفي، امام شافعی ، امام مالک او امام احمد به نزد کچيرې څوک دغه ۴۸ میله مسافه پر يو ساعت کې طی کړي قصر به کوي .

فنقل الكاسانيّ في بدائعه ما روي عن أبي حنيفة‏:‏ من أنّ المسافر لو سار إلى موضع في يوم أو يومين، وأنّه بسير الإبل، والمشي المعتاد ثلاثة أيّام فإنّه يقصر، اعتباراً للسّير المعتاد‏.‏

وهذا القول يوافق المذاهب السّابقة (الحنابله ، الشافعيه و المالکيه )؛ لأنّ أبا حنيفة اعتبر أنّ العلّة هي قطع المسافة‏.‏

و قال ابن عابدين : (قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)

په سفر کې د سنتو حکم :

کچيرې مسافر کافي وخت ولري يعنې د اطمنان حالت وي نو سنت به ادا کوي مګر که د سورلۍ د تللو ويره وي يا نور څه ويره وي د سنتو پريښودل باک نه لري مګر د سهار سنت به ادا کوي چې د هغه په باره کې ډير تأکيد شوی دی.

درالمختار ليکي : وياتي المسافر بالسنن ان کان فی حال امن و قرار و الابان کان فی خوف و قرار لا ياتي بها هو المختار لانه ترک لغذر … الخ قيل الا سنة الفجر ( درالمختار – فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۰۶ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً