د جُمعي د لمانځه اقامه فرض ده په مصر کې د امام (سلطان) موجوديت چې د شرعي حدودو نافذولو باندې مشتمل وي دا شرط د متخرينو حنفي فقهاوو په نزد سره متروک شوی دی ،او ددې پر ځای د مسلمانانو اتفاق د جومات په امام باندې کافي دی .

ځکه په موجوده زمانه کې د سلطان په ځای د مسلمانان اتفاق کافي ګڼل کيږي او د جوماتونو د امام وغيره اتفاق کافي دی ځکه چې په لويو ښارونو کې ډير جوماتونه وي چې هلته د جُمعي لمونځ ادا کيږي د ټولو ښارونو يا د اکثرو اتفاق د جوماتونو د امامانو د پاره آسان نه دی او نه ددی څه ضرورت شته (کفايت المفتي ج۴ ص ۲۲۴ ) .

په هغوملکونو کې چيرې چې مسلمانان اوسيږي او حکومت يې د کفر وي يا وضعي نظام وي چې فصيلې په قرآن نه کيږي بلکی د پرديو په آيين ، ساختګي قوانينو تر سره کيږي نو هلته به پخپله مسلمانان د جمعي لمونځ قايموي .

درالمحتار ليکي :

بلاد عليها ولاة کفار يجوز للمسلمين اقامة الجمع ولاعياد فيها (درالمحتار – باب جمع ۱۳۷/۲ ط سعيد ) .

فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار – باب جمعه ۱۲۴/۲ ط سعيد ) .

د هندوستان لپاره چې مطلق دارالحرب دي حنفي فقهاوو د جُمعي د لمانځه د قيام حکم ورکړي دی دغه مطلب د احناف ستر مفتي کفايت الله دهلوي په کفايت مفتي څلورم جلد ۲۲۴ صفحه په تفصلي ډول ليکلي دی .

په دې اړه د سعودي عربستان د علمي څيړنو او افتاء دائمي ټولنې څخه په لاندې ډول سوال شوی دی :

هل تقام صلاة الجمعة في دار الحرب ؟ أو دار الكفر ؟

الحمد لله

فرض الله تعالى صلاة الجمعة على المسلمين المستوطنين في مدينة أو قرية ، ونهى عن التشاغل عنها ببيع أو شراء أو نحوهما ، لعموم قوله تعالى : ( يا أيها الذين آمنوا إذا نودي للصلاة من يوم الجمعة فاسعوا إلى ذكر الله وذروا البيع ذلكم خير لكم إن كنتم تعلمون ) الجمعة/9 ، ولما ثبت من حديث عبد الله بن عمر وأبي هريرة رضي الله عنهم ، أنهما سمعا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول على أعواد منبره : ( لينتهن أقوام عن ودعهم الجمعات أو ليختمن الله على قلوبهم ثم ليكونن من الغافلين ) مسلم 2/591 . ولإجماع الأمة على ذلك وليس في الشريعة دليل صحيح يدل على اختصاص افتراضها بدار الإسلام دون دار الحرب فوجب على المسلمين المستوطنين في دار الكفر أن يؤدوا صلاة الجمعة .

فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء 8/186

يعنې : الله تعالی په ښارونو کې پر مسلمانانو باندې د جمعې لمونځ فرض ګرځولی دی ، د جمعې د لمانځه د ادا د تيارۍ حکم يې کړی دی او په دغه وخت کې د مشغتيا ، خريد او فروش څخه منع فرمايلي ده .

قوله تعالی : ( يا أيها الذين آمنوا إذا نودي للصلاة من يوم الجمعة فاسعوا إلى ذكر الله وذروا البيع ذلكم خير لكم إن كنتم تعلمون ) الجمعة/9 ، ولما ثبت من حديث عبد الله بن عمر وأبي هريرة رضي الله عنهم ، أنهما سمعا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول على أعواد منبره : ( لينتهن أقوام عن ودعهم الجمعات أو ليختمن الله على قلوبهم ثم ليكونن من الغافلين ) مسلم 2/591 .

په دې باندې ( د جمعې د لمانځه په فرضيت ) د امت اجماع ده ، او په شريعت کې ددې څه دليل نشته چې د هغه ادا کول دې په دارالاسلام يا دارالحرب کې خاص وي ، پس پر هغو مسلمانانو چې په دارالکفر کې اوسيږي د جمعې د لمانځه قيام فرض دی .

تفسير انوار القرآن (تفسير ابن کثير ، فتح القدير او  المنير ) ليکي :

ابن حجر عسقلاني رحمه الله وايي : د جمعې لمونځ په مکه کې فرض شوی دی ، مګر هلته يې اقامه نه ده شوئ دا ځکه چئ د مسلمانانو تعداد کم ؤ ، د جمعې لمونځ د اسلام شعار او اعلان دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې په پټ شکل دعوت کولو او ددې شعار د ظهور د پاره زمينه نه وه مساعده .

د جمعې لمونځ د اسلام ستره نښه او شعار دی ، مسلمانان به د اسلام د شعائرو د لوړوالی کوښښ کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email