د جُمعې لمونځ (اهميت او فضيلت)

د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم ، نارينه او تندرست مسلمان فرض دی ، او په نا بالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته .

د جُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددې له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې پرته له څه عذر يوازې د سستۍ او بې پروايۍ له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .

د فرضيت دليل :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع] (الجمة ۹ ).َ

ژباړه: مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .

په دغه لمانځه کې د بيړی د ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ پرته له جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .

د جمعې د لمانځه اهميت او فضيلت :

ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ غُسْلَ الْجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الْخَامِسَةِ فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ الْمَلائِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ» (البخاري ) .

ژباړه : څوک چې د جمعې په ورځ د جنابت د غسل په شان غسل وکړي او په اول وخت کې د جمعې لمانځه ته لاړ شي داسې (اجر لري ) لکه اوښ چې صدقه کړي او که څوک دوهم وخت کې (وروسته له هغه) لاړ شي داسې دی لکه غوايی چې صدقه کړی وي او څوک چې دريم وخت (وروسته له هغه) لاړ شي داسې دی لکه پسه يې چې صدقه کړی وي او څوک چې په څلورم وخت کې لاړ شي داسې دی لکه چرک يې چې صدقه کړی وي او څوک چې په پنځم وخت (وروسته لاړ شي ) داسې لکه هګۍ چې صدقه کړې وي .مګر کله چې امام د خطبې لپاره پاڅېږي ملائکي خپل قلمونه او ليکل پرېږدي او خطبې ته عوږ نيسي .

ابو عبس رضی الله عنه وايي کله چې زه د جمعې لمانځه ته تللم له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې واورېدل چې فرمايل يې :«مَنِ اغْبَرَّتْ قَدَمَاهُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». (بخارى:۹۰۷)

ژباړه : د چا په قدمونو باندې چې د الله تعالی د لارې ګرد او غبار ولويږي په هغه باندې د دوزخ اور حرام دی .

لکه څنګه چې د جمعې د لمانځه ادا کول لوی اجر لري همداسې د هغه ترک کول ګناه او انسان لپاره لويه بدبختي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من ترك الجمعة ثلاث جمع تهاوناً، طبع الله على قلبه» (صحيح الحاکم و اصحاب السنن)

ژباړه : څوک چې د سستی له وجې د دريو جمعو لمونځونه ترک کړي الله تعالی به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي .

يعنې : زړه به يې د منافق زړه وګرځوي چې د خير څخه به محروم او نصحيت به يې په زړه اثر نکوي او زړه به يې سخت شي .

همدارنګه فرمايي : څوک چې پرته د څه عذر څخه د جُمعی لمونځ پرېږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليکل له مينځه تلی شي او نه هم بدلېدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً