د جُمعې د ورځې سنت او مستحب کارونه

صلاة الجمعة ( د جمعې لمونځ ) :

د جمعې ورځ په ټولو ورځو کې غوره ورځ ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : خير يوم طلعت عليه الشمس يوم الجمعة ، فيه خلق آدم ، وفيه أذخل الجنة ، وفيه أخرج منها ، ولا تقوم الساعة الا في يوم الجمعة (المسلم ۸۵۴ ) .

يعنې : غوره ورځ چې لمر په ختلی ورځ د جمعې ده ، په دغه ورځ آدم پيدا شوی ، او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی ، او په همدې ورځ له جنت څخه ايستل شوی دی او همدارنګه قيامت هم د جمعې په ورځ ودريږي .

د جمعې د ورځې سنت او مستحب کارونه :

۱- د جمعې په ورځ غسل کول سنت دی بخاري او مسلم روايت نقل کړی دی چې : «إذا جاء أحدكم إلى الجمعة فليغتسل»

يعنې : کله چې په يو د تاسې باندې جمعه راشي نو غسل کوئ .

۲- د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره په لاره پياده په پوره سکون او وقار سره تلل ، په لاره ذکر کول او جمعې لمانځه ته ځان رسول .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«لاَ يَغْتَسِلُ رَجُلٌ يَوْمَ الجُمُعة وَيَتَطهّرُ ما اسْتَطاعَ منْ طُهر وَيدَّهنُ منْ دُهْنِهِ أوْ يَمسُّ مِنْ طيب بَيْته ثُمَّ يَخْرُجُ فَلاَ يُفَرِّقُ بَيْنَ اثْنينْ ثُمَّ يُصَلّي ما كُتِبَ له ُ ثُمَّ يُنْصِتُ إذَا تَكَلَّمَ الإمامُ إلا غُفِرَ لهُ ما بَيْنَهُ وَبَيَن الجمُعَةِ الأُخْرَى» (رواه البخاري).

ژباړه : هيڅ سړی نشته داسې چې د جمعې په ورځ غسل وکړي د وس موافق نظافت او پاکی ته پاملرنه کړي په کور کې د تيل او خوشبويي څخه استفاده وکړي (هغه په خپل بدن ووهي ) بيا را ووځي داسې چې د چا تر مينځ جدايي (جنجال او بد اخلاقي ونه کړي) را نه ولي او بيا فرض لمونځ ادا کړي او بيا د امام خبرو ته عوږ ونيسي مګر دا چې (ددې سړي ) ګناهونو به د دغه جمعې څخه تر بلې جمعې پورې معاف کيږي .

 

۳- د بدن او جامو پاکول د نوکانو ، د تخرګ او شرمګا د ويښتانو لرې کول .

ما روى البغوي بسنده عن عبد الله بن عمرو ابن العاص أن النبي صلّى الله عليه وسلم «كان يأخذ أظفاره وشاربه كل جمعة» .

د احنافو په نزد هره اونۍ د نوکانو او ويښتانو لرې کول افضل دی .

وقال الحنفية : الأفضل حلق الشعر وقلم الظفر بعدها أي بعد الجمعة، ويكره ذلك في يوم الجمعة قبل الصلاة، لما فيه من معنى الحج، والحلق ونحوه قبل الحج غير مشروع.( الدر المختار ورد المحتار: ۱/۷۷۲،۷۸۸).

۳- د جمعې په ورځ د سورت کهف تلاوت کول

عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف ـ ) [ رواه مسلم ]

ژباړه: له ابي درداء نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس اوليني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې به په امن شي او په بل روايت کې دي چې آخر د سورت کهف .

وقال عليه الصلاة والسلام : ( من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق ) [ صحيح الترغيب والترهيب / 736 ]

همدارنګه فرمايي : چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي

۴- د جمعې په ورځ ډیره دعا کول ځکه په جمعه کې داسې يو ساعت دی چې په هغه ساعت کې د مسلمان دعا برابره شي قبليږي او دا ساعت نه دی معلوم چې ځنې علماء د جمعې د ورځې پای ماښام بولي او ځنې علماء د خطبې ورځ بولي

په مسلم شريف کې داسې روايت نقل شوی دی : «أن النبي صلّى الله عليه وسلم قال: هي ما بين أن يجلس الإمام، إلى أن يقضي الصلاة» .

روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دا (ساعت ) د امام د کېناستلو او لمانځه ادا کولو په مينځ کې دی .

۵- د جمعې په ورځ په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود ويل :

انَّ مِن أفضَلِ أيَّامِكُم الجُمُعَة، فَأكثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاة فيه، فَإنَّ صَلاَتَكُم مَعرُوضَةٌ عَلَي ( رواه ابوداود باسناد صحيح )

ژباړه: يقيناً د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درد وایی ، ځکه ستاسې دردونه ما ته وړاندې کيږي .

من صلی عَلَی صلاة صلی الله عليه بها عشراً (مسلم ۱/۲۸۸ ) .

چا چې پر ما باندې يو درود واستولو الله جل جلا له  هغه ته لس درود واستوي .

۶- امام لره ښايي چې د جمعې د لمانځه په اول رکعت کې سوره (الجمعة) او دوهم رکعت کې (الکافرون ) ووايي يا سبح اسم ربك الأعلى، او «هل أتاك حديث الغاشية په دليل د اتباع د رسول الله صلی الله عليه وسلم .

او د جمعې د ورځې د سهار په لمانځه کې الم. تنزيل او هل أتى على الإنسان حين من الدهر ووايي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا سورتونه ويل (المسلم) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً