په اسلام کې د جومات ودانولو اهميت او فضيلت

په اسلام کې د جومات آبادول د دين د قيام او بقا بنسټ کڼل کيږي.

لکه څنګه چې د انسان د ژوند د بقاء د پاره کور مهم دي تر څو انسان د سختې يخنۍ يا سختې ګرمۍ او نور طبعي آفاتو څخه وساتل شي او همدارنګه د هغه د لمر ، سيورې او نورو آسانتياوو څخه  استفاده وکړي همداسې جومات هم د دين د بقاء او قيام د پاره مهم دي جومات د ځمکې پر مخ د دين د نصرت او قيام د پاره اولينه نښه او ځای دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې کله قبا ته ورسيد هغه سيمه چې له مدينې څخه دری ميله لرې ده او هلته ته ېې د قبلې د مشر شيخ عمر بن عوف په کور کې تشريف و فرمايلو . دوشنبه ، سه شنبه ، چهار شنبه او پنځشنبه په قبا کې پاتې شو او هلته يې اولين کار د جومات جوړول وو چې خپله يې د هغه بنسټ کيښودو او خپله يې د هغه په جوړولو کې برخه واخسته چې دا جومات د اسلام په تاريخ کې لومړی جومات بلل کيږي . او همدارنګه مدينې منورې ته کله د هجرت په نيت ورسيدل  د هغوی صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو اولين فعاليت د نبوي جومات جوړول وو .

چې د مسجد نبوي جومات هم د عبادت ځای وه هم مدرسه وه او دارالشوری ( د مشورې ځای ) وه .

د جوماتو د جوړولو او بناء فضيلت :

د جومات جوړولو په باره کې په قرآنکريم او سنتو کې ډير فضائل راغلی دي چې يوه برخه يې په لاندې ډول ده .

 قال الله تبارک وتعالی : إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ. [التوبة:18]

ژباړه : يقيناً د الله جل جلا له  جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله جل جلا له  او آخرت ايمان ولري لمونځ کوي زکات ورکوي او له الله جل جلا له  پرته ( له بل چا څخه ) نه وويريږي نو هيله ده چې غسې کسان د سمې لارې موندونکي وي .

همدارنګه د جومات جوړول ، ترميمول هغه که په لږ مبع وي يا ډير صدقه جاريه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لِابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهِ (رواه ابن ماجه و حسنه الألباني ).

هغه اعمال او نېکۍ چې د هغه ثواب د مرګ وروسته مؤمن ته رسيږي دا دي : علم نافع ، صالح اولاد ، د قرآنکريم مصحف ، د جومات جوړول ، د مسافر د پاره د استوګنې ځای ، وياله يا کوهي جوړول ، او هغه صدقه چې د روغتيا او ژوند په وخت کې يې ادا کړې وي د هغې به هم د مرګ نه وروسته اجر او ثواب مومي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

( مَنْ بَنَى مَسْجِدًا بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الْجَنَّةِ ) رواه البخاري (450) ومسلم (533). چا چې د الله جل جلا له جومات جوړ کړ الله جل جلا له  د ده د پاره په جنت کې ځای جوړ کړي .

په اسلام کې د جومات هدف او مقصد :

جومات د اسلام هغه ستره نښه او شعار دی چې ددې ځای څخه خلکو ته د يوه الله جل جلا له  د عبادت ناره او بلنه ورکول کيږي ، جومات د يو الله جل جلا له  د عبادت ځای او بس .

په جومات کې تربګنت ، قوم پرستي ، سمت پرستي ، شرک ، بدعات او نور هيڅ ځای نه لري دلته به ټول خلک د يو الله اکبر په قومانده روان وي

يعنې جومات د مسلمانان د اتحاد او اتفاق بنسټ بلل کيږي .

قوله تعالی : وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا ( الجن ۱۷ )

ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله جل جلا له  دي نو له الله جل جلا له  سره بل هيڅ څوک مه بولئ .

جوماتونه د هيچا شخصي ملک نشي کيدای او نه څوک کوم مسلمان له هغه څخه منع کولای شي .

قوله تعالی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَـئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( البقره ۱۱۴ ) .

ژباړه : او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله جل جلا له  د يادولو مخ نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي دوی ددې حق نه درلود چې جوماتونو ته ننوځي خو د وېرې په حال کې ، په دنيا کې دوی ته رسوايي او په آخرت کې ستر عذاب دی .

جومات د هغه عبادت ځای دي چې  په اسلام کې د توحيد څخه وروسته دوهم رکن دی چې په قرآن او سنتو کې په لمانځه زيات ټنګار شوی دی دا دومره اهم عبادت دی چې په هيڅ حالت کې يې پريښودل جواز نه لري که سړی جوړ وي په ولاړه به لمونځ کوي که ناوروغ وي په ولاړه يي نشي ادا کولی په ناسته که په ناسته نشي کولا په اړخ به لمونځ ادا کوي .

جومات د داسې يو اهم عبادت کولو او هلته يوازې د عالم چښتن جل جلاله ته سجده ايښودل کيږي چې د المسجد کلمه خپله د سجدې کولو ځای ته وايي .

جومات يوه اسلامې مدرسه ده : مسلمانان د الله جل جلا له  ياد وعظ او تبليغ ته داسې ضرورت لري لکه کښت چې باران ته ضرورت لري ، په جومات کې خلکو ته اسلامې احکام بيانيږي او خلک د دين زده کړه تر سره کوي .

نو کله چې د ديني تعليم او خلکو ته د وعض او نصيحت سلسله روان وي د مسلمانانو ايمانونه تقويه کيږي او د نيکو کارونو د تر سره کولو کوښښ کوي او د ګناه د کارونو څخه ځان ساتي ( زړه يي په ايمان مطمئن کيږي ) .

او کله چې انسان د ديني تعليم او وعظ نه لري پاتي وي ، په هغه باندې شيطان حمله کوي او په غفلت کې غورځوي او همدارنګه د ټولنې او محيط د فتنو او محرماتو تر تأثير لاندې راځي نو بيا نه ګناه ، نه نيکي ده ته کوم ارښت نه لري بس فقط د اسلام يو نوم وي نور څه نه وي .

الله جل جلا له  فرمايي : الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ( الرعد ۲۸ )

ژباړه : هغه کسان چې ايمان يي راوړی دی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په ياد زړونه ډاډمن کيږي .

ذکر د الله جل جلا له  ياد ، لمونځ ، د قرآن تلاوت وعض او ديني بيان دی .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً