الإمامة (امامت ) :

تعريف :

هر هغه څوک چې په هغې پسې اقتدا کيږي او په خير يا شر کې د هغه متابعت کيږي امام بلل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وجعلنا منهم أئمة يهدون بأمرنا] (الأنبياء:۷۳)، وقال: [وجعلناهم أئمة يَدْعون إلى النار] (القصص:۴۱).

ژباړه : او ګرځولي وو مونږ دوی داسې امامان چې سمه لاره يې ښووله په حکم زمونږ کې (خلکو ته) او فرمايي :او ګرځولي ؤ مونږ دوی امامان چې بولي دوی (تابعان خپل په بدو عقيدو او عملو سره ) طرف د اور ته .

امامت دوه ډوله دی ، امامت کبری او امامت صغری

امامت کبری د اسلامي حکومت او شرعي سياست د عمومي امام څخه عبارت دی .

امامت صغری د لمانځه د امامت څخه عبارت دی .

د امامت د صحت شرطونه :

اول ، اسلام : د کافر امانت نه صحي کيږي .

دوهم ،عقل : د ليوني امامت نه صحي کيږي .

دريم ،بلوغ : د ماشوم امامت نه صحي کيږي .

څلورم ، نارينه والی : د نارينه د پاره د ښځې امامت نه صحي کيږي .

پنځم ، طهادت : د جنب او بې اودس امامت نه صحي کيږي .

شپږم ، قرائت او ارکان : دا چې دومره قرآن به يې زده وي چې لمونځ ورباندې ادا شي او د لمانځه په ارکانو او احکامو به پوه وي ، د قاري اقتداء په آمي پسې نه صحي کيږي همدارنګه ، د عالم اقتدا په آمي پسې نه صحي کيږي .

اوم ، معذور به نه وي : دا چې معذور لکه : د باد جاري والی ، د ميتيازو جاري والی او داسې نور عذر به نلري ځکه د امام ابوحنيفه او امام احمد په نزد د روع سړي اقتدا په معذور پسې نه صحي کيږي .

آتم ، صحي لسان: دا چې توتله به نه وي او د حروفو صحي تلفظ به کولای شي کچېرې د حروفو صحي تلفظ ونشي کړای مثلاً د (ذ) پر ځای (ز) تلفظ کوي او د (س) پر ځای (ث) تلفظ کوي په داسې کس پسې اقتدا نه صحي کيږي مګر په هغه صورت کې چې د جماعت موجود کسان ټول همداسې وي او د صحي تلفظ واله کس موجود نه وي .

د امام انتخاب ( د امامت د لومړيتوب حق چا ته دی ؟) :

۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او پخپل علم عمل کوي .

۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .

۳- بيا پرهيزګاره سړی .

۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .

۵- بيا هغه کس چې تر ټولو نه يې اخلاق ښه وي .

۶- بيا هغه کس چې د وقار واله او معزز معلوميږي .

۷- بيا که په پورته صفاتو کې مساوي وي بچه اچونه دې وکړي

ورسته هغه څوک د امامت وړ دی چې مقتديان يا اهل محل انتخاب کړی وي بيا که د خلکو په منځ کې اختلاف پيدا شو بيا هغه چې اکثريتو انتخاب کړی وي .

د کومو کسانو امامت مکروه دی ؟

۱- بدعتي په شرط ددې چې بدعت يې د کفر سرحد نه وي رسېدلی .

۲- فاسق چه ګناوي کوي او په قرآن او سنتو باندې سم عمل نه کوي .

۳- جاهل ، د جاهل سړي امامت مکروه دی .

۴- ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري .

۵- په داسې کس پسې لمونځ کول مکروه دی چې لمونځ اوږدوي د سنت اندازې څخه قرآئت او اذکار اوږدوي دا که قوم ورباندې راضي وي يا نه .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

يكره تطويل الصلاة على القوم تطويلاً زائداً على قدر السنة في قراءة وأذكار، والكراهة تحريمية عند الحنفية، سواء رضي القوم أم لا.

په دليل د دغه حديث :

۶- په داسې کس پسې لمونځ کول مکروه دي چې خلک يې نه غواړي ، خلک د هغه نه نفرت کوي

«لايقبل الله صلاة من تقدم قوماً، وهم له كارهون» القوانين الفقهية: ص ۶۹،

۷- په داسې کس پسې اقتداء کول مکروه دی چې په جماعت کې د خلکو د شرکت کولو په وجه لمونځ اږدوي ځکه داسې کول ريا ده حق اوليت د موجودو خلکو دی نه د هغو چې وروسته راځي او په دې صورت کې په حاضرو خلکو باندې تکليف دی  .

۸- په ولد زنا پسې لمونځ کول مکروه دي .

۹- کچيرې امام د مقتديانو څخه د يو ذراع (۶۰ سانتې) په اندازه يا د هغه څخه لوړ وي اقتدا کول ور پسې مکروه دي .

همدارنګه د احنافو په نزد د لاندې کسانو امامت مکروه تنزهي دی :

بدرنګ او بد قواره که څه هم په موجودو خلکو کې عالم وي ، او د داسې کس امامت چې شهوت او فتنې وېره وي لکه : بې ږېرې بالغ هلک او داسې نور ، بې عقل سړي چې معاملاتو او کارونه يې د شرعی او عقل خلاف وي ،په فيس مرض اخته کس ، د داسې کس چې لاس يې د غلا په حد سره قطع شوی وي ، سود خور ، هغه کس چې د يو کس خبرې بل کس ته رسوي او ريا کار .

جاء في الفقه الاسلامي وادله :

يكره تنزيهاً إمامة الأمرد الصبيح الوجه، وإن كان أعلم القوم، إن كان يخشى من إمامته الفتنة والشهوة، وإلا فلا كراهة على الأظهر. وتكره إمامة السفيه (وهو الذي لا يحسن التصرف على مقتضى الشرع أو العقل) والمفلوج، والأبرص الذي انتشر برصه، والمجذوم،، وآكل الربا، والنمام: (وهو من ينقل الكلام بين الناس على جهة الإفساد، والنميمة من الكبائر، ويحرم على الإنسان قبولها)، والمرائي: (وهو من يقصد أن يراه الناس، سواء تكلف تحسين الطاعات أو لا)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email