داود عليه السلام پر کومه ځمکه مبعوث شوی وو؟

محترم په درناوی سره زما پوښتنه دا ده چی د انبیاؤ د سلسله څځه داود علیه سلام د کوم قوم ته او په کومه ځمکه د الله پاک استازی وو هیله ده چی په واضحه ټوګه .ځواب راکړی

احمد ولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

داود عليه السلام د الله سبحانه وتعالی له سترو بيغمبرانو څخه يو پيغمبر ؤ چې په هغه باندې د زبور کتاب نازل شويو ؤ الله تعالی داود عليه السلام ته د پيغمبرئ سربېره سلطنت او پاچاهي هم ورکړې ؤ ، داود عليه السلام د ستر ظالم پاچا جالوت پر وړاندې جهاد وکړ او هغه سره له لښکره هلاک کړ چې د البقرې سورة په ۲۵۲ آيت کې ورته اشاره شوې ده.

داود عليه السلام بنی اسرائيلو ته مبعوث شوی وو چې د اوسنی فلسطين او د هغه شا او خوا سېمې وې .

داود په عبراني ژبه کې محبوب ته وايي .

داود عليه السلام د سليمان عليه السلام پلار د ايشا زوی اشيا د عويد بن عابر چې د نسب سلسه يې يهودا بن يعقوب بن اسحاق بن ابراهيم عليه السلام ته رسيږي .

داود عليه السلام ته الله تعالی غرونه ، مرغان او اوسپنه مسخر کړې وه او د ده د پاره الله تعالی اوسپنه نرمه ګرځولې وې ، داود عليه السلام په انسانانو کې لومړی شخص دی چې د اوسپنې څخه يې په صنعت او په خاص ډول جنګي اسلحه کې کار واخيست .

داود عليه السلام ته الله تعالی ډير ښکلی صوت (آواز ) ورکړی وو ده به چې د الله تعالی کتاب او تسبيحات لوستل مرغان به هغه ته را ټولېدل او د ده سره به ييو ځای تسبيح ويله لقوله سبحانه وتعالی :وسَخَّرنا معَ داودَ الجِبالَ يُسَبِّحنَ والطيرَ وكُنَّا فاعلين .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً