پر چا چې د لمانځه قضايي نشته :

په حائضه ، نفاسه ښځه باندې د لمانځه قضايي نشته همدارنګه په بې هوشه او ليوني چې د پنځو لمونځو څخه زيات وي قضايي راوړل واجب ندي .

اول د کوم عذر له کبله قضايي :

د چا چې لمونځ هير شي يا بيده وي او د لمونځ وخت ور باندې تير شي نو هغه ته پکار ده چې هر کله لمونځ ور په ياد شي يا د خوب نه بيدار شي د هغه لمانځه قضايي به راوړي همغه يې وخت دی په دليل د لاندې حديث شريف :

” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )

يعنې: د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .

د پورت حديث شريف او همدانګه د الله جل جلا له  ددې قول : اقم الصلوة لذکری په رڼا کې احناف وايي : د فرض لمونځ قضايي په مکروه وخت کې هم جايزه ده ځکه چې په حديث شريف کې وخت دا ښودل شوی دی چې کله در په ياد شو او په مکروه وخت کې چې د لمونځ نهی راغلی ده هغه نفلي لمونځ دی ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۶ – هدايه ج ۱ ص ۸۱،۸۲ ) .

پرته له کوم عذر د لمانځه قضايي :

او که د چا څخه کوم لمونځونه د سستۍ له وجې قضا شوی وي او وروسته توبه وباسي ، هغه ته په کار ده چې د لمانځه قضايي راوړي .

قضايي راوړل داسې چې که يې شمير معلوم وي ښه او که يې شمير معلوم نه وي په خپل غالب ګمان به هغه وشميري د لمانځه قضايي بغير له مکروه وختونو نور هر وخت ادا کولای شي .(فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۵۰ – کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۷۷ ) .

فقط د لمونځونو ترتيب به په نظر کې نيسي مثلاً اول د سهار لمونځ بيا د ماسپخين … او څومره يې چې په توان کې وي دومره لمونځونه په مسلسل ډول ادا کولای شي .

يوازې د فرضو قضايي به ادا کوي همدارنګه د سهار د سنتو او وتر واجبو قضايي به هم ادا کوي ځکه چې په اړه يې ډير تأقيد شوی دی .

مګر هغه کس چې تر شپږو لمونځو کم ورڅخه قضا شوي صاحب ترتيب بلل کيږي ، صاحب ترتيب به د لمانځه په قضايي کې دا ترتيب په نظر کې نيسي چې : په ترتيب سره به لومړی د همغه وخت قضايي لمونځ ادا کوي او بيا د حاضر وخت لمونځ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email